د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

افغانستان د ماشومانو لپاره د بدو هېوادونو نوملړ کې راغلی


ارشیف: په کابل کې یو کارګر ماشوم
ارشیف: په کابل کې یو کارګر ماشوم

د ماشومانو د حقونو یو ملاتړي بنسټ افغانستان د ماشومانو لپاره له جنوبي سوډان او چاد وروسته تر ټولو بد هېواد بللی دی.

د ماشومانو د حقونو یو ملاتړي سازمان په خپلې تازه درجه بندۍ کې افغانستان د هغو درېیو هېوادونو په نوم‌لړ کې ځای کړی چې د ماشومانو لپاره تر ټولو ناوړه ځایونه دي.

د دې سازمان درجه بندي چې پرون خپره شوې، افغانستان له جنوبي سوډان او چاد وروسته د ۱۹۳ هېوادونو په نوملړ کې په ۱۹۱یم نمبر راوستی.

د ماشومانو د حقونو ملاتړي سازمان یا KidsRights سازمان، خپله درجه بندي په هر هېواد کې د ماشومانو لپاره د ژوند، زده‌کړې، روغتیا، ساتنې او حقوقي چاپېریال په برخو کې چمتو شوي شرایطو ته په کتو کړې او بیا یې هر یو شاخص ته جلا جلا نومرې ورکړي چې، افغانستان په کې تر ټولو کمې نومرې اخيستي.

کیډز رایټس سازمان په افغانستان کې د طالبانو له‌‌خوا په افغان نجونو د زده‌کړو بندیز ته اشاره کړې او لیکي، تعلیم د هر ماشوم بنسټیز حق دی او ښوونې او روزنې ته د نجونو له لاسرسي څخه انکار؛ نه یوازې د دوی د تعلیمي امکاناتو، بلکې په ټولو برخو کې د هغوی د هر اړخیز پرمختګ، حقونو او خوندیتوب په اړه رښتینې اندېښنې را پورته کوي.

د کابل ښار په یوه څنډه کې کارګر ماشومان. 01 June 2023.
د کابل ښار په یوه څنډه کې کارګر ماشومان. 01 June 2023.

د دې سازمان له قوله، د طالبانو له‌خوا د افغان نجونو پر زده‌کړو له بندیز وروسته، داسې قوي نښې شته چې ښيي دې کار لا د مخه په افغانستان کې د ماشومانو د ودونو او د ماشومانو د کار کولو کچه لوړه کړې ده.

د کیډز رایټس سازمان، دا هم ویلي چې، د طالبانو دې بندیزونو هغه پرمختګونه هم له‌منځه وړي چې وړاندې تر لاسه شوي وو.

د دې سازمان مشر مارک دولارټ وايي، پر حکومتونو یې غږ کړی چې د ماشومانو د ښې راتلونکې لپاره پر هغوی پانګونې او هڅو تمرکز وکړي.

هغه د افغانستان په اړه ویلي، په دې هېواد کې زده‌کړو، د واکسین ټېټې کچې، بشري وضعیت او نورو ته په کتو ته اړتیا ده چې سمدستي اقدام وشي او ماشومان له دې ناورین وویستل شي.

په ورته وخت کې د ټولنیزو حقوقو یو شمېر کارپوهان د افغان ماشومانو برخلیک ته اندېښمن دي.

د ټولنیزو حقوقو کارپوه ماهر مومند ازادي راډیو ته وويل: "دوی کله چې ښوونځي ته نه پرېښودل کېږي، زده‌کړې خو یې اغېزمنه کېږي، تر څنګ یې د دوی فکر وده او علمي وده متاثره کېږي. روحي مسایل ورته پیدا کېږي او موږ دا هم وینوو، له کله چې طالبان واک ته راغلي او د افغانانو اقتصاد خراب شوی، په ماشومانو کې د هغو کچه چې خیر ټولوي، سپند کوي او فامیلونو اقتصاد یې خراب دی، زیاته شوې ده."

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:45 0:00

د کیډز رایټس سازمان، په درجه بندۍ کې سوېډن، فنلنډ، ایسلنډ په نړۍ کې د ماشومانو لپاره غوره هېوادونه ګڼل شوي دي، خو اوکراین بیا د جګړې له امله هغه هېواد بلل شوی چې ډېر ماشومان په کې په لوږه او بې‌وزلۍ کې ژوند کوي.

د کیډز رایټس سازمان، چې یو غیر دولتي موسسه ده او د ماشومانو د حقونو وکالت کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG