د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۰

يو شمېر افغانان د انټرنېټ له لوړې بيې او ټيټ کيفيت شکايت کوي


د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت

سره له دې چې د طالبانو حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ادعا کوي، چې د انټرنېټ بیی یې راکمې کړي او خلک کولای شي په کمو پیسو له انټرنېټي کڅوړو ګټه واخلي، خو یو شمېر د انټرنېټ کارونکي بیا دغه ادعا ناسمه بولي.

د کابل ښار اوسېدونکی لعل ګل وايي، بیې په خپل ځای دي او له دې سره په خوا کې د انټرنېټ کیفیت هم ښه نه‌دی.

لعل ګل وايي: "انټرنېټ په ډېره لوړه بیه عرضه کېږي، د حکومت پرې څار نه‌شته، په تېرو حکومتونو کې داسې اقدامات شوي و، خو ټول نمایشي و عملي نه و، لکه څنګه چې د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې انټرنېټ ارازنه دی د هغې د یوې کمې فیصدې په اساس هم په افغانستان کې انټرنېټ ارزانه نه‌ده."

په ورته وخت کې د ننګرهار ولایت اوسېدونکی عمران په دغه ولایت د انټرنېټ کیفیت ښه نه بولي او په خبره یې له تېرو درې میاشتو راهیسې د انټرنېټ د بیو د کمېدو په اړه خبرې کېږي، خو عمل کې څه نه‌شته.

د ننګرهار دا اوسېدونکی وايي: "په افغانستان کې د انټرنېټ او غږیزو اړیکو بیې ډېرې لوړې دي، په هغه اندازه چې اړتیا ده او په هغه اندازه چې دوی پیسې اخلي د هغې په نیمه دوی خدمتونه نه‌شي وړاندې کولای، سره له دې چې دوی اوس ادعا کوي چې نرخونه یې راکم کړي، خو له بلې خوا کیفیت په خرابېدو دی."

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د اترا ادارې ویاند سید جلال شمس په کابل کې د ټکنالوجۍ نړيوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې ته ویلي وو چې د انټرنېټ او ټليفوني اړیکو په بیو کې له ۴۰ نه تر ۵۰ سلنه پورې کموالی راغلی دی.

د نوموړي په خبره، پخوا به د یو جي‌بي انټرنېټ بیه په ۲۵۰ افغانۍ وه، خو دغه بیه اوس ۱۱۰ افغانیو ته راښکته شوې ده.

خو ازادي راډیو چې په افغانستان کې د انټرنېټ له ځینو کارونکو سره خبرې کړي دوی ورته ویلي چې یو جي‌بي انټرنېټ په۱۴۰ افغانۍ او دوه جي‌بي په ۲۸۰ افغانۍ ورکول کېږي.

په کابل کې د انټرنېټ یو کلب
په کابل کې د انټرنېټ یو کلب

یو شمېر نورو بیا ویلي، د یو جي‌بي انټرنېټ بیه ۱۱۷ افغانۍ ده او ۲۰ جي‌بي په ۱۷۰۰ افغانۍ ورکول کېږي.

دا انټرنېټې کڅوړې د بېلابېلو مخابراتي شبکو له‌خوا وړاندې کېږي.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د مخابراتي شرکتونو له مسوولانو سره هم په دې اړه چې ولې د انټرنېټ بیې لوړې دي او کیفیت یې هم سم نه‌دی خبرې وکړي، خو بریالی نه‌شو.

خو د طالبانو حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند عنایت الکوزی بیا وايي چې د انټرنیټ د کیفت لپاره دوی خپلې هڅې چټکې کړي.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "د کیفیت د لوړولو لپاره ځینې پروسې دي چې په هغې باندې کار روان دی، له تکمیل کېدو سره به یې لکه څنګه چې بیې راټیټې شوې له پخوا به د انټرنېټ کیفیت هم ښه او د زیات کار وړ شي."

په افغانستان کې د یوه مخابراتي شرکت انتن
په افغانستان کې د یوه مخابراتي شرکت انتن

له نوموړي مو د لس فیصده مالیاتو په اړه هم پوښتنه وکړه.

الکوزي وویل، د ټليفوني اړیکو او انټرنېټ نه په شفافه بڼه لس فیصده مالیه د حکومت خزانې ته ور اضافه کېږي.

د ده په خبره، یوازې په تېر لمریز کال کې یې له دې درکه شاوخوا ۵ میلیارده افغانۍ عواید ټول کړي دي.

په افغانستان کې د انټرنېټ د بيو او کیفیت په اړه په داسې حال کې دغه څرګندونې کېږي چې افغانستان ته نږدې اوګاونډیو هېوادونو کې بیا د انټرنېټ بیې ټيټې او کیفیت یې لوړ دی.

د ازادي راډیو د خبریال د معلوماتو له مخې په پاکستان کې یو جي‌بي انټرنېټ په ۶۲ کلدارې او میاشتنۍ ۱۲ جي‌بي د انټرنېټ کڅوړه په ۷۵۰ کالدارو ده.

د یادونې ده چې په افغانستان کې د ښه کیفیت نه درلودنکي انټرنېټ او دغه شان د انټرنېټي کڅوړو د لوړو بیې ستونزه نوې نه ده او له دې وړاندې د تېر جمهوري نظام پر مهال یې هم په اړه شکایتونه او انتقادونه موجود و.

د هغه مهال چارواکو یې په وار وار د حل خبره کړې وه، خو تر سقوطه په‌کې کوم مثبت بدلون ونه لیدل شو.

XS
SM
MD
LG