د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۸

پر کابل هوایي ډګر د ځانمرګي برید دویمه کلیزه؛ د قربانیانو کورنۍ او عیني شاهدان څه کیسې او خاطرې ترې لري؟


په دې برید کې ۱۷۰ تنه افغانان او ۱۲ امریکایي سرتېري وژل شوي وو- ارشیف
په دې برید کې ۱۷۰ تنه افغانان او ۱۲ امریکایي سرتېري وژل شوي وو- ارشیف

مدني او د ښځو د حقونو فعاله اغلې اختري وايي، د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د طالبانو په لاس د کابل له سقوط وروسته هغه او کورنۍ یې د خپلې مور په ګډون د کابل هوايي ډګر ته تللي وو، چې له افغانستانه ووځي.

د دې په خبره، د کابل هوايي ډګر هغه مهال د ډېرو هغو افغانانو د راغونډېدو ځای و، چې د ناټو ځواکونو په همکارۍ له افغانستانه د وتلو پلان یې درلود.

اختري ددې پېښې نه د دوه کالو په تیریدو سره په ژړغوني غږ ازادي راډیو ته وايي، چې مور یې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه د کابل د هوايي ډګر په یوه دروازه کې د چاودنې پر مهال ووژل شوه.

نوموړې وایي:

"چاودنه د باران کمپ مخې ته وشوه، هلته ډېر خلک وو او موږ له دغه ځایه لږ لرې وو، شاوخوا نیم ساعت یا یو ساعت موږ هلته خپله مور ولټوله ځکه چې زما مور هلته نږدې وه او موږ د ماشومانو لپاره خواړه او اوبه راوړلې، زما مور کمپ ته نږدې وه او هغه په هغه ځای کې ناسته وه چې چاودنه وشوه."

د کابل هوایي ډګر د دوه کاله وړاندې ځانمرګي برید یوه بله څنډه
د کابل هوایي ډګر د دوه کاله وړاندې ځانمرګي برید یوه بله څنډه

اغلې اختري په هغه ورځ ددې پر ځای، چې له هېواده بهر لاړه شي، د خپلې مور له مړي سره چې په وینو لت پت و کور ته راستنه شوه.

د دغه بريد يوه عيني شاهد محمد ياسين وايي، چې دى او د هغه د ملګري کورنۍ يو ځاى قطر ته د تللو لپاره میدان ته تللي وو، خو د ده په وينا، په چاودنه کې د هغه ملګرى ذکي ووژل شو او لسګونه نور ټپيان شول.

محمد ياسين وايي چې د ده ملګري ذکي خپل يو ماشوم الوتکې ته رسولی و او د خپلې کورنۍ په نورو غړو پسې راغلی و چې چاودنه وشوه.

یاسین زیاتوي:

" چاودنه وشوه احساس مې وکړ چې ختم شوو، غوږونه مو د څو دقیقو لپاره ډپ شول، او په عامه اصطلاح غوږنو مو بنګس کولو،ګډوډي شوه، هرڅوک یوې خواته په منډه و، حتی موږ چې هلته څو کسان و یو بل مو نشو پیدا کولای، هر ځای چې به مو لیده په وینو لړلى و، احساس به دې کاوه چې دا قصابي ده، په سبا خبر شو چې حاجي صاحب ذکي هم وژل شوی دی. "

د هغه په وينا، د ذکي ماشوم موده وروسته له قطر څخه د يو شمېر نورو بې سرپرسته ماشومانو سره يو ځاى افغانستان ته راستون شو، هغه ماشوم چې نور خپل پلار نشي لیدلای.

برید هغه مهال وشو، چې زرګونه تنه په هوایي ډګر کې را ټول وو او له هېواده یې د وتو هڅه کوله
برید هغه مهال وشو، چې زرګونه تنه په هوایي ډګر کې را ټول وو او له هېواده یې د وتو هڅه کوله

له نن څخه دوه کاله وړاندې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه، کله چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه د وتلو په حال کې وو، د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د زرګونو افغانانو په منځ کې ځانمرګی برید وشو.

د رسمي شمېرو له مخې، په دې پېښه کې شاوخوا ۱۷۰ افغانان او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول.

د اسلامي دولت (داعش) ډلې خراسان څانګې هغه مهال د دغه برید مسوولیت ومانه، هغه ډله چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې یې په افغانستان کې د څو بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

که څه هم د طالبانو حکومت په وار- وار ادعا کړې، چې داعش ډلې ته یې ماتې ورکړې ده، خو په وروستۍ پېښه کې دغې ډلې د تېرې اوونۍ د کابل په دارالامان سیمه کې د چاودنې مسوولیت هم منلی و چې له امله یې دوه تنه ووژل شول او یو بل ټپي شو.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو د دوام په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وویل، چې په افغانستان کې د داعش د غړو او د هغوی د کورنیو شمېر له ۴ زرو څخه تر ۶ زرو پورې اټکل شوی دی.

د امنیت شورا په دې اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې داعش نه یوازې د افغانستان؛ بلکې د سیمې د نورو هېوادونو لپاره هم ګواښ دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG