د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۸

يونېسف په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو د شمېر پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې


ارشیف: د کابل یوه څنډه کې د خښتو یوه بټۍ کې کارګر ماشومان
ارشیف: د کابل یوه څنډه کې د خښتو یوه بټۍ کې کارګر ماشومان

د یونېسف افغانستان څانګې د یوه ویډیويي پيغام په خپرولو سره د کارګرو ماشومانو پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده.

په دغه ویډیويي پيغام کې ښکاره کېږي چې څو وړې نجونې د خښتو په بټۍ کې درانه کارونه کوي.

یونېسف وایي، د همدغسې ماشومانو شمېر په وروستیو څو میاشتو کې زیات شوی او دا د ماشومانو لپاره یوه لویه غمیزه ده.

د یونېسف افغانستان څانګې د ماشومانو د خوندیتوب د برخې مسوول صفي الله امرخیل په یوه ویډیويي پيغام کې ویلي: "د ماشومانو کار په افغانستان کې یوه جدي اندېښنه ده. وروستۍ ارزونې ښيي چې له هرو پنځو ماشومانو یو یې کار کوي. له دې ډلې ۲۲ فیصده یې په درنو کارونو بوخت دي. په هېواد کې د کارګرو ماشومانو شمېر له وروستیو سیاسي بدلونو را په دې خوا زیات شوی. یو لوی شمېر ماشومان په درنو کارونو بوخت دي او دا د ماشومانو لپاره یوه لویه غمیزه ده."

یونېسف وایي، افغان ماشومان د کورنیو مهاجرتونو، له خپلو میندو او پلرونو له جلاوالي، د ناچاودو مهماتو د چاودنې له امله له ټپونو او له ښوونځیو له محرومیته کړېږي.

ګڼ دا افغان ماشومان د خپلو کورنیو د نفقې د ګټلو لپاره په سړکونو باندې کراچۍ چلوي، د خښتو په بټيو کې کار کوي یا زړې وسپنې یا پلاستیکونه ټولوي.

دولس کلن جمشید ته د خپل پلار له مرګه وروسته د کورنۍ مسوولیت ور په غاړه دی.

هغه وايي: "هېڅ کاروبار نه‌شته. همدومره کېږي چې د یو څو ډوډیو پیسې وګټو. که چاته ورشو چې بوټان دې رنګ کړو څلوېښت رقمه ناز راباندې کوي او له کاره مو زړه توروي."

ارشیف: د کابل په یوه څنډه کې کارګر ماشومان
ارشیف: د کابل په یوه څنډه کې کارګر ماشومان

تېرو کلونو کې د کارګرانو ملي ټولنې ویلي وو چې شاوخوا درې میلیونه او اووه لکه افغان ماشومان کار کوي.

د کار نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د رپوټونو په اساس په نړۍ کې ۱۶۰ میلیونه ماشومان کار کوي. له دې ډلې نږدې اتیا میلیونه په درنو کارونو باندې بوخت دي.

د ماشومانو د ملاتړ موسسې سیف دې چلدرن ویلي په غیردولتي موسسو کې د طالبانو له‌خوا د ښځو پر کار بندیز د دې لامل شوی چې د کارګرو ماشومانو شمېر لا پسې زیات شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG