د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

شنکر: هند به افغانستان ته خپل سفير ونه لېږي


د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر
د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر

د هند د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد یې افغانستان ته د سفیر د لېږلو پرېکړه نه ده کړې، خو په دغه هېواد کې به خپل سفارت وساتي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر وايي، دی نه شي کولای چې د افغانستان د وروستیو حالاتو په اړه له وخته مخکې قضاوت وکړي.

نوموړي په نوې ډیلي کې د هند په نړیوال مرکز کې د یو خبري کنفرانس له لارې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، هند هوډ لري چې په افغانستان کې خپل سفارت وساتي، خو هغه هېواد ته به خپل سفیر ونه لېږي.

نوموړي ويلي: "موږ پرېکړه کړې چې خپل سفارت وساتو، خو د سفیر په کچه 'په افغانستان کې' نه، ډېری نورو هېوادونو هم دا کار کړی دی. دوی خپل سفیران بېرته افغانستان ته لېږلي مګر موږ دا کار نه دی کړی. موږ پر هغو سیمو تمرکز کوو چې زموږ په باور د افغانستان پر خلکو اغېز ولري. زه فکر کوم چې موږ باید انتظار وکړو او وګورو."

دا په داسې حال کې ده، چې ښاغلي شنکر درې اوونۍ وړاندې ویلي وو، چې هند کابل ته یو تخنیکي ټیم استولی څو په اوسني وضعیت کې د افغانستان له خلکو سره د مرستې او ملاتړ لارې چارې ومومي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر په وینا، دغه ټیم د افغانستان د وضعیت د څارنې او د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره هلته دی.

خو د سیاسي چارو کتونکی احمد سعیدي وايي، هند هڅه کوي د خپلو کارکوونکو په لېږلو سره د افغانستان له حالاتو او پېښو خبر شي.

د سیاسي چارو کتونکی احمد سعیدي
د سیاسي چارو کتونکی احمد سعیدي

سعيدي وايي: "هند طالبان په رسمیت نه پېژني، هغه ډیپلوماتان یې چې افغانستان ته استولي ډیپلوماتان نه دي، دوی د استخباراتو مامورین دي چې هلته معلومات راټولوي، دوی باید پوه شي چې طالبان څه کوي، په افغانستان کې څه کېږي، پېښې څه دي؟ تروریزم چېرته دی، موږ څه کوو؟ څه باید وکړو، پاکستان باید څه وکړي؟ دا ټولې هغه خبرې دي چې استخباراتي معلوماتو ته اړتیا لري."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او د هغه مرستیال بلال کریمي د هند د بهرنیو چارو وزیر وروستیو څرګندونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

په همدې حال کې د سیاسي چارو یو بل کارپوه خان زمان امرخېل وايي، د طالبانو حکومت کولای شي له هند سره د اړیکو له ښه کېدو څخه د نړۍ د پېژندلو لپاره په خپله ګټه کار واخلي.

امرخېل ازادي راډيو ته وویل چې، د اړیکو ښه کېدل په هند کې د افغان محصلانو او هغو ناروغانو د ستونزو په حل کې ګټور دي چې، غواړي د درملنې لپاره هغه هېواد ته ولاړ شي.

نوموړی وایي: "که د هند حکومت استازي په کابل کې وي، طالبان به د دوی سره په اسانۍ تفاهم وکړي. دوی کولی شي په ملګرو ملتونو کې د لابي په توګه کار وکړي ترڅو د دوی حکومت په رسمیت وپېژني او نړۍ ته ووایي چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژنئ. دا اړیکې اوس هم د خلکو او اوسني حکومت لپاره مهمي دي."

خو د هند د بهرنیو چارو وزارت په مارچ میاشت کې وویل، چې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو په اړه د دغه هېواد په دریځ کې کوم بدلون نه دی راغلی.

تر دې مخکې د هند د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د داسې حکومت پر جوړولو ټینګار کړی و، چې د دغه هېواد د ټولو خلکو استازیتوب وکړي او د افغان ښځو او نجونو حقونو ته درناوی ولري.

هند د طالبانو له راتګ وروسته د امنیتي اندېښنو له امله خپل ډیپلوماتان او د سفارت کارکوونکي له افغانستانه وایستل.

دا په داسې حال کې ده، چې په هند کې د افغانستان د سفارت چارې لا هم د تېر جمهوري نظام د کارکوونکو له خوا پرمخ وړل کېږي.

د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر مهال هند یو له سترو مرسته کوونکو هېوادونو څخه و او په تېرو شلو کلونو کې یې له افغانستان سره په بېلابېلو پرمختیايي برخو کې شاوخوا څلور میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG