د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

د نجونو پر زده کړو د بندیز دوام؛ بلېنکن د طالبانو کړنې د اسلامي نړۍ له دریځ سره په ټکر کې وبللې


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري د نجونو او ښځو په زده کړو بندیز ته د غبرګونونو په دوام، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د طالبانو دا کړنې د اسلامي نړۍ له دریځ سره په ټکر کې وبللې.

بلېنکن چې د سه‌شنبې په ورځ د مې میاشتې په ۹مه نېته یې په واشنګټن کې د کوچني اختر د نمانځنې په یو پروګرام کې خبرې کولې وویل، هغه مهال چې طالبانو د افغان نجونو پر مخ د پوهنتون دروازې وتړلې د نړۍ ګڼو مسلمانو هېوادونو او د اسلامي نړۍ عالمانو د طالبانو دا پرېکړه وغندله او وې ویل چې، قران الکریم د ښځو او نارینه‌وو لپاره د زده‌کړو مساوي حق ورکوي.

نوموړي وويل: "کله چې طالبانو د ښځو په لوړو زده‌کړو بندیز ولګاوه، نو د نړۍ مسلمانو حکومتونو د دوی دا پرېکړه وغندله او وې ویل چې، د طالبانو دا اقدام غیرانساني او له اسلامي عقایدو سره په ټکر کې دی، د اسلامي نړۍ ګڼو دینې عالمانو هم د اسلامي شریعت په رڼا کې د طالبانو کړنې غندلي او ویلي يې دي چې قران کریم د ښځو او نارینه‌وو لپاره د زده‌کړو مساوي حق ورکوي."

د افغانستان په لوېدیځ کې د نجونو یو ښوونځي چې دا مهال د طالبانو له لوري تړل شوی دی.
د افغانستان په لوېدیځ کې د نجونو یو ښوونځي چې دا مهال د طالبانو له لوري تړل شوی دی.

طالبانو په افغانستان کې واک ته تر بیا ځلي رسېدو سم په ښوونځیو کې د نجونو منځنۍ زده‌کړې بندې کړي او وروسته یې بیا د پوهنتونونو دروازې هم د دوی په وړاندې وتړلې.

که څه هم د طالبانو د حکومت دا پرېکړې په کوز دننه او بهر په پراخه کچه وغندل شوې، خو دوی خپلې پرېکړې بدلې نه‌کړې.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د مې میاشتې په ۷مه د اسلام‌اباد کې د ستراتېژیکو مطالعاتو په مرکز کې یوې غونډې ته وویل چې د طالبانو حکومت د نجونو او ښځو زده‌کړې د تل لپاره نه‌دي بندي کړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د مې میاشتې په ۷مه د اسلام‌اباد د ستراتېژیکو مطالعاتو په مرکز کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د مې میاشتې په ۷مه د اسلام‌اباد د ستراتېژیکو مطالعاتو په مرکز کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال.

هغه وویل: "موږ هیڅکله نه‌دي ویلي چې د ښځو زده‌کړې ناروا عمل دی بلکې موږ دا ویلي چې د دوی زده‌کړې به تر بل امر پورې بندې وي. "

خو یو شمېر افغان زده کوونکې وايي، که څه هم د طالبانو امر ثاني پای نه‌لري، خو لا هم هیله لري په وړاندې به یې ښوونځي پرانیستل شي.

د ښوونځي يوې زده‌کوونکې عاليې ازادي راډيو ته وويل: "څه کم دوه کاله پوره شول، خو لا هم زموږ ښوونځي تړلي دي او لا هم انتظار کوو چې ښوونځي خلاص شي. موږ غوښتنه کوو چې موږ ته ښوونځیو ته د تګ اجازه راکړل شي، که څه هم دوی د یوې طرحې د جوړېدو ژمنه کړې وه خو تر اوسه هېڅ نه‌دي شوي."

دغه راز د ښوونځي يوه بله زده‌کوونکې فرشته وايي: "د ښوونځیو تړل او بیا ورسره دومره نامعقوله دلایل، له ورایه ښکاري چې دوی ملت ته دوکه ورکوي او د خلکو په سترګو کې خاورې اچوي. موږ غواړو چې نور باید د ښوونځیو بندې دروازې پرانیستل شي، نور دې اجازه نه ورکوي چې دا ملت له دې ډېر وځورېږي او له دوی سره یې کينه لا نوره هم زیاته شي."

یو شمېر طالب چارواکو له دې وړاندې ویلي وو چې پر یوې طرحې کار روان دی چې له مخې به یې د نجونو په وړاندې د ښوونځیو دروازې پرانيستل شي، خو له څه د پاسه شپږ سوه ورځو په تېرېدو د طالبانو حکومت نه خو دغه طرحه له خلکو سره شریکه کړه او نه یې هم خپله دا خبره په عمل کې ثابته کړه.

د طالبانو حکومت د زده‌کړو ترڅنګ پر افغان مېرمنو د کار په برخه کې هم محدودیتونه لګولي چې له امله یې په دې هېواد کې زرګونه مېرمنې بې‌کاره شوي او د بېلابېلو نړیوالو بنسټونو د راپورونو پر بنسټ د ښځو ترمنځ فقر او بې‌وزلي اوج ته رسېدلې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG