د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۸

بوټو: د طالبانو حکومت دې د 'ټي‌ ټي‌ پي' پر ضد پرېکنده اقدام وکړي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په پاکستان کې بېلابېل بریدونه شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وايي، هېواد کې یې وروستیو کې نا امني ډېره او ترهګریزې پېښې زیاتې شوي چې دی یې پړه په ټي ټي پي TTP اچوي، هغه ډله چې د ده له قوله، د افغانستان له خاورې ګټه اخلي او په پاکستان کې بریدونه کوي، هغه ادعا چې طالبانو تل رد کړې ده.

په کوټه کې د یوه بمي برید له کبله لسګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې. November 30, 2022.
په کوټه کې د یوه بمي برید له کبله لسګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې. November 30, 2022.

بلاول بوټو له الجزیره تلوېزیون سره خپله نوې مرکه کې وویل، پاکستان د پاکستاني طالبانو تحریک له امنیتي او ترهګریز ګواښ سره مخ دی او له کله چې طالبان په افغانستان واکمن شوي، په پاکستان کې بېلابېلې حملې شوي دي.

د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسله وال
د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسله وال

هغه له طالبانو وغوښتل چې پرې نه‌ږدي د افغانستان خاوره د پاکستان په ضد کارول شي.

بوټو زیاته کړه: "د کابل له سقوط وروسته، موږ په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو د ډېرېدو شاهدان یوو. موږ د افغانستان له چارواکو سره په فعاله توګه اړیکه کې یوو او ترې غواړو چې د دې ډلو پر ضد پرېکنده اقدام وکړي. زه په پاکستان کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر کوربه وم، تر خوا یې موږ د افغانستان، پاکستان او چین درې اړخیزه غونډه درلوده، د دې غونډو مهم پیغام د ترهګرو ډلو پر وړاندې د ځانګړو اقداماتو اړتیا وه."

د ازادي راډیو خبریال د طالبانو حکومت له ویاندویانو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د نویو څرګندونو په اړه وپوښتل، ځواب یې ورنه کړ، خو دوى مخکې ډېر کله ویلي، اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې نور هېوادونه وګواښل شي.

له کله چې طالبان بیا په افغانستان واکمن شوي، ډېر کله پاکستاني چارواکي په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د فعالیت خبره کوي، خو تر اوسه یې د خپلو څرګندونو د اثبات لپاره کره اسناد نه‌دي وړاندې کړي.

تېره اوونۍ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله امریکا غږ اردو څانګې ته ویلي وو، د طالبانو حکومت دوی ته ویلي چې له ډیورنډ کرښې به پاکستاني طالبان لېرې او د افغانستان نورو سیمو ته ولېږدوي، مګر د نوموړي تر دې څرګندونو ورسته د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، دوی پلان لري چې د خوست په ګډون په یو شمېر سرحدي ولایتونو کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه مېشت پاکستاني کډوال د افغانستان نورو سیمو ته انتقال کړي.

نوموړي دا نه و ویلي چې یاد کډوال به کومو ولایتونو ته ولېږدول شي، خو دا خبره یې کړې وه چې دوی دا کار د پاکستاني لوري د اندېښنو د راکمولو او د جنجالونو د مخنیوی لپاره کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر تېر کال دا خبره هم کړې وه چې په افغانستان کې پاکستاني طالبان هر ډول امکانات لري او شمېر یې نږدې ۵ زره تنو ته رسېږي، خو د طالبانو حکومت یې څرګندونې رد کړې وې.

پاکستان له دې ټولو اندېښنو او جنجالونو سره سره د طالبانو حکومت سره تعامل یوه اړتیا بولي او له نړیوالې ټولنې هم ورته هیله لري.

خو له الجزیره تلوېزیون سره مرکه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري له طالبانو د افغانانو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د حقونو د رعایت غوښتنه هم وکړه.

هغه وویل: "د افغانستان په تړاو د پاکستان او نړوالې ټولنې دریځ یو دی. موږ تل د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې د ښځو د حقونو او د نجونو د زده‌کړو په تړاو له نړۍوالې ټولنې او افغانانو سره په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي."

د افغانانو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د حقونو خوندیتوب، ترهګرو ډلو سره مبارزه او د همه‌شموله حکومت جوړول هغه موضوعات دي چې نه منلو یې د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ اړیکې ترینګلې او د طالبانو اوسنی رژیم له عدم مشروعیت سره مخ کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG