د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۱

ځينو افغان ډيپلوماتیکو استازوليو د پاکستان بمبارۍ وغندلې


په خوست کې د پاکستان هوايي بریدونو لسګونه کسانو ته مرګژوبله اړولې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:05 0:00

په خوست کې د پاکستان هوايي بریدونو لسګونه کسانو ته مرګژوبله اړولې

په یو شمېر لویدیځو او اسیايي هېوادونو کې د افغانستان ډیپلوماټیکو استازولیو پر افغان خاوره د پاکستان وروستۍ بمبارۍ غندلي دي.

په ایټالیا،اسټرالیا،چک جمهوریت،ناروې، سریلانکا او ځینو نورو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونو د پاکستان د وروستیو بریدونو په تړاو یوه ګډه اعلامیه خپره کړې او دا بریدونه یې غندلي.

د راپورونو په اساس شنبه سهار وختي د خوست او کونړ په څو سیمي د پاکستان جټ الوتکو بمباري کړې چې له امله یې یواځې په خوست کې د وروستیو راپورونو په اساس ۴۲ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.

په کونړ کې بیا د ۵ کسانو د وژل کېدو خبره تایید شوې ده.

د افغانستان د سفارتونو له خوا په خپره شوې اعلامیه کې دا بریدونه په کلکه غندل شوي او هغه یې د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره تېری بللی.

د دې اعلامیې په تړاو په چک جمهوریت کې د افغانستان سفیر شهزادګل آریوبي د یکشنبې په شپه ازادي راډيو ته وویل: "د پاکستان د پوځي ځواکونو له خوا چې د افغانستان په خاوره باندې بمباري شوې، زموږ ټولو ډیپلوماټیکو استازولیو په ګډه او په همغږۍ باندې یوه اعلامیه خپره کړه او دا برید یې په کلکه ټکو باندې غندلی دی. دا برید یې د افغانستان په خاوره باندې تېری بولي او د دوی څخه جدي غوښتنه کوي چې د دې څخه باید مخنیوی وشي."

په پراګ کې افغان سفیر شهزادګل آریوبي
په پراګ کې افغان سفیر شهزادګل آریوبي

په ایټالیا کې د افغانستان د سفارت په فېسبوک پاڼه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید د دې ډول سرغړونو مخه ونیسي.

په اسټرالیا کې د افغانستان سفارت هم لیکلي چې افغان ډيپلوماټانو څو واره د دې سرغړونو راپورونه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته استولي او وروستی برید د ملګرو ملتونو امنیت شورا او نړیوالې ټولنې له خوا د دې مهمې مسلې په موثره توګه د حل لپاره روښانه او پرېکنده اقداماتو اړتیا بیا تاییدوي.

د اعلامیې په یوه برخه کې ټینګار شوی چې د افغانستان ډيپلوماټيکې استازولۍ او د افغانستان خلک د هېواد د حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، ملي ارزښتونو د ساتلو او د یوه ډموکراټیک، خپلواک او سوله ییز افغانستان د بیا رغونې په برخه کې د خلکو د ارادې د ساتلو کلکه ژمنه لري.

په خوست او کونړ کې د پاکستان د بمباریو په نتیجه کې د ملکیانو د وژل کېدو په غبرګون د ملګرو ملتونو سازمان هم اندېښنه ښوولې وه.

په افغانستان کې ددغه سازمان مرستندویه ماموریت یوناما لیکلي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ملکیانو په مرګژوبلې اندېښمن دی او ملکیان باید هېڅکله په نښه نه شي.

د طالبانو د حکومت دفاع وزارت هم تر بریدونو یوه ورځ وروسته یکشنبه پر خوست او کونړ د پاکستان بمبارۍ «غیرانساني» او «ظالمانه» وبللې.

دغه وزارت ګواښ کړی وو چې هېڅ هېواد باید دوی مقابل اقدام ته اړ نه کړي.

د طالبانو مخالفې ډلې بیا پر افغانستان د داسې ورځې د راتلو پړه په طالبانو اچوي.

د مقاومت جبهې په خپله اعلامیه کې د پاکستان د بریدونو د غندلو تر څنګ ویلي چې طالبانو د افغانانو د دفاع لپاره هېڅ مناسبت ځواب نه ورکړی او نه به د دوی په خبره ورکړی شي.

اخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یکشنبه د خوست او کونړ بمباریو ته له اشارې پرته په یوه اعلامیه کې ټينګار کړی چې د افغانستان له خاورې د پاکستان په خاوره باندې بریدونه کېږي او عسکرو ته یې مرګژوبله اوړي.

XS
SM
MD
LG