د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۱

په کندز کې د مخابراتي شبکو بندېدو خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي


د کندز خلک وايي چې په دغه ولایت کې کابو له یو کال راهیسې پر مخابراتي شبکو د شپې له‌خوا بندیز لګول شوی او دغې مسئلې د دې ولایت خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د دوی د خبرو پر بنسټ چې اوس‌مهال په دې ولایت کې د مخابراتي شبکو ۲۴ ساعته خدمات ۱۰ ساعتو ته راټیټ شوي او تر څنګ‌یې انټرنټي خدمات هم ورته ستونزې لري او که چېرې د شپې له‌خوا خلک له کومې ستونزې سره مخ نه‌شي، نو نشي کولای چې په وخت سره خپلو دوستانو یا اړوندو مراجعو ته خبر ورکړي.

د کندز دوو تنو اوسېدونکو شاه فیصل او عبدالله ساحل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دغه ستونزه کابو له یو کال راهیسې په کندز کې موجوده ده، زیاتره وخت خلکو ته چې کوم اضطراري حالت پیدا کېږي، نه‌شي کولای چې له خپلو دوستانو سره اړیکه ونیسي، خو تر اوسه پورې د امنیتي چارواکو له‌خوا دغې ستونزې ته رسېدنه نه‌ده شوې."

"موږ د شپې له‌خوا انټرنټ او ټيلیفون ته لاسرسی نه‌لرو، ځکه دا یوه لویه ستونزه ده، د کندز د خلکو لپاره نه‌پوهېږم چې دا دولت ولې کار نه‌کوي، د کار صرف وعدې دي، خو په عمل کې هېڅ هم نه‌لیدل کېږي."

د دې ولایت اوسېدونکي د ملي یووالي د حکومت پر مشرانو غږ کوي چې ډېر ژر دغې ستونزې ته رسېدنه وکړي، ترڅو خلک بېرته ۲۴ ساعته مخابراتي خدماتو ته لاسرسی پیدا کړي.

د نوموړي ولایت دوو تنو اوسېدونکو اکمل رحماني او احسان‌الله شریفي په دې اړه وویل:

"د مخابراتي شبکو قطع کېدو د خلکو پر وړاندې ډېرې ستونزې زېږولې دي او که مخابراتي شبکې په ښه توګه خدمات خلکو ته نه‌شي وړاندې کولای، نو خپل فعالیت دې بېخي بند کړي چې موږ له دې ستونزې څخه بې‌غمه شو، هسې خو دولتي چارواکي ورته توجه نه‌کوي."

"واقعاً د مخابراتي شبکو نه‌فعالیت د ژورنالېستانو پر وړاندې ډېرې ستونزې راولاړې کړې دي، که تر څلورو بجو پورې راپور جوړ شي، ښه تر ښه او کنه پاتې کېږي، یوازې موږ ته نه، بلکې د کندز ټول خلک‌یې له بېلابېلو ستونزو سره مخ کړي دي."

بل‌خوا د دې ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي چې په دې اړه دوی خپل کار پیل کړی او ډېر ژر به دغې ستونزې ته د پای ټکی کېښودل شي.

خو سره له ډېرو هڅو ونه‌توانېدو چې په دې اړه په کندز کې د مخابراتي شبکو د چارواکو نظر هم واخلو.

کندزیان بیا وايي چې له دې وړاندې هم د دې ولایت سیمه‌ییزو چارواکو له خلکو سره ژمنې کړي چې ډېر ژر دغې ستونزې ته د پای ټکی ږدي، خو دغه ستونزه لاتر اوسه نه‌ده هواره شوې.

خو د وخت په تېرېدو سره به روښانه شي چې چارواکي به خپلې ژمنې عملي کړي او کنه؟

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG