د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۰

يو شمېر معلولين: د طالبانو له بيا واکمنېدو راهيسې مو معاش نه‌دی ترلاسه کړی


آرشیف:په غزني کې معلولين
آرشیف:په غزني کې معلولين

په افغانستان کې یو شمېر معلولین وايي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته يې له نږدې دوو کلونو راهیسې معاش نه‌دی ترلاسه کړی.

د پخواني جمهوري حکومت د دفاع وزارت یو افسر چې په جګړو کې یې دواړه پښې پرې شوي دي، ادعا کوي چې د طالبانو د حکومت د دوهم ځل واکمنۍ له پیل راهیسې يې د شهيدانو او معلولينو له وزارت څخه کلنی معاش نه‌دى ترلاسه کړى.

"زه پخپله د ملي دفاع وزارت له پخوانیو افسرانو څخه یم، خپلې دواړه پښې مې له لاسه ورکړې دي.

هغه چې نه‌غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "زه پخپله د ملي دفاع وزارت له پخوانیو افسرانو څخه یم، خپلې دواړه پښې مې له لاسه ورکړې دي. او زما یو ورور چې په نظم عامه کې افسر و، په هلمند کې شهید شو، څلور اولادونه لري، د طالبانو د واکمنۍ له پیله تر ننه پورې موږ خپل معاشونه نه‌دی اخیستی، یوازې ما نه، بلکې ٩٠ سلنه شهيدانو او معلولينو خپل معاش نه‌دی اخیستی، یوازې لس سلنو به اخیستی وي."

د دفاع وزارت دغه پخوانی افسر ادعا کوي، چې طالبان هغو معلولینو ته چې له دوی سره په جګړه کې وو، په منظم ډول معاش ورکوي.

آرشیف: افغان معلول
آرشیف: افغان معلول

شیر علم د مرکزي بغلان ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې په ۱۳۹۲ کال کې یې د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې د ماین له امله خپلې پښې له لاسه ورکړي.

هغه چې د ۸ ماشومانو پلار دی، ازادي راډيو ته یې وویل، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د معلولینو عاید کم شوی دی.

نوموړی وايي: "په جمهوریت نظام کې به مو یو څه معاش ترلاسه کاوه، ۱۰۰ زره یا هم ۱۲۰ زره مو معاش و. خو له هغه وخت نه چې امارت راغلی، زموږ معاشونه یې قطع کړي دي. زما پښه نه‌شته، د ژوند وضعیت مې ډېر خراب دی. معاشونه مو د کال ۳۵ زرو ته را ټیټ شوي دي، هغه مو هم لا نه‌دي ترلاسه کړي. ژوند ډېر سخت شوی، اوه اته کسه په کورنۍ کې لرو."

ومو غوښتل، د معلولينو اوشهيدانو د ورثې د دغو اندېښنو او شکايتونو په اړه د طالبانو حکومت د شهيدانو او معلولينو د وزارت نظر هم ترلاسه کړو، خو د دغه وزارت وياند مفتي فيصل د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر يا OCHA، تېر کال د زمري په میاشت کې یو راپور خپور کړ او ویې ویل، د افغانستان نږدې ۱۵ سلنه نفوس معلولین دي.

اوچا زياته کړې وه چې، په افغانستان کې د یو نیم لکو معلولينو په ګډون، د شهيدانو او معلولينو نيم ميليون کورنۍ ثبت دي او معلولين په دغه هېواد کې له ناوړه اقتصادي وضعيت سره مخ دي.

یاد دفتر ټينګار کړی و چې، د دغو کسانو رسېدنې ته باید لومړیتوب ورکړل شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG