د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۷

د سره صلیب کمېټه: هره میاشت زرګونه افغان معلولينو ته خدمات وړاندې کوو


ارشیف: په کابل کې د معلولیت لرونکو کسانو د درملنې مرکز چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لوري اداره کېږي.
ارشیف: په کابل کې د معلولیت لرونکو کسانو د درملنې مرکز چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لوري اداره کېږي.

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، هره میاشت زرګونو معلولیت لرونکو کسانو ته خدمات وړاندې کوي.

نبي الله وايي، د ماین چاودنې یې غبرګې سترګې ړندې کړي، اته کسیزه کورنۍ ورترغاړې ده، چې اوس د ګټې وټې هېڅوک نه لري.

د کونړ دغه اوسېدونکی له اوسنیو واکمنو غواړي چې تر وسه یې لاسنیوی وکړي.

نوموړی وايي: "له ډېرو ستونزو سره مخامخ یو. بچي مو واړه دي، د مزدورۍ هم نه یو. په ډېرو ستونزو کې یو. له رییس الوزرا او ټولو وزارتونو، بیا خصوصاً له شهیدانو او معلولینو چارو وزارت نه غواړو چې زموږ معاش راکړل شي."

سفر محمد صابر وايي، په یوه پښه معلول دی او په افغانستان کې دا مهال ورته د کار زمینه برابره نه ده.

محمد صابر وايي: "په ښي پښه معلول یم. ستونزې دا دي چې د معلول لپاره کارونه نه شته. باید دوی ته مناسب کارونه لکه خیاطي، ګلدوزي او موبایل جوړولو غوندې کارونه ورته برابر شي، چې معلول په خپله کار هم زده کړي او خپلو بچو ته نفقه هم برابره کړي. موسسې هم باید لومړیتوب معلولیت لرونکو ته ورکړي."

ارشیف: په کندهار کې معلول کسان
ارشیف: په کندهار کې معلول کسان

د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویلي، دوی تر اوسه ۱۹۰زره معلولیت لرونکي کسان، ۸۰زره کونډې او ۳۵۰زره یتیمان راجسټر کړي او د هغوی د ستونزو د حل لپاره یې خپل مشرتابه ته یوه طرحه سپارلې ده.

دغه وزارت تېره اوونۍ تر څلور میاشتني ځنډ وروسته د معلولیت لرونکو، یتیمانو، شهیدانو او کونډو د ثبت د لړۍ د بیا پیل خبر ورکړ او ویې ویل غواړي مستحق کسان له ثبت پاتې نه شي.

د معلولیت لرونکو تر څنګ د شهیدانو د کورنیو غړي وايي، له میاشتو یې خپل ټاکلي معاشونه نه دي اخیستي.

د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویاند د معلولیت لرونکو او د شهیدانو د کورنیو دروانو ستونزو او د معاشونو د ځنډ په باب زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

په هرات کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د ارتوپیدیک مرکز مخې ته د معلولینو انځور
په هرات کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د ارتوپیدیک مرکز مخې ته د معلولینو انځور

خو د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، دوی په افغانستان کې هره ورځ له زرګونو معلولیت لرونکو کسانو سره مرسته کوي.

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویاند پروېز احمد فیضي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "د سره صلیب نړیواله کمېټه په ټول افغانستان کې د معلولانو د توانمندۍ ۷ مرکزونه لري. موږ په اوسط ډول هره میاشت ۱۳زره معلولیت لرونکو کسانو ته د توانمندۍ خدمات وړاندې کوو. زموږ په دغو اووه مرکزونو کې تېر کال څه باندې دوه سوه زره کسان له دغو خدماتو برخمن شوي دي. دغه راز څه باندې ۳۲زره کسانو ته د بدن مصنوعي غړي تولید او برابر شوي دي."

په تېرو څو لسیزو کې د جګړو او نورو ناخوالو له کبله په سلګونو زره کسان معلول شوي، چې ځینو ته یې په تېرو حکومتونو کې ټاکلې اندازه معاش ورکول کېده.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې یا اوچا په تېره ډسمبر میاشت کې ویلي وو، چې د افغانستان د وګړو ۱۵ فیصده یې معلولیت لرونکي دي، مخکې دغه فیصدي ۱۳ ښوول کېدله.

د اسیا بنسټ په یوه ارزونه کې ویل شوي وو، چې په افغانستان کې د معلولیت لرونکو کسانو شمېر څلورنیم ملیونو ته رسېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG