د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۶

ساينسپوهانو نوې سياره وموندله


نجومي ساینسپوهان د داسې یوې نوې سیارې د موندلو خبر ورکوي چې ښايي د ژوند امکان پکې وي.

دا سیاره چې له ځمکې څخه 22 نوري کاله واټن لري د ساینسپوهانو په وینا زموږ په کهکشان کې دننه پرته ده. په وروستیو دوو کلونو کې دا څلورمه سیاره ده چې منجمان وايي، ښايي د ژوند کولو امکان پکې وي.

د نړۍ مخکښ منجمان وايي، دا نوې سیاره یې له شمسي نظام څخه بهر زموږ په خپل کهکشان کې، چې د مېلکي وې Milky Way یا د شیدو د لارې په نوم یادېږي دننه موندلې ده. له ځمکې څخه د 22 نوري کلونو په واټن په دې سیاره کې د حرارت درجه په هغه اندازه ده چې د ژوند کولو لپاره امکان برابروي.

نوري کال په یوه کال کې په خلا کې د نور حرکت ته وايي چې د ریاضي په حساب له لس تریلیونه کیلومتره واټن سره انډول دی.

د ساینسپوهانو دې ډلې د ارقامو د تحلیل پربنسټ زموږ په کهکشان کې د GJ667C په نوم لمر ته ورته یو ستوری موندلی چې لږترلږه درې نورې سیارې یې پر مدار تاوېږي او په دې دریو کې یوه له دې ستوري څخه هومره رڼا او انرژي جذبوي چې ځمکه یې له لمر څخه اخلي. د دې سیارې د سطحې تودوخه ځمکې ته ورته ده او د اوبو د موجودیت احتمال هم پکې دی، خو ساینسپوهان وايي، د دې سیارې د اتموسفیر په اړه د څېړنو د بشپړېدو تروخته هلته د اوبو موجودیت نشي تاییدېدلای.

د دې نجومي ساینسپوهانو په وینا یاده شوې سیاره په 28 ورځو کې یوځل پرخپل مدار تاوېږي نو په دې حساب کال یې د ځمکې له نژدې یوې میاشتې سره انډول دی خو ترځمکې څخه څلورنیم ځلې لویه ده.

ځینې پوهان په دې سیاره کې د ژوند امکان ته د شک په نظر ګوري او وایې، په دې سیاره کې چې په حقیقت کې په یوه کوچني، درې سیاره اي نظام کې پرته ده د ژوند امکان نشته، ځکه ښکاريږې چې لمر ته ورته فعالیتونه لري او په همدې دلیل تیاره ده، یعنې په خپله وړانګې خپروي چې پر نورو سیارو مرګونی اثر لرلای شي.

خو ځینې نور پوهان بیا وايي، ځمکې ته په دومره لنډ واټن کې د دې سیارې کشف ښيي چې زموږ په کهکشان کې به د ګړنګونو لرونکې میلیاردونه داسې غرنۍ سیارې وي چې د ژوندکولو ډېر زیات امکان به پکې وي.

فرانسوي منجمانو پروسږکال په مې میاشت کې له شمسي نظامه بهر د اوبو اوژوند د امکان لرونکې لومړنۍ سیارې موجودیت تایید کړ او وروسته بیا په اګست میاشت کې سویسي منجمانو وویل چې له ځمکې څخه د 36 نوري کلونو په واټن په HDB نومې سیاره کې د ژوند کولو امکان شته.

د امریکا د فضايي تحقیقاتو ادارې ناسا NASA هم پروسږکال خبر ورکړ چې له ځمکې څخه د نژدې 600 نوري کلونو په واټن د کپلر 22 په نوم سیاره کې د ژوند احتمال شته.
XS
SM
MD
LG