د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۲

امريکا: د طالبانو مشروعيت خلکو او مېرمنو سره د هغوی په چلند پورې تړلی


ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو پر وړاندې د طالبانو د چلند یو انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو پر وړاندې د طالبانو د چلند یو انځور

د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وايي، تر کومه چې طالبان په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې خپلو سخت دریځو کړنو ته دوام ورکوي، ستونزمنه به وي چې نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي.

د امریکا د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا طالبانو ته یادوي، چې د افغانانو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو په حقونو د حملو دوام به یې نړیوال مشروعیت ته رسېدل ستونزمن کړي.

د دې وزارت ویاند میتیو مېلر پرون رسنیو ته وویل، طالبان د نړیوال رسمیت په لټه دي، خو دا کار تر هغه ستونزمن دی چې دوی په خپلو خلکو فشار راوستلو ته دوام ورکوي.

د امریکا د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتیو مېلر
د امریکا د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتیو مېلر

هغه وویل: "طالبان هڅوو چې له بشري حقونو سرغړونې او د ښځو ځپل پای ته ورسوي. موږ پوهېږو طالبان د نړیوال رسمیت په لټه کې دي، خو د نړیوال رسمیت لپاره باید دوی مشروعیت ترلاسه کړي، مګر تر هغه چې دوی د خپلو خلکو ځپلو او په ځانګړي ډول په ښځو وحشتناکو بریدونو ته دوام ورکړي، دې چارې ته رسېدل ستونزمن دي."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند د نویو څرګندونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه، خو له دې وړاندې یې ویلي، چې په افغانستان کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت واک ته له بیاځلي رسېدو وروسته، د افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو، کار، ټولنیز او سیاسي مشارکت په برخو کې سخت بندیزونه او محدودیتونه لګولي چې د بشري حقونو ملاتړو یو شمېر بنسټونو جنسیتي تبعیض هم بللی دی.

له دې وړاندې هم د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، د اوس لپاره د طالبانو د رسمیت پېژندنې لپاره هېڅ پلان نه‌لري، داسې مهال چې د طالبانو حکومت ترې په ځلونو د مشروعیت غوښتنه کړې.

هاخوا د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټېرېش امنیت شورا ته 'په وسله‌والو جګړو کې د ملکي وګړو د خوندیتوب' تر عنوان لاندې خپله وینا کې ویلي، په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د بشري مرستو رسولو په برخه کې د ښځو پر کار بندیز د ښځو او نجونو ژوند ته ګواښوونکې پایلې لري.

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټېرېش
د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

د طالبانو حکومت په نجونو او ښځو د خپلو بندیزونو په دوام د تېر کال په ډسمبر میاشت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې نجونې او ښځې له کار کولو منع کړې.

د طالبانو دې پرېکړې په کور دننه او نړیواله کچه پراغ غبرګونونه درلودل. ان تر دې چې په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان ادارو تر ننه په ډېرو برخو کې خپل همکاران دفترونو ته له تلو منع کړي او ترڅنګ یې ډېرو نورو خیریه او د بشري مرسته رسولو موسسو هم خپل فعالیتونه ځنډولي او یا هم بند کړي دي.

د دې ستونزې د حل لپاره د ملګرو ملتونو سازمان لوړ پوړو پوړو پلاویو دوه ځلي افغانستان ته سفر وکړ او له طالب چارواکو سره یې وکتل، خو تر ننه یې خبرو اترو پایله نه‌ده ورکړې.

خو د ناروې د کډوالو د شورا رئیس جان ایګلنډ چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې د دویم ځل لپاره افغانستان ته تللی اسوشېټېډپریس خبري اژانس ته ویلي، طالبانو ده ته ډاډ ورکړی چې په نادولتي موسسو کې د افغان نجونو او ښځو د کار په اړه د طالبانو د حکومت تګ‌لاره بشپړېدو ته نږدې ده.

هغه زیاته کړې، د طالبانو له یو شمېر مشرانو سره یې په کندهار کې کتلي او هغوی ډاډ ورکړی چې دا تګلاره به په نږدې راتلونکي کې بشپړه شي، خو وخت یې نه‌دی ښودلی.

طالبانو په رسمي ډول په دې اړه څه نه‌‌دي ویلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG