د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

داعش د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د خونړي برید مسوولیت په غاړه واخیست


په باجوړ کې د شوي برید هغه سیمه چې په کې لسګونه کسان ووژل شول.
په باجوړ کې د شوي برید هغه سیمه چې په کې لسګونه کسان ووژل شول.

داعش ډلې د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د جمعیت علمای اسلام ګوند په غونډه کې د یکشنبې د ورځې د خونړي برید مسوولیت په غاړه واخیست.

د اسلامي دولت خراسان څانګې یا داعش پرون دوشنبې په یوه خبرپاڼه کې، چې په خپل ټیلګرام کې یې خپره کړې، د برید د مسوولیت منلو ترڅنګ د انتحاري بریدګر عکس هم خپور کړی دی.

د دې برید د تلفاتو شمېر، چې په پیل کې ۳۵ اعلان شوی و، اوس ۵۴ تنو ته زیات شوی دی.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د خیبر پښتونخوا د پولیسو عمومي ريیس شوکت عباس د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د باجوړ په انتحاری برید کې ۵۴ تنه وژل شوي چې د هغو په منځ کې د ۴۶ تنو هویت څرګند شوی دی.

عباس د پېښې له ځایه د ترلاسه شویو موادو پر اساس وویل چې دا انتحاری برید و چې له لسو تر ۱۲ کیلو پورې چاودېدونکي مواد په کې کارول شوي وو.

ده د ټپیانو شمېر ۸۳ تنه وباله.

امریکا، سعودي عربستان او د طالبانو حکومت دا برید په کلکه غندلی دی.

تر دې پخوا هم داعش د جمعیت علمای اسلام پر ځايي مشرانو او غړیو د څو حملو مسوولیت په غاړه اخیستی و.

د یکشنبې د ورځې برید له ۲۰۱۴ را په دې خوا په خیبر پښتونخوا کې یوه له څلورو تر ټولو خونړیو حملو څخه وه.

تر ټولو خونړۍ حمله په پېښور کې پر پوځي ښوونځي وه چې ۱۴۷ تنه عمدتاً ماشومان په کې ووژل شول.

د سږ کال په مارچ میاشت کې د پېښور په یوه جومات کې ۷۴ تنه په ورته برید کې ووژل شول، ورپسې په فبرورۍ میاشت کې د پولیسو په یوه خورا خوندي جومات کې چاودنه وشوه چې تر سلو ډېر کسان په کې ووژل شول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG