د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

د پاکستان پوليسو پېښور کې د وروستي خونړي بريد په تړاو ۲۳ کسان نيولي دي


پېښور کې د وروستي بريد انځور
پېښور کې د وروستي بريد انځور

د پاکستان پولیس وایي د پېښور په یوه جومات کې د وروستۍ خونړۍ حملې په تړاو یې لسګونه مشکوک کسان نیولي دي.

د پولیسو یوه لوړپوړي چارواکي چې د موضوع د حساسیت له کبله یې نوم نه‌دی ښودلی د چهارشنبې په ورځ فرانس پریس اژانس ته ویلي، د مشکوکو کسانو نومونه به افشا نه‌شي.

پاکستان کې چارواکي د تېرې دوشنبې ورځې خونړي برید په تړاو د پراخو څېړنو خبره کوي، خو ورسره هم‌مهاله د دغه هېواد اوسېدونکي د خپل ځان نه خوندیتوب ته اندېښمن دي.

"کله چې د هغو کسانو په کور برید کېږي چې زموږ د امنیت ساتنې مسولیت لري، نو زموږ امنیت به څوک نیسي

انورزاده د پېښور ښار یو هټیوال دی، هغه فرانس پریس ته ویلي، د شوي خونړي برید په تړاو ډېرې پوښتنې بې ځوابه پاتې دي.

نوموړي ويلي: "کله چې د هغو کسانو په کور برید کېږي چې زموږ د امنیت ساتنې مسولیت لري، نو زموږ امنیت به څوک نیسي، لویه پوښتنه دا ده چې څنګه ځانمرګي له چاودېدونکو توکو سره تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې سیمې ته ځان رسولی دی، له شک پرته خلک دا پوښتنه کوي."

پېښور کې د وروستۍ خونړۍ حملې انځور
پېښور کې د وروستۍ خونړۍ حملې انځور

په پېښور کې د سړک غاړې یوه پلورونکي فیصل خان هم ویلي، د هر بل وخت په پرتله یې اوس کاروبار خراب شوی او د خلکو اندېښنې ورځ تر بلې په زیاتېدو دي.

هغه ویلي، خلک اوس جومات ته د تګ پر مهال هم ویره لري.

د تېرې دوشنبې په ورځ د پېښور د پولیس لاینز سیمې په یوه جومات کې د ماسپښین لمانځه پر مهال ځانمرګی برید وشو چې له سلو ډېر کسان په‌کې ووژل شول.

د پاکستان پولیس وایي، حمله کوونکي په ظاهره له هېواد بهر چا سره اړیکه درلوده او په ورته وخت کې د چارواکو په خبره ممکن د سیمې له خلکو سره به هم په ارتباط کې و.

"موږ مشوره ورکوو چې د پېښور د چاودنې دقیقه پلټنه وکړي

په همدې حال کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت پاکستان ته خبرداری ورکړی چې د برید پړه دې پر نورو هېوادونو نه اچوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته وویل، پاکستان دې د خپل بام واورې د نورو پر بامونو نه اچوي.

نوموړي وويل: "موږ مشوره ورکوو چې د پېښور د چاودنې دقیقه پلټنه وکړي، دا سیمه له جنګ، باروتو او چاودنو سره بلده ده، دا هیڅ امکان نه‌لري چې یو ځانمرګی، یا یو واسکټ او یا هم وړوکی بم یا یوه بوشکه دې دومره غټ تخریب وکړي."

د پاکستان چارواکي اټکل کوي چې د پېښور ښار په خونړي برید کې ممکن له لسو تر پنځلسو کیلو ګرامو پورې چاودېدونکي توکي کارول شوي وي.

د برید مسولیت لا کومې ډلې نه‌دی منلی، خو د پاکستاني طالبانو یوه قومندان سر به کف مهمند ادعا وکړه چې برید دوی ترسره کړی دی.

د پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراساني بیا برید کې د دغې ډلې هر ډول لاس لرل رد کړي او ویلي یې دي، دوی پر جوماتونو او نورو سپېڅلو ځایونو بریدونه نه‌کوي.

په پاکستان کې چارواکو ویلي، له کومې ورځې چې افغانستان کې طالبان واک ته رسېدلي، پاکستان کې ترهګریز بریدونه زیات شوي دي.

XS
SM
MD
LG