د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

له افغانستان د امريکايي ځواکونو وتلو مساله؛ مک‌کال: د بايډن اداره له وضاحت تېښته کوي


انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

له افغانستان نه د امریکا ځواکونو له وتلو وروسته دغه مسله اوس دننه امریکا کې د دغه هېواد د چارواکو ترمنځ په ناندرۍ اوښتې.

د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رئیس (مایکل مک‌کال) چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د امریکا وتل له افغانستان څېړي په یو تازه بیان کې یې ویلي، د بایډن اداره غواړي له افغانستان د خپلو ځواکونو د وتلو په اړه د امریکایانو اذهان ګډ وډ کړي.

د امریکا د استازو جرګې د نوموړي له قوله په یو بیان کې د پنجشنبې ورځې ناوخته ویلي، د امریکا خلک د دغو ویجاړوونکو وتلو لپاره د ځواب ترلاسه کولو مستحق دي او باید روښانه ځواب ورته وړاندې شي.

مک‌کال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېد پرایس هغه څرګندونو ته چې دوی به له یادې جرګې سره په دې اړه د معلوماتو په شریکو کولو کې پوره همکاري وکړي په غبرګون کې ویلي، د بهرنیو چارو وزارت د دریو ځانګړو مواردو په اړه چې دغې کمېټې ورڅخه د ځواب ترلاسه کولو غوښتنه کړې له ځواب ورکولو ډډه کړې.

جمهوري‌پال مک‌کال همدا راز ویلي، له افغانستانه وتل د دې ادارې پر اعتبار یو داغ دی او دا چې د بهرنیو چارو وزارت یې د شفافیت نشتوالي د پټولو هڅه کوي، دا یو بل دلیل دی چې موږ باید په دې اړه ځوابونه ترلاسه کړو.

د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رئیس مايکل مک‌کال
د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رئیس مايکل مک‌کال

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېد پرایس د روانې میلادي میاشتې په ۱۳مه د یوې خبرې ناستې پر مهال ویلي وو: "له افغانستانه د متحده‌ایالاتو د ځواکونو له وتلو راهیسې، موږ د دواړو ګوندونو غړو او کارکوونکو ته له ۱۵۰ زیاتې توضيحي غونډې لرلې دي. برسېره پر دې، د دې وزارت لوړپوړي چارواکي په علني غونډو کې حاضر شوي او د افغانستان په اړه یې پوښتنو ته ځوابونه ویلي او دې ادارې د افغانستان د پاليسۍ په اړه د دوی د غړو او کار کوونکو د معلومات اخیستو ډېری غوښتنې ځواب کړې دي."

"د اوس لپاره امریکا ته دا ډېره مهمه ده چې د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو یو ملي بحث رامنځته کړي

ښاغلی پرایس دا هم ویلي چې، د وزارت چارواکي له یادې جرګې سره هر ډول همکارۍ ته چمتووالی لري.

له دې سره خوا کې بیا افغان شنونکی محب شریف په افغانستان کې روان حالات له دغه هېواده د امریکا ناپلان شوي وتل په ګوته کوي.

نوموړي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د اوس لپاره امریکا ته دا ډېره مهمه ده چې د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو یو ملي بحث رامنځته کړي او د دې په خوا کې پر ځای د دې چې په افغانستان بندیزونه ولګوي، د افغانستان شتمني کنګل کړي چې نېغ په نېغه یې ضرر ملت ته رسیږي له دې باید ډډه وکړي، افغانان باید د امریکا د غلطې پالیسۍ قرباني نه‌شي، د افغانستان ولس باید د هغې پور ور نه‌کړي."

دا په داسې حال کې ده چې له کله نه چې د امریکا پخواني ولسمشر جمهوریت‌پال ډونلډ ټرمپ په دوحه کې له طالبانو سره د خبرو زمینه برابره کړه، له هماغه وخت نه د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره لاره هواره شوه.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو په وتلو سره په دې هېواد کې د امریکا شل کلنه جګړه پای ته ورسېده، خو طالبان یو ځل بیا پر دې هېواد واکمن شول.

خو د امریکا ولسمشر جو بایډن په کراتو کراتو له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د پرېکړې دفاع کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG