د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۸

نړیواله ټولنه په افغانستان کې د بشري وضعیت له یوه کړکېچن حالت سره مخ وبلل شوه


ارشیف: د معترضو ښځو پر وړاندې د طالب وسله والو د چلند انځور
ارشیف: د معترضو ښځو پر وړاندې د طالب وسله والو د چلند انځور

د افغان کډوالو په اړه دټورنټو سټار ورځپاڼې تبصره

ټورنټو سټار:

کاناډایۍ ټورنټو سټار ورځپاڼې دې هېواد ته د کډه شویو افغانانو ستونزو ته پام اړولی او لیکي، دغه افغانان چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له خپل هېواده تښتېدلي او دې هېواد ته بیول شوي، د کریډېټ یا کاري سابقې په نه لرلو سره په څه ډول کولای شي خپل نوی ژوند پیل کړي؟

ټورنټو سټار د ۲۶ کلنې شبانه علیزۍ چې ډېر وخت یې د کرایې کور په پیدا کولو تېر کړی، څرګندونې را اخیستي چې ویلې دي، دوی د یوه کور له خاوند سره خبرې کړې وې چې له دوی یې له مخکې د شپږو میاشتو کرایه غوښته چې د دې په خبره دا هېڅ قانوني نه‌ده.

هغې دې ورځپاڼې ته ویلي، د دې ترڅنګ د کور خاوند ورڅخه د یوه ضامن غوښتنه هم کړې وه، خو دا چې دوی کوم ضامن نه درلود، له دې کوره تېر شول او پر کرایې کور پسې یې لټون ته دوام ورکړ.

اغلې علیزۍ چې له خپل مېړه او دوه کلن زوی سره کاناډا ته بیول شوې وایي، له ډېرو ناهیلیو وروسته یې په ټورنټو کې یو کوچنی کور کرایه کړ.

د ټورنټو سټار په لیکنه دوی هغه پیسې کارولې چې د کاناډا حکومت د "ښه راغلاست پیسو" په توګه دوی ته ورکړي چې شاوخوا ۳۹۰۰ کاناډایي ډالر کېږي.

دا مرسته له دوی سره د دې لپاره شوې چې خپل لګښتونه پرې پوره کړي.

ټورنټو سټار لیکي، مېرمن علیزۍ د هغو دېرش زره افغانانو په ډله کې وه چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته کاناډا ته بیول شوي دي.

د ټورنټو سټار په وینا، دغه افغانان چې خپل هېواد پرېښودو ته مجبوره شوي، په نوي هېواد کې خپل ژوند ته د سمون ورکولو لپاره هلې ځلې کوي.

یو شمېر یې د کور او کار موندلو په برخه کې له ننګونو سره مخ دي ځکه د کار او کریډیټ یا بانکي اعتبار سابقه نه‌لري او د ضامن په موندلو کې چې د کورونو اکثره خاوندان یې غوښتنه کوي، هم له ستونزو سره مخ دي.

د امريکا د سولې انسټېټوټ:

د امریکا د سولې انسټېټوټ په یوه مطلب کې چې په خپله ویبپاڼه کې یې خپور کړی لیکي، د افغانستان بحران د نړیوالو یوه منسجم او همغږي غبرګون ته اړتیا لري.

د مطلب په سر ټکو کې راغلي، د طالبانو ناسم اقدامات د هغوی ګټو ته زیان رسوي، خو ترهغې ډېر زیان یې عامو افغانانو ته رسېږي.

د امریکا د سولې د انسټېټوټ په لیکنه، په تېر یوه کال په تېرو وروستیو څو میاشتو کې طالبانو یو شمېر ناسم ګامونه پورته کړي چې پایله یې په لنډ مهال کې د دوی واکمني نه ګواښي، خو د حکومتولۍ په اړه یې وړتیا زیانمنوي او هم یې په اوږدمهال کې انسجام ته زیان رسوي.

د مطلب لیکوال ویلیم بایرډ لیکي، له بده مرغه دا ډول غلط اقدامات به د افغانستان خلکو ته په مستقیم ډول زیان ورسوي او هم به له دوی سره د بشري مرستو پر چارو ناوړه اغېزې وکړي.

د امریکا د سولې انسټېټوټ لیکي، د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د کړنو په اړه نړیوال غبرګون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له‌خوا په یوه خوله سختې غندنې او د طالبانو د حکومت د په رسمیت نه پېژندلو لپاره یوې ډیپلوماتیکې اجماع سره مل و، خو په‌کار ده چې نړیوال غبرګون باید ستراتېژیک وي، نه د طالبانو د اقداماتو پر وړاندې غبرګون.

ياد انسټېټوټ زیاتوي، نړیواله ټولنه په افغانستان کې د بشري وضعیت له یوه کړکېچن حالت سره مخ ده، په دې هېواد کې له داسې یوه رژیم سره تعامل کوي چې د خپلو خلکو هوساینې ته پام نه‌کوي.

د امریکا د سولې انسټېټوټ د نړیوالو له‌خوا د یو شمېر اصولو او تګلارو سپارښتنه کوي چې یوه یې د افغانستان پر اقتصادي ثبات څرخي او وایي، پر اقتصادي ثبات او د افغانانو پر خصوصي سکتور باید ډېر تمرکز وشي ځکه ګټه یې ټولو افغانانو ته رسېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG