د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۱

پاکستان په افغانستان کې د 'ټي‌ټي‌پي' پر پټنځایونو او ازادانه فعالیت اندېښنه وښوده


ارشیف: د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسله وال غړي
ارشیف: د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسله وال غړي

د پاکستان پوځ وايي، دوی په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو یا 'ټي ټي پي' د پټنځایونو په موجودیت او د فعالیت پر ازادۍ سخت اندېښمن دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر 'آی ایس پي آر' د جمعې په ورځ یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال سید عاصم منیر د جولای پر ۱۴مه د کوټې چاوڼۍ ته سفر وکړ، چېرته چې تازه د پاکستان د پوځ پر یوې چاوڼۍ وسله‌وال برید شوی و.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال سید عاصم منیر
د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال سید عاصم منیر

د جولای پر ۱۲مه شپې مهال په ژوب کې پر دې چاوڼۍ د وسله‌والو په برید او وروسته نښته کې ۹ سرتېري وژل شوي وو.

د پاکستان پوځ هغه مهال ویلي وو، چې په نښته کې یې ۵ مشکوک وسله‌وال هم وژلي دي.

د دې برید مسوولیت د تحریک جهاد په نوم یوې کمې پېژندل شوې وسله‌والې ډلې منلی و.

د جمعې په ورځ د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د دفتر په خبرپاڼه کې ویل شوي، دوی د طالبانو له حکومته تمه لري چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پرضد د ترهګرۍ لپاره استعمالېدو ته پرې نه ږدي او د ۲۰۲۰ز کال د دوحې موافقې ژمنې به پوره کړي.

خبرپاڼې د پاکستان په ترهګرۍ کې د افغان وګړو د ککړتیا ادعا هم کړې او ویلي، دا بله مهمه مسئله ده چې باید حل شي.

د پاکستان پوځ وايي، د ژوب چاوڼۍ په څېر بریدونه د زغملو نه دي او پر وړاندې به یې موثر غبرګون ښيي.

د طالبانو حکومت د پاکستان د پوځ ددې تازه څرګندونو په اړه لا څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یې بیا بیا ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره د هیچا پر ضد کارېدو ته نه پرېږدي.

طالبانو په دوحه کې د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ په تړون کې ژمنه کړې وه چې د القاعدې په ګډون به هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

د پاکستان په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي او یو شمېر ځايي سیاستوال بیا د پاکستان پوځ تورنوي چې ډیورنډ کرښې ته په څېرمه پرتو سیمو کې د روانو ناکراریو تر شا لاس لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG