د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۶

سره صليب افغانستان کې د بشري بحران پر پراخېدو اندېښنه ښودلې


ارشيف
ارشيف

د سره صلیب نړیواله کمېټه یا (ICRC) وايي، په افغانستان کې د بشري بحران پراخېدو ته اندېښمن دي.

دا اندېښنه وروسته له هغې ښوول کېږي، چې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځینه کارکوونکو کار د طالبانو له‌خوا منع شو او دغه سازمان وویل دا کار اړو کسانو په ځانګړي ډول بې‌وزلو ښځو ته د بشري مرستو رسولو چارې ټکنۍ کوي.

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویاند، پروېز احمد فیضي پرون پنجشنبه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دا مهال د افغانستان نیمايي نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري.

د افغانستان د نفوس نیمايي برخه بشري مرستو ته اړتیا لري.

ښاغلی فيضي وايي: "د سره صلیب نړیواله کمېټه په افغانستان کې د زیاتېدونکي بشري بحران په باب اندېښنه لري. د افغانستان د نفوس نیمايي برخه بشري مرستو ته اړتیا لري. اقتصادي بندیزونو ناوړه اقتصادي وضعیت لا ژور کړی. بشري سازمانونه د خلکو د زیاتېدونکو اړتیاو په وړاندې د اقدام ظرفیت نه‌لري. موږ له انکشافي ادارو او دولتونو غواړو چې افغانستان ته ستانه شي او د وضعیت د لا خرابۍ د مخنیوي لپاره د مهمو او اساسي پروژو ملاتړ ته دوام ورکړي."

افغانان له سختې بې‌وزلۍ او فقر سره مخ دي، انځور يو شمېر بې‌وزله ښځې
افغانان له سختې بې‌وزلۍ او فقر سره مخ دي، انځور يو شمېر بې‌وزله ښځې

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي چې، روان میلادي کال به په افغانستان کې ۲۸ ميلیونه او درې لکه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري او تر شپږو ميلیونو ډېر کسان له قحطۍ سره یوازې یو څو ګامه فاصله لري.

طالبانو د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت د ښځینه کارکوونکو کار هم منع کړی، چې دې کار یې پراخ عکس العملونه یې پارولي دي.

په افغانستان کې اوسنی بشري وضعیت د نړۍ د بندیزونو او فشارونو له کبله راغلی.
ذبيح‌الله مجاهد

افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما تېره دوشنبه په یوه اعلامیه کې خپلو کارکوونکو ته ویلي، په افغانستان کې د دې سازمان د فعالیت د دوام په اړه د پرېکړې تر وخته دې د مې میاشتې تر پنځمې خپلو دفترونو ته نه‌ځي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، په افغانستان کې اوسنی بشري وضعیت د نړۍ د بندیزونو او فشارونو له کبله راغلی.

هغه د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکونکو بندیز د افغانستان کورنۍ موضوع وبلله.

طالبانو د وري/ حمل پر پنځلسمه (اپرېل میاشتې پر څلورمه) په ننګرهار کې د یوناما ښځینه کارکوونکې له کاره منع کړې، په ځواب کې یوناما له خپلو۳۳۰۰ کارکوونکو وغوښتل چې د مې میاشتې تر پنځمې پر کور پاتې شي.

انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

یوناما په خپله اعلامیه کې ویلي د طالبانو دا پرېکړه، افغانانو ته د ژغورونکو خدمتونو د رسولو په برخه کې خنډونه رامنځ‌ته کوي.

د ملګرو ملتونو په شمول نړیوال بشري سازمانونه د ښځو زده‌کړې او کار د هغوی اساسي بشري حق بولي او طالبان ملامتوي چې د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې پر ښځو د پرله‌پسې بندیزونو په لګولو سره له هغوی اساسي بشري حقونه اخیستي دي.

په تېره ډسمبر میاشت کې په کورنیو او بهرنیو غیردولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز لا د مخه د دې سبب شوی، چې ګڼې مرستندویې ادارې په افغانستان کې خپل کارونه بند او یا محدود کړي چې په شدت یې اړو خلکو ته د بشري مرستو د رسولو چارې اغېزمنې کړې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG