د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

د پاکستان ادعا؛ د افغانستان له خاورې د دوی پر ضد فعالیتونه دوام لري


آرشیف: د تحریک طالبان پاکستان غړي
آرشیف: د تحریک طالبان پاکستان غړي

پاکستان د پوځي ادارو چارواکي ادعا کوي وايي، د افغانستان له خاورې د دوی پر ضد د فعالیتونو دوام اندېښمن کړي.

يوه خپره شوې ویډیو کې ښکاري، چې څو پاکستاني پوځيان د پاکستاني طالبانو لاس ته ورغلي او وسله یې ورنه اخلي.

دا ویډيو په خوست ولایت کې د شمالي وزیرستان پولو ته نږدې یو اوسېدونکي ازادي راډیو ته رالېږلې او ادعا کوي، چې پرون شنبه ناوخته د شمالي وزیرستان تحصیل غلام خان سیمه کې د پاکستاني پوځ او پاکستاني طالبانو يا TTP تر منځ نښته شوې ده.

دغه وزیرستاني کډوال د نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "له پاکستاني پوځ سره په دواګر او غلام خان سیمه کې چې پولې هاغاړې دي، د پاکستاني طالبان نښته وشوه چې د پاکستاني پوخ دوه پوستې یې ونیولې."

دا کس وايي، عام وګړی دی او د سترګو لیدلی حال یې له ازادي راډیو سره شریک کړی دی.

خو کومې خپلواکې سرچینې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان یو ځل بیا ادعا کړې چې د افغانستان له خاورې د دوی د پوځیانو پر ضد فعالیتونه کېږي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله خان په خپله ټوېتر پاڼه لیکلي، چې دا ډول پېښې د منلو وړ نه دي او د ترهګرو فعالیتونو د مخنیوي لپاره باید ژرترژره اقدام وشي.

په ورته وخت کې د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) پاکستاني رسنیو ته ویلي، چې پرون شنبه په شمالي وزیرستان کې د افغانستان له خاورې د پاکستاني طالبانو د برید په پایله کې یې درې پوځي سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ د پوځ د عامه اړیکو (ISPR) ویلي: "پاکستان د ترهګرو له خوا د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د فعالیتونو لپاره کار اخیستل په کلکه غندي او تمه لري چې افغان حکومت(طالبان) به په راتلونکي کې د دغه ډول فعالیتونو اجازه ورنه کړي، د پاکستان پوځ د ترهګرۍ د ګواښ په وړاندې د پاکستان د پولو د دفاع اراده لري او زموږ د زړورو سرتېرو دغه ډول قربانۍ به زموږ عزم نور هم پياوړی کړي."

د پاکستاني چاروکو دا ادعاوې هم کومې خپلواکې سرچینې نه دي تایید کړي.

هڅه مو وکړه، په دې د طالبانو د حکومت د چارواکو تازه نظر واخلو خو ویاندویانو یې زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد

خو وړاندې د طالبان د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و، چې د افغانستان له خاورې د بل هېواد پر ضد نه ده کارول شوې او نه به ترې داسې استفاده وشي.

د پاکستان پوځ په داسې حال کې تازه د خپلو دریو سرتېرو د وژل کېدو راپور ورکوي چې نږدې اونۍ مخکې هم په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني طالبانو TTP له بريد وروسته په دوو بېلابېلو پېښو کې اته پاکستاني پوځيان وژل شوي وو.

له هغه وروسته د پاکستان پوځ د افغانستان پر خوست او کونړ ولایتونو هوایي بمبارۍ وکړې چې نېږدې پنځوس کسان په کې ووژل شول او له شلو ډېر ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG