د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۷

طالبانو نوې ډېلي کې د خپل سفير معرفي کېدو ادعا کړې؛ هند کې افغان سفارت‌يې ردوي


په نوې ډېلي کې د افغانستان سفارت
په نوې ډېلي کې د افغانستان سفارت

په هند کې د افغانستان سفارت وايي، د طالبانو اوسنی رژیم په رسمیت نه‌پېژني او ترڅنګ یې هغه ادعاوې په کلکه ردوي چې ګوندې دا سفارت د طالبانو استازي ته سپارل شوی دی.

په هند کې د افغانستان سفارت ته د طالبانو د حکومت له‌خوا د نوي شارژدافیر د ټاکلو په اړه تر ضد او نقیض څرګندونو وروسته، دې سفارت په یوه اعلاميه کې رسمي غبرګون ښودلی.

دا اعلامیه چې په هند کې د افغانستان سفارت نن ازادي راډیو ته رالېږلې په‌کې لیکل شوي، دوی د هغه شخص ادعاوې په کلکه ردوي چې وايي، د طالبانو په امر یې په نوي ډهلي کې د ماموریت مشري پر غاړه اخيستې ده.

په دې اعلامیه کې زیاته شوې: "په هند کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت د طالبانو اوسنی رژیم په رسمیت نه‌پېژني او خپلو افغانانو ته خبر ورکوي چې ماموریت په عادي ډول خپل فعالیت ته دوام ورکوي او په هند کې د دوی د ګټو لپاره کار کوي."

که څه هم په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهېل شاهین نن سهار ازادي راډیو ته رالېږلې پیغام کې ادعا وکړه چې: «قادرشاه چې هلته یې سفارت کې کار کاوه، د اوس لپاره شارژدافیر ټاکل شوی»، خو په نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت خپله اعلامیه کې پرته له دې چې د چا نوم ذکر کړي لیکلي، هغه کس چې ادعا کوي د سفارت لپاره نوی شارژدافیر ټاکل شوی، د نا سمو معلوماتو په خپرولو او تر خوا یې د طالبانو رژیم کمپاین چلوونکی دی.

ازادي راډیو له قادرشاه سره هم اړیکه ونیوه، خو هغه له پرله‌پسې اړیکو وروسته هم اړیکه ځواب نه‌کړه.

قادرشاه د جمهوري نظام پر مهال د ملي امنیت شورا ویاند هم پاتې شوی دی.

په نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت درې نور مکتبونه هم ازادي راډیو ته رالېږلي چې، په یوه کې یې له دندې د قادرشاه د منفکۍ خبره هم شوې.

دا مکتوب په نوي ډهلي کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزي په لاس‌لیک د ۱۴۰۲ کال د غويي په ۱۸مه نېټه صادر شوی او په‌کې قادرشاه له غیر رسمي او مرموزو کسانو سره په اړیکو نیولو، د اداري او رسمي کارونو او اصولو په سرغړونې تورن شوی او ترې غوښتل شوي چې ژر خپل کارټ او نور وسایل تسلیم کړي.

په دوو نورو مکتبونو کې بیا چې یو یې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د غويي میاشتې په ۵مه لاس‌لیک کړی، په نوي ډهلي کې د افغانستان د سفارت لپاره د قادرشاه د ګمارلو خبره شوې.

بل مکتوب کې بیا چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د بشري سرچینو رئیس لطف‌الله خپلواک لاس‌لیک په‌کې لیدل کېږي، په هند کې د افغانستان د اوسني سفیر فرید ماموندزي د دندې د پای ته رسېدو خبره شوې.

دا مکتوب هم د غويي په ۵مه نېټه لېږل شوی او په‌کې له ښاغلي ماموندزي غوښتل شوي چې افغانستان ته ستون شي.

د هندوستان حکومت بیا رسما په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

له کله چې طالبان واک ته رسېدلي، هیڅ هېواد یې اوسنی رژیم په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

خو د پاکستان، ایران، روسیې، د مرکزي اسیا یو شمېر هېوادونو او په متحده‌عربي اماراتو کې د دوبۍ قونسلګرۍ ته یې خپل استازي لېږلي دي.

XS
SM
MD
LG