د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۸

په کابل کې د بدن د مصنوعي غړو جوړولو مرکز پرانیستل شو


نن سې شنبې په هغې پرانیست غونډه کې چې په کابل کې په لاره اچول شوې د هندوستان د جیپور د مصنوعي غړو د جوړولو د موسسې په مرسته،افغان معلولینو ته د مصنوعي غړو د جوړولو یو انستېتیوت پرانیستل شو.

له نوموړي انستېتیوت سره به د هندوستان د جېپور د مصنوعي غړو د جوړولو موسسه تخنیکی مرستې وکړي.

سره له دې چې په افغانستانکې د معلولینو ستونزه له پخوا راهیسې روانه او هره ورځ په جنګونو او طبیعي پېښو کې د دوی شمېر زیاتېږي خو د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکي وايي؛ په کابل کې به د معلولینو لپاره د بدن د مصنوعي غړو د جوړولو انستېتیوت په دغې برخه کې شته ستونزې راکمې کړي.

د کار اوټولنیزو چارو وزارت مرستیالې جمیلې افغان د یاد انستېتیوت د پرانیستلو پرمهال وویل: "دا انستېتیوت چې نن فعالېږي، هیله ده په راتلونکي کې نور هم پراخ شي او د ذهني، بینايي او نه اورېدلو په برخو کې هم معلولینو ته خدمتونه وړاندې کړي. او هڅه کوو چې په انستېتیوت کې د څېړنې یوه څانګه هم فعاله شي."

په ورته وخت کې، د کار او ټولنیزو چارو د وزارت چارواکو وویل؛ د یوه تفاهم لیک له مخې چې د دغه وزارت او د هندوستان د جیپور د مصنوعي غړو د جوړولو د موسسې ترمینځ لاسلیک شوی، د جیپور موسسه به په کابل او هندوستان کې د دغه انستېتیوت متخصصین وروزي او هم به له انستېتیوت سره د اړوندو موادو او ماشینونو مرسته وکړي.

د دې تر څنګ د هندوستان د جیپور د مصنوعي غړو د جوړولو د موسسې مشر ډاکتر مهتا وویل، هڅه کوي چې دا انستیتیوت د تخنیکي وسایلو او مسلکي پرسونل له پلوه د دې جوګه کړي چې په هېواد کې دننه د معلولینو ستونزې هوارې کړي.

هغه په دې اړه څرګنده کړه: "موږ پخوا تردې پنځه کمپونه په کابل او نورو ښارونو کې لرل چې څو زره مصنوعي غړي مو په کې جوړ کړي، او د دې انستېتیوت سره به په وړیا توګه د نوې تکنالوژۍ، مسلکي پرسونل د روزلو او د مصنوعي غړو د موادو مرسته وکړو. او په پام کې ده چې هرکال زرو معلولینو ته مصنوعي غړي تیارکړو."

راپورونه وايي چې په افغانستان کې د څه کم څلوېښت کلن جنګ په دوران کې څه باندې یو میلیون کسان معلول شوي او څرنګه چې ناامني په کې اوس هم روانه ده، هره ورځ په کې د معلولینو شمېر مخ پر زیاتېدو دی.

په دې اړه ویل کېږي چې افغان حکومت او بهرنۍ موسسې نه دي توانېدلی چېدغو ټولو معلولینو ته مصنوعي غړي برابر کړي.

خو افغان معلولین د دغه مرکز له جوړولو څخه خوښي څرګندوي او غوښتنه کوي چې دغه ډول مرکزونه دې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم جوړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې هر کال په زرګونو معلولین هڅه کوي چې ګاونډویو هېوادونو ته لاړ شي او ځانونو ته مصنوعي لاسونه او پښې جوړې کړي.

کارپوهان وايي د هېواد په روانو جګړو کې، د ماینونو په چاودنو او طبیعي پېښو کې اوس هم خلک معلولېږي او حکومت ته په کار ده چې د روانو ستونزو هوارولو ته د بهرنیو موسسو مرستې جلب کړي.

راپور - خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG