د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۲

يونېسف: پر ښځينه کارکوونکو د بنديز پرېکړه به د ماشومانو ژوند وګواښي


يو خوارځواک ماشوم، ارشيف
يو خوارځواک ماشوم، ارشيف

یونېسف یا د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو وجهي صندوق وایي، که طالبان د ښځو پر کار کولو بندیزونه لرې نه‌کړي نو د طالبانو دا پرېکړه به د ماشومانو د ژوند په بیه تمامه شي.

د پلازمېنې يوه اوسېدونکې مریم چې کورنی اقتصاد یې خورا کمزوری دی اندېښنه لري چې، که د ملتونو بشري مرستې بندې شي نو دا به د افغانانو ترمنځ د بې‌وزلۍ کچه لا پسې لوړه کړي.

مریم وایي، خلک د ملګروملتونو د مرستو پرته ان د خپلو ماشومانو د ساتنې او پالنې توان هم نه‌لري.

خلک هیڅ کاروبار نه‌لري، سهار تر شپې په کورونو کې وي، هیڅ څه خوړلو ته نه‌لري."
مريم

نوموړې وايي: "که د خلکو ښځو ته په ملګرو ملتونو کې د کار کولو اجازه ورنه‌کړي، د خلکو اولادونه تلف کېږي، بربنډ پاتې کېږي، وږي پاتې کېږي، هیڅ څه هم نه‌لري، همدا مسولیت د طالبانو پر غاړه دی، خلک هیڅ کاروبار نه‌لري، سهار تر شپې په کورونو کې وي، هیڅ څه خوړلو ته نه‌لري."

یوه بله مېرمن چې خپل ماشوم یې د درملنې او شيدو اخیستو ورکولو لپاره د ننګرهار ولایت یو کلینک ته راوړی، ازادي راډيو ته وویل: "له غریبۍ ناسته یم، له مستۍ ولاکه ناسته یم، دا کوچنیان مو وږې وو، دا یو د لسو میاشتو دی، په پښو نه‌شي تللی، شفاخانې ته مو راويسته، چې شيدې او دوا دلته ورکړي، دا یوویشتمه ده چې دلته ناسته یم."

انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

د طالبانو د حکومت له‌خوا په ملګرو ملتونو کې د ښځو پر کار کولو بندیز په داسې حال کې دی چې، په افغانستان کې د لوږې او فقر د زیاتېدو په اړه د خلکو اندېښنې مخ پر ډېرېدو دي.

د ملګرو ملتونو سازمان وایي، له ښځينه همکارانو پرته ناممکنه ده چې افغانانو ته بشري مرستې ورسوي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق اجرايیوي مسوول کاترین راسل په یوې اعلامیې کې ویلي، د طالبانو د حکومت نوې پرېکړه به په افغانستان کې په بشري ناورین، د زیاتو ماشومانو مړینه او د ماشومانو د ژوند په بیه تمامه شي.

دی وايي چې، د طالبانو دغه پرېکړه د ښځو له اساسي حقونه سرغړونه ده او دا به په ټول هېواد کې د بشري مرستو بهیر کمزوری کړي.

راسل په اعلامیه کې دا هم ویلي، چې سږ کال ۲۸ میلیون افغانان بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري چې ۱۵ میلیونه یې ماشومان دي.

د یونېسف اجرايیوي مسول د طالبانو د حکومت له لوري په ملګرو ملتونو سازمانونو او د ماشومانو د خوندیتوب صندوق کې د ښځو پر کار بندیز، غیر منطقي بللی دی.

د يوناما د مرستو رسولو پروګرامونو کې تر ډېره ښځينه کارکوونکې ونډه لري، انځور - ارشيف
د يوناما د مرستو رسولو پروګرامونو کې تر ډېره ښځينه کارکوونکې ونډه لري، انځور - ارشيف

یونېسف د راسل له قوله لیکلي: "افغانې ښځې زموږ د بشري مرستو حیاتي رګ په شان دي، هغوی ډېرې ماهرې دي، دوی اسیب پذیرو ماشومانو، ښځو،ناروغانو، زړو او معلولو کسانو ته لاس‌رسي لري، دوی داسې کسانو ته لاس‌رسي لري چې زموږ نارینه همکاران هغه ته لاس‌رسي نه‌شي پيدا کولای، دوی د تغذیې متخصیصینې، د ټولنې د روغتیایي او ټولنیزې رضاکارانې، معلمانې، واکسیناتورانې، نرسانې او ډاکټراڼې او نور ډېر څه دي."

"افغانې ښځې زموږ د بشري مرستو حیاتي رګ په شان دي
راسل

یونېسف وایي، سږ کال دوی پلان لري، چې خوارځواکو ماشومانو د درملنې، واکسینونه،کورنیو ته د ګرمو جامو وېش، د څښاک پاکې اوبه او نورو اړینو روغتیايي توکو ته د لاس‌رسي په برخه کې ۱۹ میلیونه افغانانو لپاره خدمات وړاندې کړي.

خو د دغه سازمان د اعلامیې پر بنسټ د دغو مرستو د رسولو لپاره د سیمه‌ییزو ښځينه همکارانو شتون اړین دی.

د یونېسف اجرايیوي مسوول د طالبانو له حکومت وغوښتل چې د نجونو او د ښځو پر کار او زده‌کړو بندیزونه ليرې کړي.

تر اوسه د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د اندېښنو او په ملګرو ملتونو دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز او د بې‌وزلۍ د ډېرېدو په اړه کوم هیله بښونکی ځواب نه‌دی ورکړی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG