د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۶

د افغان امنیتي ځواکونو د پاشلتیا ملامتي د چا پر غاړه ده؟


نړيوالې ورځپاڼې
نړيوالې ورځپاڼې

ایروایشیا ریفیو:

ایروایشیا ریفیو خپرونې په دې اړه په لیکنه کې د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ مه د کابل د سقوط او ورسره هممهاله د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د پاشلتیا یادونه کړې او لیکلي چې د دغو ځواکونو په جوړولو امریکا شل کاله ميلیاردونه ډالر ولګول.

خپرونې په دې اړه د بریتانیا په پارلمان کې بحثونو او د سیګار راپور ته اشاره کړې ده.

د بریتانیا د پارلمان د بهرنیو اړیکو کمېټې په یوه څېړنه کې ویلي چې له افغانستان څخه د بریتانیايي پوځیانو وتل یو ناورین او یو خیانت و چې د دغه هېواد ګټو ته یې د کلونو لپاره زیان واړاوه.

کمېټې ویلي چې د استخباراتو، دیپلوماسۍ او پلان جوړونې په برخو کې سیستماتیکه ناکامي وه.

د روانې مې په منځویو کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش د امریکا متحد ایالتونه د افغانستان د امنیتي ځواکونو د ماتې په خاطر تورن کړل.

ده وویل چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د پاشلتیا یوازینی تر ټولو مهم عامل له طالبانو سره د دوحې د تړون پر اساس له افغانستانه د امریکايي ځواکونو او قراردادیانو په بېړه وتل و.

دا تړون د ۲۰۲۰ د فبرورۍ په ۲۹ د ولسمشر دونالډ ټرمپ حکومت لاسلیک کړ او د ولسمشر بایډن حکومت عملي کړ.

خپرونې د افغانستان د پرځول شوي ولسمشر اشرف غني د هغې مرکې یادونه کړې چې د ۲۰۱۸ په جنورۍ کې یې له سي بي ایس ټلوېزیون سره کړې وه.

ښاغلي غني منلې وه چې د امریکا له ملاتړه پرته د افغانستان حکومت په ۶ میاشتو کې سقوط کوي. دې ته ورته اندېښنه په هغه استخباراتي ارزونه کې شوې وه چې د ۲۰۲۱ په جون کې خپره شوه.

مېل ورځپاڼه:

د بریتانیا مېل ورځپاڼې د افغانانو په خاطر د امریکا پر حکومت د مدني حقونو د یوې ډلې د دعوې په اړه لیکنه خپره کړې ده.

ورځپاڼه لیکي، د باسټن ایالت د مدني حقونو یوه ډله د امریکا پر حکومت په دې خاطر دعوه کوي چې ولې د طالبانو له لاسه امریکا ته تښتېدلیو افغانانو ته بشري مرستې نه ورکوي.

د امریکا د مدني ازادیو ټولنې، چې مرکز یې په ماساچوسیت کې دی، د باسټن په فدرالي محکمې کې د چهارشنبې په ورځ د یو شمېر هغو افغانانو له لوري حقوقي دعوه ثبت کړه چې غواړي د خپلو کورنیو غړي امریکا ته ورولي.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته امریکا څه باندې ۷۰ زره افغانان ومنل خو هغوی وايي چې نژدې خپلوان یې په افغانستان کې پاتې دي او باید اجازه ورکړل شي چې امریکا ته ولېږدول شي.

په ماساچوسیت کې د امریکا د مدني ازادیو ټولنه وايي دا افغانان، چې په افغانستان کې پاتې دي، د طالبانو له لوري د وژل کېدو له خطر سره مخامخ دي.

د باسټن محکمې ته په وړاندې شوې حقوقي دعوه کې د یوه افغان له قوله ویل شوي چې د ده د کورنۍ ۶ غړي په افغانستان کې پاتې وو چې ۳ تنه یې وژل شوي دي.

پر هغو څه باندې ۷۰ زره افغانانو سربېره چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته امریکا ته لېږدول شوي، لسګونو زره نورو په امریکا کې د پناه غوښتنې کړي خو د افغانانو د لېږد پروسه وروسته له دې ټکنۍ شوې چې امریکا ته اوکرایني کډوالو مخه کړه او امریکا د هغوی لپاره ځانګړی پروګرام پیل کړ.

د افغان کډوالو د منلو بهیر په ډېرو اروپايي هېوادونو کې هم وروسته له دې اغېزمن شو چې اروپايي هېوادونو ته ميلیونونو اوکرایني کډوالو مخه کړه.

XS
SM
MD
LG