د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۸

زده کړو لپاره د نجونو د سفر مخه نیول؛ ځینو سازمانونو او فعالانو د طالبانو دغه ګام غندلی


د کابل د نړیوال هوايي ډګر یوه څنډه
د کابل د نړیوال هوايي ډګر یوه څنډه

د بشري حقونو د څار او د بخښنې نړیوالو سازمانونو او یو شمېر نورو فعالانو او سیاستوالو د طالبانو هغه کار غندلی چې لسګونه نجونو ته یې د زده کړو په هدف د متحده عربي اماراتو د سفر اجازه نه ده ورکړې.

د طالبانو د حکومت هغه ګام ته چې د کابل له هوایي ډګره یې سلو نجونو ته د لوړو زده کړو په هدف د اماراتو د سفر اجازه نه ده ورکړې، غبرګونونه پارولي دي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د طالبانو دا ګام د خبرداري وړ بللی او په خبره یې"دا د هغو ظلمونو له کچې هم پورته دی چې دا مهال ېې طالبان له زده کړو د نجونو او ښځو د بې برخې کولو لپاره ترسره کوي."

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان

د دغه سازمان د ښځو د برخې مسوولې هیدر بار پر ایکس شبکه یا پخواني ټویټر لیکلي، دا د نجونو د زنداني کېدو لامل کیږي چې نور کسان ورسره په زده کړو کې مرسته نه شي کولای.

د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې هم د طالبانو دا کار غندلی او هغه یې د تعلیم او ازاد تګ راتګ د حق ښکاره سرغړونه بللې ده.

دغه سازمان په یوه بیان کې غوښتنه کړې چې د افغانستان واکمنان ژر تر ژره باید له دې پرېکړې لاس په سر شي او دغو نجونو ته د سفر اجازه ورکړي.

د پوهنتون استادې او د ښځو د حقونو فعالې مسکا دستګیر هم د طالبانو دا کار زیاتی بللی او پر ایکس شبکه یې لیکلي، افغان نجونې او ښځې دا اجازه نه لري چې د ځان او کورنیو لپاره د ښه ژوند هیله وکړي.

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کارونکو بیا لیکلي، پرون چهارشنبه د طالبانو حکومت د تحصیل په هدف د نجونو د سفر مخه ونیوله، خو هند بیا د همدې علم له برکته د سپوږمۍ په جنوبي برخه کې خپله سپوږمکۍ کېنوله.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه د طالبانو د حکومت له ویاندویانو وپوښتي چې د کومو دلایلو له مخې یې دغو سلو نجونو ته د متحده عربي اماراتو د سفر اجازه نه ده ورکړې، خو هغوی پوښتنې ځواب نه کړې.

پخوا تر دې طالبانو د کابل په هوایي ډګر کې د هغو یوشمېر نجونو د سفر مخه نیولې چې محرم یې نه درلود.

دغو یو شمېر نجونو چې د سفر مخه یې نیول شوې ویلي، ځینو یې د سفر لپاره محرم هم درلود، خو له هغه سره سره هم اجازه نه ده ورکړل شوې.

دغو نجونو ته د الحبتور ګروپ مشر خلف بن احمد الحبتور چې خپله یو میلیاردر دی، په دوبۍ کې د زده کړو زمینه برابره کړې ده.

د الحبتور ګروپ مشر خلف بن احمد الحبتور
د الحبتور ګروپ مشر خلف بن احمد الحبتور

احمد الحبتور د ایکس پر شبکه د طالبانو پر دې ګام خواشیني ښودلې او له هغوی یې غوښتنه کړې چې پر دې کار له سره غور وکړي.

هغه په یوه ویډیويي پيغام کې ویلي: "زه نن په دې پرېکړه ډېر مایوسه یم. زه هیله لرم چې د طالبانو حکومت په دې پرېکړې بیا کتنه وکړي. زه غوښتنه کوم چې دوی ته اجازه ورکړي. دوی د زده‌کړو او سفر حق لري. دا عمل د منلو نه‌دی."

طالبانو واک ته له بیا رسیدو وروسته د ښځو پر کار او تحصیل بندیزونه لګولي چې دې ګام یې د ګڼ شمېر افغانانو او دغه راز نړیوالو بنسټونو اندیښنې پارولي دي.

تازه د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنیټ ویلي، تېرو دو کلونو کې په افغانستان کې بشري وضعیت ډېر خراب شوی او په خبره یې له طالبانو سره حساب او کتاب د راتلونکي تعامل د پالیسۍ اصلي ټکی دی.

طالبانو بیا په وار وار پر ښځو د یو شمېر بندیزونو په برخه کې د خپلو تګلارو ننګه کړې او پر تعلیم او تحصیل د بندیز په اړه یې ویلي چې شرایط ورته برابر نه دي.

منتقدین وایي، که د طالبانو حکومت رښتیا هم غواړي چې د نجونو تعلیم او تحصیل دوام وکړي، نو د شرایطو برابرول یې د کلونو نه، بلکې د میاشتو خبره ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG