افغانستان
امريکا ته کډه شوی شپږ کلن افغان ماشوم په یوه نظارت خونه کې مړ شوی
امریکايي رسنیو له هغې ډلې 'سي بي ايس' دا خبره د امریکايي چارواکو په حواله راپور کړې.
د امریکا د روغتیا او بشري خدمتونو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا افغان ماشوم له یو ډول سختې رواني ناروغۍ کړېده.
دا امریکا ته د کډه شویو افغان ماشومانو له ډلې درېیم کس و چې سږ کال مړ شوی.
سلګونه داسې بې سرپرسته ماشومان له دې چې له خپلو کورنیو لرې دي د امریکا د روغتیا او بشري خدمتونو د وزارت په نظارت خانو یا هستوګنځایونو کې دېره کړای شوي.
د امریکايي رسنیو د راپورونو په اساس نږدې یو نیم زر افغان ماشومان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د امریکا له خوا له افغانستانه د تخلیې د عملیاتو پر مهال ایستل شوي.
له دې ډلې زیات شمېر ځینې له خپلو خپلوانو او تمویلونکو کورنیو سره اوسېږي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
راتلونکې اوونۍ د افغانستان په سړو سيموکې د ښوونځيو کلنۍ ازموينې پيليږي
د طالبانو د پوهنې وزارت اعلان وکړ، چې د راتلونکې اوونۍ د شنبې په ورځ به د افغانستان په سړو ولایتونو کې د ښوونځیو کلنۍ ازموینې پیل شي.
دغه وزارت نن یکشنبه په یوه بیان کې وویل چې، له لومړي څخه تر درېیم ټولګي پورې کلنۍ ازموینې به د لړم یا عقرب له ۲۶مې تر ۳۰مې نېټې اخیستل کېږي.
د بیان لهمخې له څلورم ټولګي څخه تر دوولسم ټولګي پورې کلنۍ ازموینې به لیندۍ یا قوس پر لومړۍ نېټه پیل او د لیندۍ تر ۱۵مې دوام وکړي.
طالبانو لا هم له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز نهدی لیرې کړی.
څه باندې درې کاله تېر شول چې طالبانو په افغانستان کې د نجونو منځني او عالي ښوونځي تړلي دي.
طالبانو نجونې د پوهنتون له زدهکړو هم منع کړي دي.
طالبانو په اذربايجان کې د اقليمي بدلون کنفرانس کې د خپل پلاوي د ګډون خبر ورکړی
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي، د طالبانو یو پلاوی به د اذربایجان په پلازمېنه کې د ملګروملتونو په کوربه توب د اقلیمي بدلون په کنفرانس کې ګډون وکړي.
عبدالقهار بلخي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، د طالبانو پلاوی به پهدې غونډه کې چې د دوشنبې په ورځ په باکو کې پیلېږي، ګډون وکړي.
د اژانس د هغه راپور لهمخې چې د شنبې په ورځ خپور شو، دا لا څرګنده نهده چې د طالبانو پلاوی به په کومه کچه ګډون وکړي.
افغانستان د اقلیم د بدلون په وړاندې شپږم زیانګالی هېواد دی.
طالبان تر دې مخکې په مصر او متحده عرب اماراتو کې د ملګروملتونو په نوښت د اقلیمي بدلون غونډو ته نه وو وربلل شوي.
د فرانسې خبري اژانس د سرچینو په حواله ویلي، چې د طالبانو یو پلاوی به د باکو په غونډه کې د څارونکي په توګه ګډون وکړي.
تر اوسه هيڅ هېواد د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نهدی پېژندلی، خو اذربایجان یو له هغو څو هېوادونو څخه دی، چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري.
اذربایجان د روان کال په فبرورۍ کې په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانيست.
طالبان: تر ۳۰۰ ډېر افغان کډوال له ترکيې ايستل شوي او افغانستان ته ستانه شوي
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تر ۳۰۰ ډېر افغان کډوال له ترکیې څخه ایستل شوي او بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
دغه وزارت نن یکشنبه پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې، ۳۲۵ افغان کډوال د جمعې او شنبې په ورځو (د لړم پر ۱۸مه او ۱۹مه) له استانبول څخه ایستل شوي او د هوا له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.
وړاندې ویل شوي، چې ځینو افغانانو قانوني اسناد هم لرل، خو ځینې بېاسناده وو.
ترکیې په وروستیو میاشتو کې د بېاسنادو مهاجرو د اخراج لړۍ چټکه کړې ده.
د راپورونو لهمخې د ترکیې پولیسو په وږي/ سنبلې میاشت کې شا و خوا ۶۰۰ افغان کډوال له نیول کېدو وروسته په استانبول کې د اخراج مرکزونو ته انتقال کړل.
افغانستان د لومړي ځل لپاره د تیکواندو له آیټيايف جام څخه د سپینو زرو مډال ترلاسه کړ
د افغانستان د سپورت او بدني روزنې ریاست پرون په یوه بیان کې وویل چې، د تیکواندو د آیټياف د نړیوال جام لوبې پرون پای ته ورسېدې.
په بيان کې راغلي، پهدې لوبو کې افغان لوبغاړي امیرعليزاده په ۵۹ کیلوګرامه وزن کې د سپینو زرو د مډال او د نړۍ د نایب اتل د مقام په ګټلو بریالی شو.
پهدې لوبو کې چې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکنډ کې ترسره شوې، د نړۍ د ۲۰ هېوادونو لوبغاړو برخه اخیستې وه.
په يادو سیالیو کې بل افغان لوبغاړي رحمتالله حبیبي هم ګډون کړی و، خو د مډال په ګټلو بریالی نهشو.
کرکټ؛ سبا د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ پایلوبه ترسره کېږي
ټاکل شوې چې د افغانستان او بنګلهدېش د کرکټ ملي لوبډلې سبا دوشنبې، په خپلو کې د درېیو، یو ورځنیو لوبو په وروستۍ سیالي کې سره مخامخ شي.
د دې لوبې ګټونکی به د ټول سیریز ګټونکی هم وي.
د سبا ورځې لوبه به هم د متحده عربي اماراتو د شارجې په لوبغالي کې وي او د پلان لهمخې د کابل په وخت د ماسپښین په دوه نیمو بجو به پیل شي.
د افغانستان او بنګلهدېش د لوبلړۍ لومړۍ لوبه افغانستان د چهارشنبې په ورځ د ۹۲ منډو په توپیر وګټله، خو په دوهمه لوبه کې پرون بنګلهدېش افغانستان ته د ۶۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
افغانستان د راروانې ډسمبر میاشتې په ۱۱مه له زیمبابوې سره هم د لوبو یوه لړۍ پیلوي چې درې شل اووریزې، درې یو ورځنۍ او دوه ټېسټ لوبې پهکې شاملې دي.
دا لوبلړۍ به د راروان ۲۰۲۵ کال د جنوري تر ۶مې پورې دوام وکړي.
ملاله يوسفزۍ: نړیوال باید د افغان ښځو د حقونو لپاره د هغوی ترڅنګ ودرېږي
د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې او د نجونو د تعلیم د حق فعاله ملاله یوسفزۍ وايي چې، نړیوال باید د افغان ښځو د حقونو لپاره د هغوی ترڅنګ ودرېږي.
ملالې یوسفزۍ پرون له سکای نیوز چینل سره په مرکه کې وویل، دې له نړیوالو قوانینو سره سم په افغانستان کې د ښځو د حقونو د سیستماتیک خونديتوب لپاره هڅې پیل کړې دي.
ملاله وايي، داسې رهبرانو ته اړتیا ده چې د افغان نجونو او ښځو د حقونو لپاره هڅه وکړي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دا څووم ځل دی چې ملاله د افغان ښځو په ملاتړ غږ اوچتوي.
طالبانو په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې پر ښځو د محدودیتونو کړۍ راتنګه کړې او پهدې ترڅ کې یې د نجونو پر ثانوي او لوړو زدهکړو بندیزونه اعلان کړي دي.
د طالبانو د امربالمعروف او نهي عنالمنکر په هغه نوي قانون کې چې په تېره اګست میاشت کې نافذ شو، په ټولنه کې د ښځو د چلند پر څرنګوالي هم پراخ محدودیتونه وضع شوي دي.
نن او سبا د هېواد په يوشمېر سينديزو حوزو کې د اوبو د کچې د لوړېدو او سېلابونو اټکل شوی
د هېواد د هواپېژندنې ادارې نن او سبا دوشنبې د هېواد په یوشمېر سیندیزو حوزو کې د اوبو د کچې د لوړېدو او د سېلونو د راوتلو اټکل کړی دی.
د اوبو او انرژۍ وزارت پرون پر خپله ایکسپاڼه د هواپېژندنې ادارې په حواله خبر ورکړ چې، د لړم په ۲۰مه او ۲۱مه د سمنګان، مزارشریف، بغلان، کندز، تالقان او بدخشان په سیندیزو حوزو کې د بارانونو او د واورو د ویلي کېدو له کبله د اوبو د کچې د لوړېدو او سېلونو د راوتلو احتمال شته.
په بیان کې دې سیندونو ته د نژدې سیمو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړل شوی چې، احتیاط وکړي او د کوزنیو سیمو خلک له احتمالي خطرونو خبر کړي.
کرکټ؛ بنګله دېش په دوهمې سیالۍ کې افغانستان ته ماتې ورکړه
د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ دوهمه یو ورځنۍ سیالي د ۶۸ منډو په توپیر د بنګله دېش په ګټه تمامه شوه.
دغه سیالي چې د شنبې په ورځ د کابل پر وخت ماسپښین په شارجه لوبغالي کې پیل شوې وه، بنګله دېش یې پچه وګټله او توپوهنه یې وکړه.
د بنګله دېش په توپوهونکو کې نجمل حسین شانټو ۷۶، ذاکرعلي ۳۷ ناسوځېدلې او سومیا سرکار ۳۵ منډې وکړې.
د افغان توپ اچونکو په ډله کې دا ځل ننګیالي خروټي ۳، الله محمد غضنفر او راشدخان دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول.
افغان لوبډلې د هدف په دوام ۱۸۴ منډې وکړې، ۴۳.۳ اورونه یې ولوبول او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.
مخکښ منډه جوړونکی رحمت شاه و چې ۵۲ منډې یې وکړې.
بنګله دېش ته ناسوم احمد ۳ لوبغاړي وسوځول.
د دې لوبلړۍ لومړۍ لوبه افغانستان ګټلې ده.
د ویلو ده چې درېیمه سیالي به د نومبر په ۱۱مه نېټه ترسره شي.
د طالبانو حکومت د کوټې د اورګاډي په تمځای کې شوې چاودنه وغندله
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ وویل چې دوی د بلوچستان د کوټې ښار د اورګاډي په تمځای کې شوې چاودنه غندي او په چاودنه کې د وژلو شویو کسانو کورنیو ته تسليت وايي.
د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې د رېلګاډو په یوه تمځای کې د ځانمرګي برید له کبله د وژل شویو شمېر ۲۶ تنو ته لوړ شو.
چارواکو ویلي، په ننني دغه برید کې شاوخوا ۶۲ نور کسان ټپیان شوي دي.
یوه ایالتي چارواکي حمزه شفقت ویلي، حمله داسې وخت وشوه چې نږدې ۱۰۰ کسان رېلګاډي ته په تمه وو چې له کوټې څخه راولپنډۍ ته لاړ شي.
د بلوڅان یوې بېلتونپالې ډلې د بلوچستان د ازادۍ پوځ د دې حملې مسوولیت منلی او په یوه اعلامیه کې یې ویلي چې د پاکستان هغه پوځیان یې په نښه کړي چې د رېلګاډي په تمځای کې راغونډ شوي وو.
په پاکستان کې د پولیسو چارواکي وايي، په وژل شویو کې ۱۴ سرتېري هم شامل دي.
بنګله دېش افغانستان ته د ۲۵۳ منډو هدف ورکړ
د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دوهمه یو ورځنۍ سیالۍ هم پیل شوې چې بنګله دېش د خپلې توپوهنې پاڼۍ بشپړه کړه او ۲۵۲ منډې یې وکړې.
دغه سیالي چې نن شنبه د کابل پر وخت ماسپښین په شارجه لوبغالي کې پیل شوې ده، بنګله دېش یې پچه وګټله او توپوهنه یې وکړه.
د بنګله دېش په توپوهونکو کې نجمل حسین شانټو ۷۶، ذاکرعلي ۳۷ ناسوځېدلې او سومیا سرکار ۳۵ منډې وکړې.
د افغان توپ اچونکو په ډله کې دا ځل ننګیالي خروټي ۳، الله محمد غضنفر او راشدخان دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول.
افغان لوبډله په څو شېبو کې د خپلې توپوهنې پاڼۍ پیل کړي.
د ویلو ده چې د دې لوبلړۍ لومړۍ لوبه افغانستان ګټلې ده.