د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

شنکر: هند خپل تخنیکي ټیم بېرته په کابل کې خپل سفارت ته استولی


د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر
د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر

د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر وايي، هند خپل تخنیکي ټیم بېرته په کابل کې خپل سفارت ته استولی دی.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، جی شنکر پرون پنجشنبې په نوي ډیلي کې یوې خبري غونډې ته وویل، د دغه ټیم دنده دا ده چې حالات وڅاري او وګوري چې هند په څه ډول د افغانانو ملاتړ کولی شي.

ده همدا راز وویل، په افغانستان کې د هند تمرکز اوس پر سیاست لږ دی او د افغانانو ملاتړ او په ځانګړي ډول له هغوی سره تاریخي اړیکو ته ډېر دی.

د هند د باندنیو چارو وزیر دا هم وویل چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یې خپل ډیپلوماتان له افغانستانه په دې خاطر وایستل چې امنیتي اندېښنه یې لرله او دا کار ډېرو نورو هېوادونو هم وکړ، خو د وخت په تېرېدو یې خپل تخنیکي ټیم بېرته سفارت ته واستاوه، دوی له څه مودې راهیسې هلته دي او دنده یې تر یوه حده دا ده چې حالات له نږدې و ارزوي او وګوري چې څرنګه هند په هغه څه کې له افغانانو سره مرسته کولی شي چې هغوی ورته اړتیا لري.

د هند ملي بیرغ
د هند ملي بیرغ

تېره میاشت په ګوا ایالت کې د هند، روسیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د شانګهای د غړیو هېوادونو په غونډه کې په افغانستان کې د ټولشموله حکومت پر جوړېدا ټینګار وکړ.

د مارچ په میاشت کې د هند د باندنیو چارو وزارت وياند اریندام باګچي ویلي وو چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د نه رسمیت پېژندلو په اړه د هند په دریځ کې هېڅ بدلونه نه‌دی راغلی.

د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر پرون د ډیلي په لوېدیځ کې له یو شمېر افغان سېکانو سره هم وکتل او ویې ویل چې د 'مولټي پل' ویزو یا هغو ویزو چې په وسیله یې څو ځلې یوه هېواد ته تګ راتګ کېدای شي، افغانانو ته لاره هواره شوې چې خپل هېواد ته لاړ شي او خپل جادیدادونه ترلاسه کړي.

هند د افغانستان د جمهوري حکومت په مهال د افغانستان یو له څو مهمو مالي ملاتړ کوونکو څخه و.

په هرات کې سلما بند چې د هند په مالي مرسته د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې جوړ او ګټنې اخیستنې ته وسپارل شو.
په هرات کې سلما بند چې د هند په مالي مرسته د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې جوړ او ګټنې اخیستنې ته وسپارل شو.

دې هېواد له افغانستان سره په بېلابېلو انکشافي برخو کې شاوخوا ۴ میلیارد ډالره مرسته وکړه.

د سلما بند او د افغانستان د ملي شورا د ودانۍ په شمول ګڼې لویې او وړې پروژې د هند په مرسته ورغېدې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG