د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۴

رامز الاکبروف: د افغانستان بشري وضعيت کابو کېدو ته بايد لومړيتوب ورکړل شي


ارشيف
ارشيف

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي استازي مرستیال رامزالاکبروف وایي، روان کال په افغانستان کې له ۲۳ ميلیون او ۷۰۰ زره کسانو سره د مرستې لپاره څلور ميلیارډ او ۶۲۰ ميلیون امریکایي ډالرو ته اړتیا ده.

ښاغلي اکبروف چې د ملګروملتونو د بشري مرستو همغږی کوونکی هم دی، پرون چهارشنبې په څو ټویټونو کې وویل، دغو پیسو ته د دې لپاره اړتیا ده چې له لوږې، ناروغیو او له مړینې د خلکو د مخنیوي لپاره مبارزه وشي.

د هغه په خبره په داسې حال کې چې د طالبانو د حکومت ځینو پرېکړو له اړمنو کسانو سره د مرستندویه ټولنو د بشري مرستو رسولو پر وړتیاو منفي اغېزه کړې خو اوس د دې وخت نه‌دی چې د افغانستان خلکو ته شا شي، ځکه د ده په وینا دغه خلک د ټولو پیوستون ته اړتیا لري.

یو زیات شمېر عادي افغانان هم هره ورځ ازادي راډیو ته په رالېږلو پیغامونو کې د اوبو او خوراکي موادو له نشتوالي سر ټکوي.

د افغانستان بانک ميلیارډونه ډالره هم به بهر کې کنګل شوي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې د پام وړ کمې شوې او د افغانستان بانک ميلیارډونه ډالره هم به بهر کې کنګل شوي.

رامز الاکبروف همدارنګه ویلي، د نړیوالې ټولنې ټول غړي باید هر هغه څه چې په وس کې یې وي، ترسره کړي.

نوموړي د هغو پیسو پر ازادولو هم ټینګار وکړ چې، له مخکې د افغانستان لپاره ځانګړې شوې او ویې ویل، د راتلونکي لپاره د دغې بوديجې له تامین څخه باید ډډه ونه‌شي.

رامز الاکبروف
رامز الاکبروف

ښاغلي اکبروف د اپریل په ۱۶مه په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د یوناما د فعالیتونو په اړه د خپاره کړي راپور په یوه برخه کې ویلي، په دې هېواد کې یې فعالیتونه پر بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو پر حقونو د زیاتو شویو محدودیتونو د تایید په معنا نه‌دي.

نوموړي زياته کړې ده، دغه اقدامات، لکه تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړې بندیز، په غیردولتي مؤسسو او نورو سکتورونو کې له کار کولو د ښځو راګرځول، د ښځو پر حجاب، ازادانه ګرځېدا او د ورځني ژوند په نورو برخو کې پرې لګول شوي محدودیتونه د نه منلو دي او د افغانستان خلکو او د دې هېواد اقتصادي ودې لپاره به منفي پایلې ولري.

د طالبانو حکومت ویلي چې، د ملګروملتونو په ادارو کې پر ښځینه کارکوونکو بندیز د افغانستان د کورنیو ارزښتونو یوه موضوع ده او نه غواړي چې د ملګروملتونو فعالیتونو ته خنډ رامنځته کړي.

هیڅ افغان ښځه له دې سازمان سره د کار کولو اجازه نه‌لري.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، باید ټول اړخونه د دغه اقدام درناوی وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت، یوناما د اپریل په پنځمه په یوه بیان کې ویلي وو، د افغانستان اوسنیو واکمنانو ملګروملتونو ته ویلي چې، هیڅ افغان ښځه له دې سازمان سره د کار کولو اجازه نه‌لري.

یوناما د اپریل په ۱۵مه په یوه بل بیان کې وویل، د طالبانو حکومت هڅې کوي، دوی دې ته اړ کړي چې د افغانستان خلکو ته د خدمتونو د رسولو لپاره د پاتې کېدو او پر هغو اصولو د درېدو چې یوناما یې د رعایتولو مسولیت لري، ترمنځ یو دردوونکی انتخاب وکړي.

په بیان کې ویل شوي، د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازي روزا اوتنبایووا به د مې تر پنځمې پورې د خپلو عملیاتو څېړنې ته دوام ورکړي او د دې سازمان ټولو نارینه او ښځینه کارکونکو ته ویل شوي، د حیاتي کارونو د سرته رسولو لپاره له محدودو افرادو پرته نور دې د ملګروملتونو دفترونو ته نه ورځي.

د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالي امینه محمد د دوشنبې په ورځ وویل، دا سازمان په پام کې لري چې څو ورځې وروسته د ملګروملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرش په ګډون د طالبانو د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه د بحث لپاره یوه غونډه جوړه کړي.

په دې اړه نور جزیات نه‌دي ورکړل شوي.

ټاکل شوې دغه غونډه داسې مهال جوړه شي چې له څه باندې شلو میاشتو راهیسې د طالبانو سرپرست حکومت تر اوسه د نړۍ هیڅ یوه هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون بشري حقونو ته درناوی او د یوه ټول‌ګډونه حکومت جوړېدل د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره له مهمو شرطونو ګڼل کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG