د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۸

ساینسپوهانو په نړۍ کې ریکارډ کچې ته د تودوخې د رسېدو اټکل کړی


ارشیف
ارشیف

ساینسپوهان اټکل کوي چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د نړۍ تودوخه په متوسط ډول د ریکارډ ترکچې ورسېږي.

ساینسپوهانو دغه وړاندوینه په هغه راپور کې چې نن چهارشنبې یې خپور کړی کړې ده او ویلي یې دي چې د تودوخې دغو څپو له هند او ټایلنډ څخه نیولې د امریکا د شمال لوېدیځ تر ارام سمندر پورې چې هوایي معتدله ده، په ټوله نړۍ کې ریکارډ مات کړی دی.

دغو ساینسپوهانو ویلي، په ځانګړي توګه، د ایل نینو په نوم د هوا نوی ترکیب چې په جون کې پیلېږي او د اقلیم د بدلون په نتیجه کې له شنو خونو د خپرو شویو ګازونو دوام به د نړۍ تودوخه یوه ناڅرګند لوري ته سیخه کړي.

د هوا پېژندنې د نړیوال سازمان عمومي منشي پیټیري ټالس خبرداری ورکړ چې دا به د روغتیا، خوراکي خوندیتوب، د اوبود مدیریت او چاپېریال لپاره خورا ناوړه پایلې ولري.

هغه ویلي: "موږ باید دغسې یوه وضعیت ته چمتو ووسو."

ساینسپوهانو ویلي، د اقلیم بدلون په ټوله نړۍ کې د سختې هوا سبب شوې، له سېلابونو او طوفانونو نیولې تر وچکالۍ پورې یې بدلونونه ښکاره لیدل شوي، خو تر ټولو ستر بدلون یې چې ترسترګو کېږي هغه سخته تودوخه ده.

ساینسپوهانو ویلي، د روان ۲۰۲۳ کال په اپرېل کې په هند، بنګله‌دېش، لاوس او ټایلنډ کې د ریکارډ تر کچې د تودوخې څپې ثبت شوي چې د پخوا پرتله دېرش چنده زیاتې وې او عامل یې هم د اقلیم بدلون دی.

د ساینسپوهانو په خبره د سمندر د سطحې تودوخه اوس تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې او دوی وېره لري چې ښایي هغه د سمندرونو د جذب د وړتیا له حده واوړي چې په دې صورت کې به په اتموسفیر کې ېیره تودوخه پاتې او د تودوخې درجه به لا لوړه شي.

دغه راز شدیده تودوخه کولای شي نور بېلابېل افتونه هم رامنځته کړي.

د اوبو کمښت یې چې په ګرمو شرایطو کې ډېرې اوبه تبخیر کېږي، وچکالي، په ځنګلونو کې اورلګېدنه او د شنو سیمو له لاسه ورکول یې ځینې بېلګې یادې شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG