د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۸

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه: طالبان دې پر ښځو لګول شوي محدودیتونه لرې کړي


تصویر آرشیف: اجلاس نماینده گان کشور های عضو شورای امنیت سازمان ملل
تصویر آرشیف: اجلاس نماینده گان کشور های عضو شورای امنیت سازمان ملل

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د رایو په قاطع اکثریت پر افغانستان له واکمنو طالبانو وغوښتل چې پر نجونو او ښځو لګېدلي محدودیتونه چې ظالمانه بلل شوي دي، لیرې کړي.

په هغه ګډه اعلامیه کې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوولسو غړو بېګا خپره کړه ویل شوي دي چې د خیریه موسسو ښځینه کارکوونکې، د افغانستان د روان ناوړه وضعیت لپاره ډېرې مهمې دي ځکه د افغان ښځو او نجونو لپاره د ژوند ژغورنې هغه اساسي خدمات وړاندې کوي چې نارینه یې نه شي کولای.

په ملګروملتونو کې د جاپان سفیر کیمي هیرو ایشیکان د امنیت شورا اعلامیه هغو خبریالانو ته واوروله چې د دې هېوادونو د ديپلوماتانو پر شاوخوا راټول شوي وو.

جاپان اوسمهال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره يي مشري کوي.

په کابل کې د معترضو ښځو د لاریون یو انځور
په کابل کې د معترضو ښځو د لاریون یو انځور

دې اعلامیې ته د امنیت شورا دایمي غړو، متحدوایالتونو، بریتانیا او فرانسې او دوره یي غړو البانیا، برازیل، اکوادور، ګابن، مالتا، سویس متحده عربي اماراتو او جاپان مثبتې رایې ورکړې.

خو د امنیت شورا دوو دایمي غړو روسیې او چین او دوو دوره یي غړو موزمبیق او ګانا منفي رایې ورکړې.

په اعلامیه کې د بشري مرستو په رسوونکو موسسو کې جنسیت ته له پام پرته د کارکوونکو د کار پر وړاندې د خنډونو د له منځه وړلو پر اړتیا ټینګار شوی.

په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا سفیرې باربارا ووډ وارډ پر ټویټر په یوه بیان کې ویلي دي چې د پنجشنبې تر ورځې په سلو کې شاوخوا پنځلسو غیرحکومتي موسسو د طالبانو د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې په افغانستان کې خپل فعالیت بند کړی او د بشري مرستو په رسولو کې په سلو کې ۶۸ کمښت راغلی چې د هغې په وینا د پام وړ دی.

مېرمن ووډوارډ زیاتوي چې د ښځو له ګډون پرته د بشري مرستو د رسولو چارې امکان نه لري.

په بېګانۍ اعلامیه کې، په افغانستان کې د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو او کار او همداراز د ښځو پر فردي آزادیو او د وګړو پر بشري حقونو د لګېدلو محدودیتونو د سمدستي لیرې کېدو غوښتنه هم شوې.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پنځه دایمي او لس دوره یي غړي لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG