د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

هند ته کډه شوي افغان هندوان او سېکهان له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي


افغان سيکان
افغان سيکان

د کابل په کارته پروان سیمه کې د هندوانو او سېکهانو په ګرودواره د شنبې د ورځې تر حملې ورسته، د هند حکومت لسګونه افغان هندوانو او سېکهانو ته انلاین ویزې ورکړې دي، خو هند ته تللي يو شمېر سيکان او هندوان هلته له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

شمي سینګ هند مېشتی افغان سېکهـ، په هغه هېواد کې د مېشتو افغان هندوانو او سېکهانو د اقتصادي ستونزو په اړه وايي: "تېر کال راغلم په ۲۰۲۱ کې، کوم کسان چې دلته راغلي، اقتصاد یې ډېر ټېټ دی، ژوند یې ډېر مشکل دی، هلته یې هم د نا امنۍ له وجې دوکانونه، کورونه هر څه پاتې شول، نو د دوی حالت له صفر نه هم لاندې دی."

دا یوازې شمي نه دي، چې په هند کې د افغان هندوانو او سېکهانو د اقتصادي ستونزو خبره کوي، په هغه هېواد کې د ال هندیا راډیو افغانه خبریاله رجني پرکاش هم وايي، چې په هند کې میشت افغان هندوان او سېکهان له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

نوموړې وايي: "هغه افغان هندوان او سېکهان چې په افغانستان کې له بریدونو، طالبانو او نورو ستونزو له کبله، هندوستان ته راغلي، د هغوی د اقتصاد وضعیت ډېر خراب دی، ځکه چې د هند حکومت قانون داسې دی چې یوازې هندیان د کار اجازه لري، بهرنیان اجازه نه‌لري او ډېر ژر هندوستان تابعیت هم نه ورکوي، هغه کسان چې په افغانستان کې یې خپله سوداګري او دوکانونه درلودل، مجبوره کېږي، چې د بل چا په دوکان کې مزدوري وکړي."

خو د اغلې پرکاش په خبره، افغان هندوان او سېکهان د دې لپاره چې سر یې خوندي وي، دا ستونزې یې پر ځان منلې دي.

پر افغان هندوانو او سېکهانو تر دې مخکې هم بريدونه شوي دي.
پر افغان هندوانو او سېکهانو تر دې مخکې هم بريدونه شوي دي.

د شنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۸ د کابل کارته پروان سیمه کې د افغان سِېکهانو او هندوانو پر ګرودواره حمله وشوه.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، په پېښه کې دوه کسان وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان دي.

له وژل شویو یو یې، سَوندر سینګ ۵۵ کلن افغان سېک و.

د دې حملې مسوولیت داعش وسلوالې ډلې منلی دی.

تر دغې حملې ورسته د یکشنبې په ورځ یو شمېر هندي رسنیو په کورنیو چارو وزارت کې د چارواکو له قوله وویل، چې د هند حکومت د کابل په کارته‌پروان کې د افغان اهل‌هنودو پر یوه عبادت‌ځای له برید وروسته، تېره شپه ناوخته له سلو زیاتو افغان هندوانو او سېکهانو ته برښنايي ویزي ورکړي دي.

د کابل د کارته پروان د ګوردواره مسوول ګورنام سینګ هم ازادي راډیو سره په خبرو کې تایید کړې، چې دوی ته د هند د ویزو یوه اطلاعیه ور رسېدلې ده.

خو د هند حکومت دا خبر په رسمي ډول نه‌دی تاييد کړی.

د یادونې ده و چې د ۲۰۲۰ کال د مارچ پر ۲۵ هم د کابل په زاړه بازار کې د سېکانو پر بله ګوردواره ډله ییزه حمله شوې وه، چې په کې لږ تر لږه ۲۵ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي وو.

داعش یا اسلامي دولت ډلې د هغه برید مسوولیت هم منلی و خو د تېر نظام واکمنانو د طالبانو حقاني شبکه په هغه برید کې دخیله بللې وه.

د شنبې په ورځ د کابل د کارته پروان په ګروهواره کې د وژل شوي سېک سَوندر سینګ اوښی ارجیت سینګ وايي: "هلته چې چای او ډوډي هم ورته پیدا شي خوشحاله وي، ځکه چې سهار وځې کور نه مازدیګر خو پوهېږي چې ژوندی کورته راځمه، دلته چې کور نه وځې نه پوهېږې، چې مازدیګر به زه ژوندی ځمه که مړ ځمه."

ارجیت سېنګ وايي، د سَوندر سینګ کورنۍ هم د امنیتي ګواښونو له امله په هند کې وه او دی یوازې په کابل کې وو او په کوټه سنګي کې یې یوناني درمل خرڅول.

د رسمي معلوماتو له مخې په افغانستان کې مېشتو هندوانو او سېکهانو ته د ورپېښو ګواښونو او حملو له امله اوسمهال یوازې دوه سوه افغان سېکان او هندوان په افغانستان کې مېشت او پاتې سلګونه کورنۍ بېلابېلو بهرنیو هېوادونو ته کډوالې شوي دي.

XS
SM
MD
LG