د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۶

یو شمېر افغان معلولین: افغان حکومت له پامه غورځولي یوو


په افغانستان کې یو شمېر معلولین دوی ته د حکومت د نه‌پاملرنې له امله شکایت کوي.

نن د ډسمبر درېیمه ده چې د معلولینو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

سره له دې چې هر کال په افغانستان کې د معلولینو د نړیوالې ورځې نمانځنه کېږي، خو افغان معلولین له خپلو بشري حقونو، تعلیمي او روغتیايي خدمتونو، د کار نشتوالي او د اوستوګنې د ځای د نه‌لرلو له امله شکایت کوي.

دوی وايي، له کلونو راهیسې په ستونزمن وضعیت کې دي او حکومت‌یې ستونزو ته هېڅ پاملرنه نه‌ده کړې.

له دې ډلې دوو تنو قاسم او مسعود د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

"دولت هره میاشت موږ ته پنځه زره افغانۍ معاش راکوي، په دې معاش هېڅ هم نه‌کېږي، که دا معاش مو حد اقل ۱۰ زرو ته لوړ شي، نو زه دلته د سړک پر سر کار ته نه اړ کېږم، له سهاره تر ماښامه په همدې یوه پښه ښکته پورته منډې وهم او همدلته کار کوم."

"هغه پنځه زره معاش چې د حکومت له لوري موږ ته راکول کېږي، دا یو کال کېږي چې هغه مې هم نه‌دی اخیستی، ستونزې مو ډېرې دي، نه کور لرم، نه کار او نه اور، در به در ګرځو."

د دوی په خبره، ډېرو معلولینو ته د خپلې کورنۍ نفقه ور په غاړه ده او د سختو کارونو د کولو توان نه‌لري او حکومتي بنسټونو تر اوسه له دوی سره د مرستو او ملاتړ لپاره د پام وړ کار نه‌دی کړی.

افغان معلولین دا هم وايي چې د نورو ستونزو سربېره، هغه څه چې دوی زیات ځوروي، هغه په ټولنه کې یې حقیر شمارل دي.

له دې وړاندې هم یو شمېر معلولینو د حکومت له لوري د معاشونو د نه‌ورکولو له امله په مظاهرو لاس پورې کړی و.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د اساسي قانون په شمول، د معلولینو د حقونو او امتیازاتو قانون په ملي کچه او د معلولینو په برخه کې نړیوال کنوانسیون چې افغانستان‌یې په ۲۰۱۲ میلادي کال کې غړیتوب اخیستی، ټول هغه تقنیني اسناد دي چې په افغانستان کې د معلولینو د حقونو ملاتړ کوي.

د معلولینو د ملاتړ ریاست د معلوماتو پر بنسټ، اوس‌مهال په ټول افغانستان کې درې میلیونه معلولین موجود دي چې ښځې او ماشومان هم په‌کې شامل دي.

د دغه ریاست مسؤلین وايي، هغه کسان چې له ۶۰ سلنې زیات معلولیت لري، په کلني ډول شپږ زره افغانۍ حقوق تر لاسه کوي.

په ورته وخت کې د معلولینو د ملاتړ ادارې مشر لعل‌الدین اریوبي له ازادي راډیو سره په خبرو کې د دغو کسانو ستونزې ومنلې او ویې‌ویل چې د دغو ستونزو د هواري لپاره‌یې قوانین او طرزالعملونه جوړ کړي چې په پلي کېدلو سره به‌یې د معلولینو وضعیت ښه شي.

دی وایي:

"د معلولینو وضعیت په رښتیا هم د اندېښنې وړ دی، معلولیت لرونکي کسان په ښه وضعیت کې نه‌دي، خو دوامدارې هڅې روانې دي او موږ هڅې کوو چې د ټولو حکومتي او غیر حکومتي امکاناتو په کارونې سره د معلولینو د ژوند د ښه‌والي لپاره کار وکړو او د معلولینو ستونزې حل کړو."

په ورته وخت کې د افغانستان د ښځو نړیوالې ټولنې مشره پرېنا جاهد هم په هېواد کې د معلولو ښځو وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وایي، حکومت تر اوسه نه‌دی توانېدلی چې د معلولو ښځو د ژوند د اساسي خدمتونو لپاره کار وکړي.

هغې وویل، حکومت باید د حقوقو، سرپناه او کارموندنې په برخه کې د معلولینو لپاره اقدام وکړي.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG