د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۰

په پاکستان کې د پرونۍ چاودنې له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۴۰ ته رسېدلی


په باجوړ کې د وروستۍ چاودنې قربانیان روغتون ته د لېږدول کېږي.
په باجوړ کې د وروستۍ چاودنې قربانیان روغتون ته د لېږدول کېږي.

د پاکستان په باجوړ کې د تېرې ورځې په چاودنه کې د وژل شویو او ټپیانو شمېر نږدې دوه نیم سوه کسانو ته رسېدلی دی.

د پاکستان پولیس او روغتیایي چارواکي وایي چې د خیبرپښتونخوا په باجوړ سیمه کې د جمعیت علما اسلام ګوند د پلویانو د یکشنبې د ورځې په غونډه کې د چاودنې له امله لږترلږه ۴۰ کسان وژل شوي او نږدې دوه سوه نور ټپیان شوي دي.

د پولیسو جګپوړي چارواکي نذیرخان وویل چې پرون د ورځې ناوخته د باجوړ د ښار په یوه څنډه کې په هغه ځای کې یو بم وچاودېد چې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د جمعیت علما اسلام د ګوند د کارګرانو غونډه پیلېده.

په سیمه کې روغتیایي چارواکي فیصل خان ویلي چې له دې چاودنې د ۴۰ کسانو مړي د ښار لوی روغتون ته لېږدول شوي دي.

هغه دې روغتون ته د لېږدول شوي یو شمېر ټپیانو وضعیت هم نازک ښودلی او ویلي دې چې یو شمېر ټپیان د پېښور او څنګلوري دیر ولسوالۍ روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

ویل شوي چې په دې چاودنه کې د جمعیت علما اسلام ګوند سیمه ییز مشر مولانا ضیاالله هم وژل شوی دی.

د دې ګوند چارواکو ویلي چې په خپله مولانا فضل الرحمن په دې غونډه کې نه و.

د پاکستان د جمعیت علما اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن
د پاکستان د جمعیت علما اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن

د اسوشېټېدپرېس آژانس د راپور له مخې له باجوړ څخه اسلامي سخت دریځو د یوه پیاوړي مرکز په توګه کاراخیستی او پخوا د تحریک طالبان پاکستان یو قوي مرکز ګڼل کېده.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر اختر حیات خان له چاودنې وروسته جیو نیوز تلوېزیون ته ویلي چې له لومړنیو پلټنو ښکاري چې دا یو ځانمرګی برید دی، خو زیاته یې کړه چې په دې اړه پلټنې روانې دي.

تراوسه د دغې چاودنې مسوولیت چا یا کومې ډلې نه دی اخیستی.

تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي ډلې چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې حملو ته زور ورکړی هم دغه چاودنه غندلې او اسوشېټېډ پرېس آژانس ته په یوه استولې اعلامیه کې یې ویلي چې د دغې چاودنې هدف دا و چې اسلامپالي یود بل پر ضد وپاروي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په باجوړ کې د جمعیت علما اسلام په غونډه کې پرونۍ چاودنه وغندله.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد

مجاهد پرون پرخپله ټویټرپاڼه کې کښلي چې اسلامي امارت دغه چاودنه غندي او اغېزمن شویو کورنیو سره یې خپله ژوره خواشیني او تسلیت شریکوي.

د مجاهد په خبره دا ډول جنایات په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دي.

د اسوشېټېډپرېس راپورله مخې ټي ټي پي چې له افغان طالبانو سره نږدې اړیکي لري، د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې چې افغان طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، دا ډله لا زړه وره شوې او د پاکستان د حکومت او د دې هېواد د امنیتي ځواکونو پر ضد یې پراخ بریدونه پیل کړي دي.

دې ډلې د بریدونو دغه لړۍ له هغې وروسته تېزه کړې چې د پاکستان له حکومت سره یې د افغان طالبانو په منځګړیتوب د اوربند یوه موافقه په تېره نومبر میاشت کې لغوه شوه.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف او ولسمشر عارف علوي هم دغه حمله غندلې او له چارواکو یې غوښتي چې د زیانمن شویو لازم لاسنیوی وکړي.

ویل شوي چې دا د پاکستان په شمال لوېدیځ کې څلورمه لویه چاودنه ده چې له ۲۰۱۴ کال وروسته په سیمه کې شوې.

په ۲۰۱۴ کال په پېښور کې پریوه پوځي ښوونځي د پاکستاني طالبانو په برید کې ۱۴۷ کسان چې اکثره یې د دې ښوونځي زده کوونکي وو، وژل شوي وو.

په نورو دوو چاودنو کې چې یوه یې د پېښور په یوه جومات او بله یې هم د پېښور د پولیسو د قومندانۍ د ننه په جومات کې شوې وې، له ۱۷۰ زیات کسان وژل شوي وو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG