د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۷

متقي: نړیوال باید پر افغانستان لګول شوي بندیزونه لرې کړي


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وایي، نړیوال باید پر افغانستان لګول شوي بندیزونه لرې کړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي پر نړیوالو غږ وکړ چې پر افغانستان لګول شوي بندیزونه لرې کړي تر څو افغانان وکولای شي، په کور دننه او بهر خپلو اړتیاوو ته لاسرسی ولري.

متقي دغه غوښتنه پرون په بهرنیو چارو وزارت کې د هغو اتلسو افغانانو د فاتحې په مراسمو کې وکړه چې له بلغاریا نورو اروپایي هېوادونو ته په لاره یې په یوه کانټینر کې د هوا د کمښت له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد پرخپله ټویټرپاڼه کې ویلي چې دا پېښه د فبرورۍ په ۱۷مه رامنځته شوې وه، خو افغانستان ته د دغو افغانانو مړي له څه کم درېیو میاشتو ځنډ وروسته تېره اوونۍ د چهارشنې په ورځ د آریانا افغان هوایي شرکت د یوې الوتکې په ذریعه ولېږدول شول.

د کابل په هوايي ډګر کې له بلغاریا د رارسېدلو هغو افغانانو مړي چې هلته یې په یوه کانټینر کې ژوند له لاسه ورکړی.
د کابل په هوايي ډګر کې له بلغاریا د رارسېدلو هغو افغانانو مړي چې هلته یې په یوه کانټینر کې ژوند له لاسه ورکړی.

متقي د قربانیانو خپل خپلوانو ته په خبرو کې نړیوال بندیزونه د دغه ځنډ مهم لامل وبلل او هغه یې د افغانانو پر وړاندې د نړیوالو یوه غیرعادلانه تګلاره یاده کړه.

متقي وویل: "موږ د جسدونو د انتقال لپاره یوه ځانګړې الوتکه چمتو کړه، خو اجازه ورنه کړل شوه. دوه ځلې هغه پیسې چې د جسدونو په راوړلو لګېدې، مستردې شوې."

د هغه په خبره په دغه بشري موضوع کې د افغانانو په وړاندي د نړیوالو غیرعادلانه تګلارې دا پروسه تر درېیو میاشتو پورې وځنډوله.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر داسې مهال پر افغانستان د نړیوالو له خوا د لګول شویو بندیزونو د لرې کیدو غوښتنه کوي چې نړیوالو دغه بندیزونه د طالبانو د حکومت له کړو وړو سره تړلي.

د افغانستان په لوېدیځ کې د نجونو یو ښوونځی چې دا مهال د طالبانو له لوري تړل شوی دی. نړیوال د طالبانو رسمیت پېژندنې لپاره د ټولګډونه حکومت ترڅنګ د نجونو او ښځو په کار او زده کړو ټینګار کوي.
د افغانستان په لوېدیځ کې د نجونو یو ښوونځی چې دا مهال د طالبانو له لوري تړل شوی دی. نړیوال د طالبانو رسمیت پېژندنې لپاره د ټولګډونه حکومت ترڅنګ د نجونو او ښځو په کار او زده کړو ټینګار کوي.

له طالبانو د نړیوالو عمده غوښتنې هم تر ډېره د افغانستان د ټولو وګړو په تېره د ښځو او نجونو د کار او زده کړې حقونو ته په درناوي او د یوه ټولګډونه حکومت پر جوړېدا څرخي.

خو د ۲۰۲۱ کال له دوبي چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي، سرپرست حکومت یې د نړیوالو ډېرې غوښتنې له پامه غورځولې دي.

طالبانو له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته له تلو او ښځې او نجونې هم له پوهنتوني زده کړو راګرځولې دي.

په بهر کې د افغانستان بانک د میلیاردونو ډالرو شتمني کنګل کېدا، د افغانستان پر بانکي سیستم لګول شوي بندیزونه او د نړیوالو له خوا د طالبانو د حکومت نه په رسمیت پېژندا په افغانستان کې روان بشري او اقتصادي بحرانونه لا پراخ کړي دي.

ارشیف: په کابل کې اړمنې ښځې او ماشومان
ارشیف: په کابل کې اړمنې ښځې او ماشومان

د کاري فرصتونو نشتوالی او یوه مبهمه راتلونکې د دې مهم لامل بلل کېږي چې افغانان د اروپا په نیت خطرناکو لارو ته زړه ښه کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په خپلو څرګندونو کې یو ځل بیا پر ټولو افغانانو غږ وکړ چې په خپل هېواد کې دې پاتې شي او که بهر ته هم ځي او راځي له قانوني لارو دې کار واخلي.

هغه زیاته کړه: "ټول هېوادوال دا حق لري، که د هوا له لارې ځي، که د ځمکې له لارې ځي، ټول بندرونه خلاص دي. هر څوک کولای شي چې په قانوني لارو باندې لاړ شي، سفر وکړي، راشي. ولې ځانونه دې داسې خطر ته نه اچوي چې خدای مه‌کړه له داسې پېښو سره مخامخ شي لکه د بلغاریا، لکه د ایټالیا."

متقي که څه هم د ایټالیا د پېښې جزییات ورنه کړل، خو د بلغارې تر پېښې څه باندې یوه اوونۍ وروسته، د فبرورۍ میاشتې په ۲۶مه د ایټالیا جنوبي سواحلو ته نږدې د کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې لسګونو افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د ایټالیا په سواحلو کې د ډوبې شوې کښتې پاتې شونې. په دې کښتۍ کې لسګونه افغانانو ژوند له لاسه ورکړی و. February 26, 2023
د ایټالیا په سواحلو کې د ډوبې شوې کښتې پاتې شونې. په دې کښتۍ کې لسګونه افغانانو ژوند له لاسه ورکړی و. February 26, 2023

ایټالوي چارواکو پرون وویل چې په دې پېښه کې د مړوشویو ۴۸ افغانانو مړي د ښخېدو لپاره افغانستان ته لېږدول شوي دي.

چارواکو پرون سې شنبې وویل چې د ایټالیا جنوبي ښار کوترو ته نږدې د دغې ډوبې شوې کښتۍ د مړو لټون یې پرون پای ته ورساوه.

په ډوبې شوې کښتۍ کې چې ویل شوي د ترکیې له لوېدیځ سواحلو خوځېدلې وه، لږترلږه ۱۸۰ تنه سپاره وو چې لږترلږه ۹۴ تنه یې مړه شوي و.

نور مړي تونس، ایران، فلسطین او پاکستان ته لېږدول شوي او یو شمېر یې هم په فنلنډ، جرمني او ایټالیا کې ښخ کړای شوي دي.

چارواکو ویلي چې د دې پېښې ۶ تنه تراوسه لادرکه دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG