د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۷

ساینس پوهان: د پاریس موافقې نه عملي کېدل په اسیا پاسیفک کې اقلمي بدلونونه راولي


ساینس پوهان وايي، که هېوادونه د پاریس تړون له مخې خپلې ژمنې عملي نه کړي، د اسیا پاسيفک په سيمه کې به د اقليمي بدلون له کبله د هوا تودوخه زياته شي، سېلابونه او توپانونه به زیات شي او په نتيجه کې به یې د فصلونو حاصلات کم شي.

ساينس پوهانو ويلي دا ستونزې بې ساري دي.

د اسيا پرمختیايي بانک او د اقليمي بدلون د اغېز انسټيټوټ پوتسدام د نوي راپور له مخې، د سیمې راتلونکې پرمختيا او امنيت او همداراز د میليونونو خلکو ښېګڼه له تهديد سره مخامخ ده.

په اسيا پرمختيايي بانک کې د اوږدمهالې پرمختيا څانګې مرستيال رئيس بامبانګ سوسانتونو وايي، د اسيايي او پاسيفک هېوادونو اوسېدونکي په هغه صورت کې د بېوزله کېدو او بحران له خطر سره مخامخ دي، که ژر تر ژره د اقلیمي بدلون په اړه هڅې په چټکۍ سره عملي نشي.

په ۲۰۱۵میلادي کال کې د پاريس تړون په نوم د اقليمي بدلون موافقه لاسليک شوه او تېر کال په نومبر مياشت کې پلې شوه.

د دې تړون هدف د نړۍ د تودوخې درجه له ۱.۵ څخه تر دوه سلسيس پوري راکمول دی.

راپور وايي دې هدف ته د رسېدو لپاره چټکو اقداماتو ته اړتيا ده.

که نړۍ د زهرجنو ګازونو اخراج ته دوام ورکړی، د روانې پیړۍ تر پايه به د نړۍ د تودوخې درجه څلور سلسيس لوړه شي او په اسيا پاسيفک سیمو کې دا درجه تر شپږ سلسيس پوري لوړېدای شي.

راپور وايي، تاجکستان، افغانستان، پاکستان او د چين په شمال لوېديځ کې د تودوخې درجه تر اته سلسيس پوري لوړېدای شي او موسمونه به ډېر ګرم شي.

له دې سره به د سيمې په اقليم، زراعت او کب نيونې په برخه کې لوی تغيیرات راشي او خلک به اړ شي خپل کورونه پرېږدي ځکه د ګرمۍ له کبله به ورته ګزاره ګرانه شي.

په اسيا پاسيفک کې د نړۍ درې په دوه کې نفوس اوسي او د نړۍ له پنځلسو هېوادونو څخه نهه يې ثبت شوي چې د اقليمي بدلون له تر ټولو زيات خطر سره مخامخ دي.

په جنوبي اسیا کې میليونونه کسان اوس هم په ښه اقتصادي وده سربېره د تودوخې له لوړې درجې اغېزمن شوي دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په لسو اسيايي وګړو کې یو اوس هم په سخته بې وزلۍ کې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG