د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۴

د افغانستان له هوايي حریمه د ۴۰۰ تېریدونکو پروازونو کچه ۶۵ ته راکښته شوې


د افغانستان هوایي حریم
د افغانستان هوایي حریم

د افغانستان له هوايي حریمه په تېر نظام کې په ورځیني ډول شااوخوا ۴۰۰ عبوري پروازونه کیدل خو اوس دغه پروازونه ۶۵ ته راکښته شوي.

د افغانستان د هوايي چلند ادارې ویاند امام الدین احمدي نن پنجشبې( د مرغومې په ۱۶مه) ازادي راډيو ته وویل، هڅې روانې دي چې د افغانستان هوايي حریم کنټرول او مدیریت شي.

هغه وايي، اوس مهال د طالبانو، قطر او ترکیې هېوادونو تخنیکي ټیمونه په دې اړه بحث کوي.

احمدي وایي:" په ورځیني ډول ۶۵ پروازونه لرو خو په ملکي برخه کې موږ اړتیا لرو چې خدمات وړاندې کړو او موږ د دې خدماتو لپاره اړتیا لرو چې یو قرارداد لاسلیک کړو چې زموږ تخنیکي ټیم له قطر او ترکیې سره په دې برخه کې کار کوي او هیله لرو چې یوې پایلې ته ورسیږو"

د هوایي چلند اداره وايي عبوري پروازونه ۶۵ ته راکښته شوي.
د هوایي چلند اداره وايي عبوري پروازونه ۶۵ ته راکښته شوي.

په ورستیو کلنو کې د هوايي حریم د کنترول او مدیریت به برخه کې تل اندېښنې مطرح شوي دي.

له دې وړاندې د افغانستان هوايي حریم د نړېوالو ځواکونو له خوا کنټرول کیده چې کله نا کله به د افغانانو او نړېوالو ځواکونو د همغږۍ په برخه کې اندېښنې مطرح کیدې خو په ۱۳۹۴ کال کې د افغانستان د هوايي حریم کنټرول په رسمي ډول د افغانستان پخواني حکومت ته وسپارل شو.

خو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او د دوی له لورې د رادار سیسټم ویجاړول هغه مسله وه چې هوايي حریم د کنټرول ستونزې یو ځل بیا زیاتې شوې.

له دې ټولو سره اوس دا معلومه نه ده چې د افغانستان هوايي حریم کنټرول د طالبان په لاس کې دی او که نه.

که څه هم د طالبانو د هوايي چلند ادارې دې پوښتنې ته ښکاره ځواب ور نه کړ خو ټېنګار یې وکړ چې د افغانستان د هوايي حریم د کنټرول او مدیریت لپاره د هوايي چلند له نړېوال سازمان ( ایکو) سره په اړیکه کې دي ترڅو د هوايي حریم د کنټرول او مدیریت لپاره له یو نړېوال شرکت سره تړون لاسلیک کړي.

له بلې خوا بیا سیاسي شنونکي شکور نیازی دې مسلې ته په اشارې سره وايي، په اوسنۍ اداره کې څو عوامل شته چې د افغانستان له فضا کمې الوتکې تګ راتګ کوي.

نیازی وایي:" یو عامل چې د افغانستان له هوايي حریمه کمې الوتکې ځي او راځي هغه د پخواني حکومت سقوط او د طالبانو واک ته رسیدل دي او طالبان تراوسه نړۍ په رسمیت نه دي پيژندلي. دوم عامل دا دی چې زموږ هوايي ډګرونه هغه ډول چې اړتیا ده نه کنټرول کیږي او د دې چارې د مخنیوي لپاره باید پخواني شرکتونه بېرته راوغوښتل شي او که دا کار و نه شي موږ به د خپل هوايی حریم له اړخه زیاد زیان ووینو."

د پخواني حکومت په وخت کې په ورځیني ډول به د افغانستان له هوايی حریمه له ۳۵۰ تر ۴۰۰ عبوري پروازونه کیدل.

د طالبانو د هوايي چلند اداره وايي، د پخواني حکومت په وخت کې د افغانستان له هوايي حریم نه د هرې الوتکې په تېریدو سره به ۷۰۰ امریکايي ډالره د افغانستان خزانې ته ور اضافه کیده چې په کلني ډول به یې عاید ۶۵ میلیونو ډالرو ته رسیده.

XS
SM
MD
LG