د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

په پېښور کې د پرونۍ چاودنې د مړو شمېر ۵۹ او ټپیانو ۱۵۷ ته رسېدلی


د پیښور پولیس وايي، بریدکوونکي خپل چاودېدونکي مواد د پېښور د پولیس لاین په جومات کې دننه والوځول.
د پیښور پولیس وايي، بریدکوونکي خپل چاودېدونکي مواد د پېښور د پولیس لاین په جومات کې دننه والوځول.

د پیښور پولیس وايي، بریدکوونکي خپل چاودېدونکي مواد د پېښور د پولیس لاین په جومات کې دننه والوځول.

په پېښور کې د پرونۍ چاودنې د مړیو شمېر ۵۹ ته ورسېد.

د پیښور پولیس وايي، بریدکوونکي خپل چاودېدونکي مواد د پېښور د پولیس لاین په جومات کې دننه والوځول.

عیني شاهدان هم وايي، بریدکوونکی د امام شا ته په لومړي صف کې ولاړ و او د لمانځه له پیل سره سم یې ځان والوځاوه.

یوه عیني شاهد انور د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل: "الله اکبر چې وویل شو، موږ د جماعت لمانځه ته درېدلو چې له الله اکبر سره درز وشو او له درز سره اوچت شوي یو او شاته غورځېدلي یو. بیا پوهېدلي نه یو، چې څه شوي او څه نه دي شوي. بس الله دې خیر پېښ کړي."

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف پر خلکو غږ کړی چې ټپیانو ته وینه برابره کړي.

ژغورونکې ډله یو ټپي پولیس روغتون ته د درملنې لپاره لېږدوي.
ژغورونکې ډله یو ټپي پولیس روغتون ته د درملنې لپاره لېږدوي.

هغه پر ټویټر له خلکو غوښتي دي چې سمدستي لیډي ریډینګ روغتون ته ولاړ شي او ټپیانو ته د وینې په ورکولو سره د هغوی ژوند وژغوري.

په عین حال کې د پېښور خیریه موسسو هم له خلکو همدا غوښتنه کړې ده.

د پېښور د لیدي ریډینګ روغتون ویاند محمدعاصم مشال راډیو ته وویل چې په چاودنه کې ۱۵۷ نور کسان ټپیان شوي.

هغه زیاته کړه چې د ځینو ټپیانو حالت نازک دی او امکان لري چې د مړو شمېر زیات شي.

عاصم وویل: "په قربانیانو کې ډېری پولیس دي هم په ټپیانو هم په مړو کې. څوک چې پېژندل شوي دي، موږ هغوی په امبولانسونو کې خپلو کورونو ته لېږو. اندېښنه داده چې ځینې داسې کسان شته چې زیات ټپیان دي او په نازک حالت کې دي."

دا چې دا حمله به په رښتیا چا کړې وي، تراوسه په دقیق ډول نه ده معلومه.

د پاکستاني طالبانو یوه قوماندان سر به کف مومند ادعا وکړه چې دا برید دوی کړی، خو څو ساعته وروسته د دې ډلې ویاند محمد خراساني اعلان وکړ چې پر جوماتونو، مدرسو او سپېڅلو ځایونو حملې د دوی پالیسي نه ده.

هغه زیاته کړه چې د ټي ټي پي د پالیسۍ له مخې هغو کسانو ته چې دا ډول بریدونه کوي، سزا هم ورکول کېږي.

په خیبرپښتونخوا ایالت کې ناامني نږدې یو کال مخکې زیاته شوه.

د دې ایالت د پولیسو مشر معظم جاه انصاري څو ورځې مخکې وویل، څومره امنیتي پېښې چې په ۲۰۲۲ کال کې په دې ایالت کې شوې دي، په تېرو ۵ کلونو کې ساری نه لري.

د پاکستان حکومت د تېرکال په جون میاشت کې تر ټولو لویې مخالفې وسله والې ډلې یعنې د پاکستاني طالبانو له تحریک سره د سولې خبرې وکړې.

که څه هم دواړو لورو هغه مهال پر اوربند موافقه وکړه، خو تاوتریخوالي دوام وکړ.

د پاکستاني طالبانو تحریک په نوامبر میاشت کې وویل، څرنګه چې حکومت پرخپله ژمنه ونه درېد نو ځکه خپلو جنګیالیو ته امر کوي چې د ځان د دفاع لپاره بیا حملې پیل کړي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت دا حمله غندلې ده.

په یو بیان کې چې بېګا د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت خپور کړی راغلي چې دوی په جوماتونو کې پر عبادت کوونکو حملې د اسلام له احکامو سره په ټکر کې ګڼي.

له دې مخکې د افغانستان لیرې کړل شوي ولسمشر اشرف غني هم په یوه ټویټ کې لیکلي چې دا حمله په سختو الفاظو غندي.

غني ویلي، پاکستان لا هم فرصت لري چې د هغه ګواښ پر وړاندې د مقابلې لپاره نوې لارې چارې تر لاس لاندې ونیسي چې تردې دمه یې پر وړاندې یوازې د پوځي اقدام او تشدد په وسیله مقابله شوې ده.

XS
SM
MD
LG