د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۰

خوست کې چاودنه شوې؛ سرچينې: ښايي د پاکستان بې‌پيلوټه الوتکې بريد کړی وي


ارشیف: په خوست کې د يو وزيرستاني کډوال کور
ارشیف: په خوست کې د يو وزيرستاني کډوال کور

په خوست کې په یوه کور کې چاودنه شوې ده چې د سرچینو په حواله کېدای شي د پاکستان د بې‌پیلوټه الوتکو د میزایل برید وي.

د خوست ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ په بهرام خېلو کلي کې تېره نیمه شپه د یوه دیني عالم په کور کې یوه چاودنه وشوه چې د سرچینو په وینا احتمالاً د پاکستان د ډرون برید به وي.

د پاکستاني طالبانو د تحریک یوه سرچینه وايي، دا چاودنه د بې‌پیلوټه الوتکې یا ډرون د برید پایله وه.

سرچینې د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې په برید کې د وزیرستان اوسېدونکی دیني عالم مفتي فاروق په نښه شوی دی.

په خوست کې ولسي سرچینې هم دا خبره تاییدوي.

په خوست کې د طالبانو امنیتي چارواکي بیا دا احتمال نه ردوي چې دا به د ډرون برید وي، خو د امنیه قوماندانۍ ویاند مستغفر ګربز ازادي راډیو ته وویل چې دوی په دې اړه تحقیقات کوي.

نوموړي وويل: "پېښه سهار تقریباً ۳ بجې د اسماعیل خېلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوې ده، خو تر اوسه معلومه نه‌ده چې علت یې څه دی. ایا ډرون برید دی، په کور کې چاودېدونکي توکي وو او که چا برید پرې کړی. په دې اړه پلټنې روانې دي. په پېښه کې دوه ماشومانې شهیدانې شوي او دوه نور ماشومان- یوه نجلۍ او یو هلک ټپیان دي."

د ګربز په وینا په چاودنه کې مفتي فاروق ته زیان نه‌دی اوښتی.

د سیمې اوسېدونکي وايي مفتي فاروق وزیرستانی کډوال و، چې له اتو کلونو راهیسې یې په دې کلي کې امامت کاوه.

په خوست کې د وزیرستاني کډوالو د کمپ یوه څنډه
په خوست کې د وزیرستاني کډوالو د کمپ یوه څنډه

په ۲۰۱۴ کال کې وروسته له دې چې د پاکستان پوځ په قبایلي سیمو له هغې ډلې په وزیرستانونو کې د ضرب عضب په نوم پوځي عملیات پیل کړل، له یو میلیون ډېر ملکي وګړي له خپلو مېنو وتلو ته اړ شول.

په دې ډله کې زرګونه وزیرستاني کډوال خوست ولایت ته کډه شول او له هغه وخته هلته استوګن دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله د تېرکال په مرغومي میاشت کې ګواښ کړی و، چې که په دې هېواد کې د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي حملې دوام وکړي، نو د پاکستان پوځ به په افغانستان کې د دې ډلې پر پټن‌ځایونو عملیات وکړي، خو د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت په یوه بیان سخت غبرګون وښود ویې ویل چې افغانستان بې څښتنه نه‌دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله

په بیان کې ویل شوي و، چې طالبان د خپل هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ دفاع ته چمتو دي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو په راوروسته موده کې پاکستان په افغانستان کې نورې هوايي حملې هم کړي.

د ۲۰۲۲ کال په اپرېل میاشت کې د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت وویل چې په کابل کې د پاکستان د هغه مهال سفیر منصور احمدخان یې احضار کړی او په خوست او کونړ ولایتونو کې د پاکستاني الوتکو بمباري یې غندلې او د دې ډول پېښو د نه تکرارېدو غوښتنه یې کړې ده.

د خوست په سپېرې او تڼیو ولسوالۍ کې د وزیرستاني کډوالو په دې بمباریو کې د ولسي سرچینو په وینا لږ تر لږه دېرش تنه وژل شوي او له شلو زیات نور کسان ټپیان شوي وو.

همدا راز د کونړ ولایت په شولتن ولسوالۍ کې د پاکستاني الوتکو د بمبارۍ خبر ورکړل شوی و، چې په نتیجه کې یې پنځه ماشومان او یوه ښځه وژل شوي وو.

پاکستاني چارواکو د اوسنیو او پخوانیو حملو د ادعاوو په اړه تر اوسه هېڅ نه‌دي ویلي.

XS
SM
MD
LG