د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۲

څېړنه: د نړۍ طبیعي یخچالونه د ویلي کېدو په حال کې دي


ارشیف
ارشیف

د یوې نوې څېړنې موندنې ښیي چې د ځمکې د کرې د تودوخې له زیاتېدو سره د نړۍ طبیعي​ یخچالونه د پخوا په نسبت په چټکۍ د ویلي کېدو په حال کې دي او د سمندرونو د اوبو سطحه هم په لوړېدو ده.

په هغه نوي څېړنیز راپور کې چې د ملګرو ملتونو د هوا پېژندنې ادارې په دې وروستیو کې خپور کړی ویل شوي چې تېر اته کلونه تر ټولو تاوده کلونه ثبت شوي او د کاربن ډای اکسایډ په څېر د شنو خونو د ګازونو غلظت هم تر نوې ریکارډ کچې رسېدلی دی.

د دغه راپور موندنې ښیي چې د جنوبي قطب یخونه د ریکارډ تر حده تر ټولو ټیټې کچې ته را ښکته شوي او د شمالي قطب ځینې یخچالونه هم له اټکلونو لرې زیات ویلي شوي دي.

څېړونکو همدارنګه ویلي چې د سمندرونو د اوبو سطحه تر ټولو لوړ حد ته رسېدلې.

په دې معنی چې د ۲۰۱۳ او ۲۰۲۲ کلونو تر منځ د اوبو سطحه هرکال په متوسط ډول څه کم پنځه ملي متره لوړه شوې چې دا د ۱۹۹۳ او ۲۰۰۲ کلونو ترمنځ د ثبت شوې اندازې دوه چنده زیاته ده.

دغه راز ویل شوي چې په سمندرونو کې هم د تودوخې اندازه په بېساري ډول زیاته شوې، هغه چې له شنو خونو خپرېدونکي ګازونه د ځمکې د تودوخې د نوي سلنه زیاتوالي لامل بلل کېږي.

د فرانس پرېس آژانس په وینا د ۲۰۱۵م کال د پاریس د اقلیم د هوکړې له مخې هېوادونو ژمنه کړې وه چې د نړۍ د تودوخې اندازه به په متوسط ډول د سانټي ګراد په کچه له دوو درجو ښکته ساتي یعنې د امکان تر حده هغه به د سانټي ګراد په کچه یوه نیمه درجه ساتي.

د ۱۸۵۰ او ۱۹۰۰ کلونو تر منځ په متوسط ډول د ځمکې د تودوخې زیاتوالي همدومره درجې ثبت شوی و.

خو د راپور له مخې د ۲۰۲۲ کال د ځمکې د تودخې ثبت شوې درجې ښیي چې د تودوخې درجه له یونیم درجې د سانټی ګراد اوښتې.

یو شمېر ساینسپوهانو چې په دې وروستیو کې یې پر شمالي قطب د ځکمې د کرې د تودوخې د زیاتېدو د اغېزو په اړه څېړنه کړې ویلي چې که د ځمکې د کرې تودوخه همداسې دوام وکړي، څو لسیزې وروسته به شمالي قطب نور کنګل شوی نه وي.

XS
SM
MD
LG