د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۲

له افغانستانه پاکستان ته د قاچاق کېدونکو وسلو نیولو غبرګونونه پارولي


په زابل کې د طالبانو یوې امنیتي سرچینې ازادي راډیو ته ويلي چې دا وسلې پاکستان ته قاچاق کېدې.
په زابل کې د طالبانو یوې امنیتي سرچینې ازادي راډیو ته ويلي چې دا وسلې پاکستان ته قاچاق کېدې.

د طالبانو حکومت د استخباراتو له‌خوا د زابل په شاه‌جوۍ ولسوالۍ کې پاکستان ته د قاچاق کېدونکو وسلو نیولو یو ځل بیا اندېښنې او غبرګونونه را پورته کړي دي.

په زابل ولایت کې د طالبانو حکومت د استخباراتو ریاست خبر ورکړی چې په شاه جوۍ ولسوالۍ کې یې عملیات کړي او په پایله کې یې په ډېر شمېر وسلې او مهمات نیولي دي.

په دې اړه د استخباراتو ریاست اعلامیه چې د دې ولایت د اطلاعاتو و کلتور ریاست د اطلاعاتو امر عبدالحنان جابر نن ازادي راډیو ته رالېږلې په کې لیکل شوي، په دې وسلو کې ۲ امریکايي ایم‌فور ټوپک، ۲۴۳بېلابېل ډوله تفګنچې، ۲ شپني دوربینونه، ۱۸ کلاشینکوف، ۳ لیزر ټوپک، ۲ امریکايي سکیلان، ۱۳ کارمیلان او ۴۷زره ۷۰۰ د کلاشینکوف او کارمېلې مرمۍ شاملې دي.

خو په اعلامیه کې دا نه‌دي لیکل شوي چې په دې تړاو څوک نیول شوی او که نه او دا هم په کې نه دي راغلي چې په دومره زیات شمېر وسلې چېرې قاچاق کېدې؟

خو په زابل کې د طالبانو د حکومت یوې بلې امنیتي سرچینې چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل، دا وسلې په یوې مازدا ډوله موټر کې ځای پر ځای شوې وې او پاکستان ته یې د قاچاق هڅه کېده.

د زابل د استخباراتو ریاست په خبرپاڼه کې هم دا لیکل شوي چې له دې وسلو سره یو مازدا ډوله موټر هم نیول شوی دی.

په زابل کې نيولې شوې وسلې.
په زابل کې نيولې شوې وسلې.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، ډېره کله پاکستان او د افغانستان یو شمېر نورو ګاونډیو هېوادونو ته د وسلو د قاچاق راپورونه خپرېږي.

همدا تېره اوونۍ د خیبرپښتونخوا پولیسو وویل، له افغانستانه پاکستان ته قاچاق کېدونکي نږدې ۴۷زره مرمۍ یې چې په شاجورونو کې ځای پر ځای شوې وې، نیولي.

مخکې تر دې بیا د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف امریکا غږ سره مرکه کې ویلي وو، له متحده‌ایالاتو پاتې شوي وسلې چې په کې د شپې دوربینونه هم شامل دي، د پاکستاني طالبانو یا TTP لاس ته لوېدلي دي.

د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسله وال
د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسله وال

له خواجه اصف دا پوښتنه هم وشوه چې دا څنګه ممکن دي، هغه یې په ځواب کې ویلي و، دا له افغانستان او له ځینو نورو هېوادونو چې ده یې نومونه وانه خیستل، پاکستان ته وړل شوي، خو د ده په خبره، دا هېوادونه له پاکستان سره چندان ښې اړیکې نه‌لري.

که څه هم د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وړاندې ازادي راډیو ته ویلي وو چې اوس د وسلو د قاچاق مخه نیول شوې، خو د امنیتي مسایلو یو شمېر پوهان ادعا کوي وايي، د طالبانو په لیکو کې داسې ډلې شته چې د وسلو په قاچاق کې لاس لري.

د امنیتي مسایلو پوه اسدالله ندیم په دې اړه ازادي راډ‌یو ته وویل: "طالبان کله کله اعلان کوي چې د وسلو د قاچاق مخه یې نیولي او یا هم کسان نیولي. په ډېر احتمال دوی هغه ډلې نیسي چې د وسلو د قاچاق د ډلو اصلي غړي نه‌دي. دا کار د دې لپاره کوي چې د وسلو قاچاق د څو ځانګړو او ځواکمنو ډلو سره پاتې شي."

ندیم دا هم وايي چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، پاکستان او د افغانستان نورو ګاونډیو هېوادونو ته د وسلو قاچاق زیات شوی، ځکه د ده له قوله، په دې وسلو کې امریکايي هغه شته چې ګاونډیان هڅه کوي کاپي یې کړي.

له دې وړاندې یو شمېر لوېدیځو او امریکايي چارواکو هم اندېښنه ښودلې چې ممکن په افغانستان کې له امریکا پاتې شوې وسلې به، د ترهګرو ډلو لاس ته ولوېږي او یا یې هم یو شمېر هېوادونه د لاس ته راوړو هڅه وکړي.

XS
SM
MD
LG