د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

د خوست چارواکي: پاکستان د سپیرې ولسوالۍ پر سرحدي سیمو بمباري کړې


د سپیرې ولسوالۍ سرحدي سیمې
د سپیرې ولسوالۍ سرحدي سیمې

نن د پنجشنبې په ورځ د خوست ولایت چارواکو وویل، د یاد ولایت د سپیرې ولسوالۍ د سرحدي سیمو له هغو کورنیو سره به بیړنۍ مرستې وکړي چې وړمه شپه او پرون ورځ د پاکستان د پوځ په هوايي بمباریو او د توغندیو په بریدونو کې زیانمنې شوي دي.

د سپیرې ځايي اوسېدونکو د ټیلیفون پر لیکه ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستان پوځ د چهارشنبې له شپې د پولي سره په یو شمېر نږدې کلیو کاڼي، سره ګنډه، پڅه مېله او نورو سیمو باندې هوايي بمبارۍ وکړې او همدارنګه يې ورباندې د درنو وسلو توغندي وتوغول.

د خوست ځینو امنیتي چارواکو یو شمېر رسنیو ته ویلي چې په‌دې بریدونو کې ۳ ملکیان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

په تڼیو کې قومي اربکي د افغان ځواکونو ملاتړ ته ورغلي دي.
په تڼیو کې قومي اربکي د افغان ځواکونو ملاتړ ته ورغلي دي.

د سپېرې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د بمباریو په سیمه کې چې پولي سره نږدې دي، ډېری وزیرستاني کډوال اوسېږي او له بریدونو وروسته لسګونه کورنۍ له هغه ځایه نورو خوندي سیمو ته کډه شوي دي.

خوست والي محمد حلیم فدايي وویل چې د یاد ولایت امنیتي او دفاعي ځواکونه د خپلو سیمو ساتنې ته پوره تیاری لري.

د نوموړي په وینا د سپېرې په سرحدي سیمو يې د پاکستان د پوځي هلیکوپټرو د بریدونو او توغندیو په اړه د افغانستان ملي امنیت شورا او بهرنیو چارو وزارت ته رسمي معلومات ورکړي دي.

فدايي زیاته کړه:

"د هر ډول تجاوزر پر وړاندې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه بشپړه اماده‌ګي لري، اما د اوس لپاره موږ له هغو کورنیو سره عاجله مرسته کوو چې هغوی د سپیرې په ولسوالۍ کې له خپلو ځایونو بې ځایه شوي او نور ټول موضوعات موږ د بهرنیو چارو وزارت او د ملي امنیت د شورا سره شریک کړي چې هغوی به له خپلو رسمي چینلونو له لارې دغه موضوع تعقیب او مناسب ځواب ووايي."

د عبدالله نور وزیر په نوم یو کس چې له یادې سیمې يې کورنۍ را ایستلې وايي، په‌دې بمباریو کې د خلکو د مرګ ژوبلې په خوا کې یو شمېر لوی او واړه ګاډي هم له‌منځه ولاړل.

د خوست پوځیان د سپیرې سرحدي سیمو ته ورغلي
د خوست پوځیان د سپیرې سرحدي سیمو ته ورغلي

د خوست چارواکي او د کورنیو چارو وزارت د رسنیو دفتر د دې برید څخه د اوښتو زیانونو معلوماتو ته حاضر نه‌شول، خو ويې ویل چې ډېر ژر به د بهرنیو چارو وزرات په‌دې اړه د افغان حکومت مؤقف په ډاګه کړي.

دا په‌داسې حال کې ده چې تېره ورځ د تڼیو ولسوالۍ مشرانو یوه جرګه رابللې وه او په‌دې يې مشوره وکړه چې څرنګه ولس او قومونه خوست لوري ته د پاکستاني پوځیانو د احتمالي مخته تګ مخه ونیسي.

سپېره او د تڼیو ولسوالۍ یو بل سره جوختې د ډیورنډ کرښې پر پوله پرتې دي.

یاده دې وي، تېرکال هم په ورته توګه په ځاځي میدان کې د پاکستانیو پوځيانو او افغان ځواکونو تر منځ چې قومي ملاتړ هم ورسره وو، پر پوله نښتې شوې وې.

خوست د افغانستان د سویل ختیځو ولایتونو څخه دی چې ډیورند کرښې سره ۱۸۴ کیلومتره ګډه پوله لري.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG