د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۷

د طالبانو له لوري کندهار کې د سیمه ییزو ښوونځیو تړل کېدو غبرګونونه پارولي


ارشیف: په هلمند کې د یونېسف له لوري د یوه ښوونځي له زده کوونکو سره د قرطاسیې وېشلو له بهیره یو انځور
ارشیف: په هلمند کې د یونېسف له لوري د یوه ښوونځي له زده کوونکو سره د قرطاسیې وېشلو له بهیره یو انځور

په کندهار کې د طالبانو د پوهنې ریاست مني چې د پوهنې وزارت د مشرتابه له لوري ورته په دې ولایت کې د سیمه ییزو ټولګیو او ټولو ښوونیزو موسسو د فعالیتونو د ځنډېدو امر شوی دی.

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت له لوري په دې اړه په یو خپور شوي رسمي مکتوب کې راغلي چې په کندهار او هلمند کې به تر هغه سیمه ییز ټولګي او د ښوونیزو موسسو فعالیتوته تړلي وي چې د دې وزارت له لوري د څېړنې ټاکل شوي پلاوي د یادو پروژو په اړه څېړنې نه وي بشپړي کړي.

په کندهار کې د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت ویاند وکیل احمد متوکل هم دا مکتوب تاييدوي، خو وايي دا بندیز لنډمهالی دی او د ستونزو تر حل وروسته به سیمه ییزو ټولګیو ته د بیا فعالیت اجازه ورکړل شي.

هغه وویل: "د ځینو ولسي شکایتونو پر بنسټ د ټولو تعلیمي موسساتو کارونه درول شوي دي، د وزارت مقام رهبري په دې اړه په خبرو اخته دي ښايي دا ستونزه ژر حل شي."

ارشیف: په کندهار کې د یوه سیمه ییز ښوونځي زده کوونکې. June 5, 2022
ارشیف: په کندهار کې د یوه سیمه ییز ښوونځي زده کوونکې. June 5, 2022

په ورته وخت کې په کندهار کې د یو سیمه ییز ټولګي ښوونکی ختیځ نوروز وايي چې تېره ورځ ورته د مسوولانو له لوري د دغه ټولګیو د تړل کېدو امر شوی دی.

ده له ازادي راډيو سره په خبرو کې د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د دغه ټولګیو د بېرته خلاصېدو په برخه کې جدي ووسي، ځکه په خبره یې که تړلي پاتې کېږي زرګونه زده کوونکي به له زده کړو بې برخې شي.

هغه زیاتوي: "په دې ټولګیو کې زرګونه ماشومان زده کړې کوي، دا په کم وخت کې دویم ځل دی چې دا ټولګي تړل کېږي، په دې هیله چې دا ځل دا وقفه لنډه وي او ژر بېرته پرانیستل شي."

که څه هم د کندهار د پوهنې ریاست مسوولان ادعا کوي چې دا پرېکړه د ولسي شکایتونو پر بنسټ شوې، خو د کندهار یوه اوسېدونکي ازادي راډیو ته وویل چې په دغو ټولګیو کې په هغه سیمو کې چېرته چې ښوونځي نه شته د دوی اولادونو ته زده کړې ورکول کېږي او په بندېدو یې دوی سخت خواشیني دي.

د کندهار اوسېدونکي منیراحمد احمد ازادي راډیو ته وویل: "دا کار زموږ لپاره یو ښه خبر نه دی، د دې لپاره چې سیمه ییز ټولګي تر ډېره په هغه سیمو کې دي چې هلته ماشومانو ته د زده کړو زمینه نه ده برابره، نو په دې خاطر دغه پرېکړې سخت خوابدي کړي یو، په ځانګړي ډول په هغه سیمو کې چې هلته هېڅ حکومتي او شخصي ښوونځي نه شته او ماشومان زده کړو ته هېڅ لاسرسی نه لري."

محلي ټولګي د افغانستان په هغه سیمو کې فعال دي چېرې چې ماشومان ښوونځیو ته لاسرسی نه لري.

یوازې په کندهار ښار او ولسوالیو کې شاوخوا ۱۵۸۸ محلي ټولګي فعال دي چې د یونېسف او نورو موسسو لخوا یې مالي ملاتړ کېږي.

لا معلومه نه ده چې د طالبانو حکومت به دا ټولګي بېرته پرانېزي او که نه؟

دوی له دې مخکې د نجونو د منځینو ښوونځیو د بندېدو خبره هم لنډمهالي لپاره کړې وه، خو دا دې د شاوخوا شلو میاشتو په تېرېدو سره لا هم تړلي پاتې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG