د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

اسلام‌اباد کې درې اړخيزه ناسته؛ چین: طالبان دې ټولشموله حکومت جوړ کړي


ارشیف: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر تېر کال په تاشکند کې له امیرخان متقي سره لیده کاته کړي.
ارشیف: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر تېر کال په تاشکند کې له امیرخان متقي سره لیده کاته کړي.

د پاکستان، چین او طالبانو د بهرنیو چارو وزیران نن په اسلام اباد کې غونډه لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري، د چین د بهرنیو چارو وزیر چین ګانګ او د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي نن په اسلام‌اباد کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر چین ګانګ
د چین د بهرنیو چارو وزیر چین ګانګ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري چې په هند کې یې د شانګهای د غړیو هېوادو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې برخه واخیسته، پرون له هنده بېرته پاکستان ته ستون شو.

نوموړي د پاکستان پر لور د سفر پر مهال په الوتکه کې وویل: "د چین د بهرنیو چارو او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیران پاکستان ته رارسېدلي دي، له دوی سره به سبا په دوه اړخیزو او درې اړخیزو غونډو کې برخه واخلم."

د چین د بهرنیو چارو د وزارت په وینا، دا درې اړخیزه غونډه د افغانستان د مسئلې په اړه د نظر د تبادلې او همکارۍ لپاره مهمه ده او د سیمې د هېوادونو د اړوندو ګډو نظرونو د راټولولو لپاره ګټوره ده.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماو نینګ د دې غونډې په درشل کې په پېکېنګ کې خبري غونډې ته وویل، افغانان له سختو ننګونو سره مخامخ دي او بهرني ملاتړ او مرستو ته ډېر ضرورت لري.

ماو نینګ زیاته کړه چې طالبان دې ټولشموله حکومت جوړ کړي، نرم سیاست دې غوره کړي او له ګاونډیو سره دې دوستانه ګاونډیتوب وساتي، همدا راز دې له تروریزم سره ټینګه مبارزه وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماو نینګ
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماو نینګ

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې په ورته وخت کې ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه دې د طالبانو له سرپرست حکومت سره تعامل وکړي او خبرې دې ورسره وکړي.

له امیرخان متقي سره په دې سفر کې چې پرون پيل شو، د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزیر حاجي نورالدین عزیزي همدا راز د بهرنیو چارو او ټرانسپورټ وزارتونو یو شمېر چارواکي ملګري دي.

متقي به څلور ورځې په پاکستان کې وي او د چین د بهرنیو چارو وزیر چې دا یې پاکستان ته لومړی رسمي سفر دی، نن بېرته پېکېنګ ته ستنېږي.

د چین، پاکستان او افغانستان تر منځ له پنځو کلونو راهیسې درې اړخیزې غونډې جوړېږي.

وروستۍ ورته درې اړخیزه غونډه څو اوونۍ مخکې تر هغې په چین کې جوړه شوه چې طالبانو د دوه زره یو ویشتم کال په اګست کې کابل ونیو.

په هغې غونډه کې په مختلفو برخو کې د همکارۍ پر پراختیا ټینګار شوی و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG