د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۹

'افغانستان کې د مذهبي ازادیو د نقض علت جګړې او سیاسي اختلافات دي'


په کابل کې د شیعه‌وو په یوه جومات کې حمله
په کابل کې د شیعه‌وو په یوه جومات کې حمله

د امریکا متحده ایالاتو د مذهبي ازادیو نړیوال کمېسیون په افغانستان کې د مذهبي ازادیو د نقض علت جګړې او سیاسي اختلافات ګڼي.

دا یو خپلواک کمېسیون دی چې د متحده ایالاتو ولسمشر، کانګرس او د بهرنیو چارو وزارت ته په نړۍ کې د مذهبي ازادیو په اړه سلا مشوره ورکوي.

د امریکا متحده ایالاتو د مذهبي ازادیو نړیوال کمېسیون په خپل کلني راپور کې څرګنده کړې ده چې په ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان کې د سیاسي بې‌ثباتۍ او کورنۍ جګړې په ترڅ کې مذهبي ازادۍ اغېزمنې شوې دي.

د سې شنبې په ورځ د دې راپور د خپرېدو پر مهال د دې کمېسیون مشر ټوني پیرکنز د وېډیو کنفرانس له لارې جوړې شوې غونډې ته وویل: "زموږ اصلي موندنې او وړاندیزونه د هر هېواد لپاره د داخلي ترلاسه شویو اطلاعاتو، د حقیقت موندنې د سفرونو، تحقیقاتو، له حکومتي چارواکو سره د غونډو، د بشري حقونو له فعالانو سره او له مختلفو مذهبي مشرانو سره د لیدنو کتنو پر بنسټ ولاړې دي."

د افغانستان په اړه په دې راپور کې امنیتي ننګونې د مذهبي ازادیو د مخنیوي اساسي علت ګڼل شوی دی.

په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې تېر کال روانې وې د افراطي ډلو له لوري په ځانګړي ډول د طالبانو او داعش له‌خوا حملې کېدې چې دې بریدونو د ټول افغانستان ثبات تهدیداوه او په ځانګړي ډول‌یې شیعه له خطر سره مخامخ کړي وو.

د کابل دشت برچي سیمه کې د شیعه‌وو په یوه جومات کې انتحاري حمله
د کابل دشت برچي سیمه کې د شیعه‌وو په یوه جومات کې انتحاري حمله

په راپور کې راغلي چې د شیعه‌وو پر ضد د ترهګرو بریدونه په وروستیو کلونو کې زیات شوي دي د هغوی پر مشرانو، سیمو، کورونو، مراسمو او تکیه‌خانو حملې ډېرې شوې دي او دې بریدونو د ۲۰۱۹ کال په ترڅ کې هم ادامه پيدا کړه.

د راپور له مخې ترورېستي بریدونو د مذهبي اقلیتونو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

د ۲۰۱۹ کال په اکټوبر کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر (یوناما) راپور ورکړ چې په دې کال کې د تېر کال په څېر څه باندې ۸۲۰۰ ملکیان د غیر حکومتي ډلو له لوري وژل شوي دي.

د امریکا متحده ایالاتو د مذهبي ازادیو د نړیوال کمېسیون په باور د ۲۰۱۹ کال په ترڅ کې ترورېستانو بریدونه په افغانستان کې سخت کړل ځکه چې دوی د متحده ایالاتو او طالبانو د سولې له خبرو سره مخالف دي.

دې کمېسیون بیا د تېر کال د ولسمشرۍ انتخاباتو ته اشاره کړې ده چې ورسره د افغاني ټولنې دننه اختلافاتو ته لمن ووهل شوه.

په راپور کې بیا راغلي دي چې په وروستیو کلونو کې افغانستان هڅې وکړې چې له مذهبي اقلیتونو سره د نه‌برابرۍ مخه ونیسي.

د طالبانو رژیم له سقوط وروسته په سیاسي او اجتماعي ډګرونو کې د شیعه‌وو دریځ پیاوړی شوی دی او د دوی ځینو غړو مهمې حکومتي څوکۍ نیولې دي، په رسنیو کې یې ځای پيدا کړی او په شخصي کاروبارونو کې یې ونډه پراخه شوې ده.

په کابل کې د افغان سېکهانو پر ګوردواره د داعش حمله
په کابل کې د افغان سېکهانو پر ګوردواره د داعش حمله

له ۲۰۱۶ کال راوروسته هندوانو او سېکهانو په پارلمان کې استازیتوب پيدا کړی دی او دوی یو شمېر کسان په حکومتي دندو ګمارل شوي دي.

د ۲۰۱۹ کال په نومبر کې د افغانستان حکومت هغو هندوانو او سېکهانو ته چې له اصله افغانان دي او په هند کې اوسي دا امتیاز ورکړ چې له ویزې پرته افغانستان ته سفر کولای شي.

د طالبانو په وخت دغو اقلیتونو په ښکاره خپل عبادت نه‌شوی کولای او تر سخت فشار لاندې وو. په راپور کې راغلي دي چې د افغانستان حکومت د مذهبي اقلیتونو د امنیت لپاره په وروستیو کلونو کې یو لړ ګامونه واخیستل، مثلاً د شیعه مېشتو په سیمو کې یې امنیتي تدابیر سخت کړل، د عاشورا د مراسمو پر مهال‌یې شیعه‌وو ته اجازه ورکړه چې د پولیسو تر قوماندې لاندې دې د خپلو خلکو د امنیت په تأمینولو کې همکاري وکړي چې د دې هڅو له امله د شیعه‌وو پر مراسمو بریدونه کم شول، خو د دې لپاره چې حکومت د افغانستان پر ټولو سیمو کنټرول نه‌لري، اداري فساد شته او د امنیتي ځواکونو ظرفیتونه کمزوري دي چې په دې ډول د مذهبي اقلیتونو د حقوقو په برخه کې د حکومت هڅې په مجموع کې اغېزمنې شوې دي.

XS
SM
MD
LG