د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۶

د بخښنې نړیوال سازمان: پاکستان دې د افغان کډوالو نیونه او ځورونه ودروي


په پاکستان کې نیول شوي افغان کډوال. July 2022
په پاکستان کې نیول شوي افغان کډوال. July 2022

د بخښنې نړیوال سازمان د پاکستان په حکومت غږ کړی چې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د نیولو او ځورولو لړۍ دې ودروي.

په پاکستان هغه افغان پناه غوښتونکي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته دې هېواد ته ورغلي، وايي، په وروستیو دوو اوونیو کې یو ځل بیا په دې هېواد کې د پاکستاني پولیسو له لوري د افغانانو د نیولو لړۍ پیل شوې ده.

په پاکستان کې یوه افغان پناه غوښتونکې ویدا عمري ادعا کوي چې پولیس یې کور ته د افغانانو د نیولو په خاطر ورغلي او دا اړ شوې چې د پولیسو له سترګو د پناه کېدو په خاطر له کوره ووځي او په سره لمر کې د خپلو اولادونو سره کوڅه په کوڅه وګرځي.

عمري ازادي راډيو ته وویل: "ما د پاکستان ویزې ته اپلای کړی، د اپلای شمېره مې هم شته. پاکستان ته هم قانوني راغلې یم، د یو این ایچ سي آر UNHCR پاڼه هم لرم، خو بیا هم دوی دې شیانو ته نه ګوري. د خپل اپارتمان لاندې مې چې ور وکتل، افغانان یې نیول، ډېره وارخطا شوم او خپل ماشومان مې په هغه وضعېت کې له کوره وویستل، کوڅه په کوڅه په سره لمر کې له نورو افغانانو سره وګرځېدم، چې له هغه وروسته مې اولادونه ناروغان شول او په وجود یې بخار راوخوت."

اغلې عمري وايي، سره له دې چې دې او ډېرو نورو افغان پناه غوښتونکو د ویزو د تمدید لپاره هڅه کړې، خو د پاکستان حکومت یې ویزې نه تمدیدوي.

په پاکستان کې یو بل افغان پناه غوښتونکی عبدالروف قاضي زاده هم وايي، افغان کډوال مخکې هم په پاکستان کې له ډېرو نورو ستونزو هم وو او اوس چې د پولیسو له لوري نیول کېږي، د دوی ستونزې یې لا نور هم ډېرې کړې دي.

قاضي زاده وویل: "له څه باندې دوو اوونیو راهیسې د پاکستان په مختلفو ښارونو کې افغان پناه غوښتونکي له سختو شرایطو سره مخ دي. پاکستاني پولیسو په مختلفو بهانو افغانان نیسي. موږ دلته مخکې هم ډېرې اقتصادي ستونزې، بې‌کاري، د تعلیمي خدماتو نشتوالی او نورې ستونزې درلودې، خو دې نوې ستونزې ډېر زیات اندېښمن کړي یوو."

افغان کډوال داسې مهال د پاکستاني پولیسو له ناوړه چلند څخه شکایت کوي چې د بخښنې نړیوال سازمان نن د جون په شلمه د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې په دې هېواد کې د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو لړۍ ودروي.

د دې سازمان په وینا، هغه افغان کډوال او پناه غوښتونکي د پاکستاني حکومت له لوري نیول کېږي چې د طالبانو له وېرې دې هېواد ته ورغلي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا یوې مسوولې دینوشیکا دیسانایک د افغانانو وضعیت ته د نړیوالو په نه پاملرنې ژوره اندیښنه ښودلې ده.

سره له دې چې پاکستاني چارواکو تر دې وړاندې ویلي وو، له هغو کسانو سره به قانوني چلند وکړي چې د سفر اسناد نه لري، خو په وروستیو کې پاکستان ته تللي پناه غوښتونکي بیا وايي، دوی په قانوني توګه دې هېواد ته ورغلي او سره له دې چې د ویزو په تمدید سره هڅه کوي چې په قانوني توګه په دې هېواد کې اوسېدولو ته دوام ورکړي، خو وايي د پاکستان حکومت یې ویزې نه تمدیدوي او په دې ډول په دې هېواد کې د دوی اوسېدل غیرقانوني کوي.

میلیونه افغانان د وروستیو څو لسیزو جګړو د نړۍ مختلفو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان او ایران ته کډوال کړل چې د طالبانو له بیاځلې واکمنېدو سره د کډوالۍ څپې یو ځل بیا زور واخیست او زرګونه افغانان د امنیتي ګواښونو، اقتصادي ستونزو، د خپلو اولادونو د زده کړو او نورو مختلفو دلایلو له امله له خپل هېواد څخه ووتل او لا هم دا لړۍ روانه ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG