د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

د المپيک کمېټې په لوبو کې د ګډون لپاره افغانستان ته شرط؛ نړيوالو ورځپاڼو پرې تبصرې کړي


د المپيک نړيواله اداره
د المپيک نړيواله اداره

یو ایس نیوز خپرونه:

  • یو ایس نیوز خپرونې لیکلي چې د المپیک نړیوالې کمیټې (IOC) د سه شنبې په ورځ پر افغانستان واکمنو طالبانو ته خبرداری ورکړ چې د ښځو او ځوانو نجونو سپورت ته د خوندي لاسرسي اجازه ورکول د ۲۰۲۴ کال پاریس په لوبو کې د دې هېواد د استازیتوب لپاره یو شرط دی.

وروسته راغلي چې، په افغانستان کې د ښځو سپورت د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له یو ځل بیا واک ته رسېدو راهیسې ځپل شوی دی.

مقاله یادونه کوي چې د IOC اجرایوي بورډ پر افغان ښځو د محدودیتونو په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړه او دا محدودیتونه یې په کلکه وغندل.

په مقاله کې د یاد بورډ له قوله راغلي چې د افغانستان په استازیتوب باید ښځینه ورزشکارانې شاملې وي چې په افغانستان کې دننه او له دې هېواده دباندي اوسي او همدا راز ښځې باید په حکومت او ادارو کې خپل استازیتوب وکړي.

د بشري حقونو د څار سازمان د دوشنبې په ورځ له IOC غوښتي وو چې په افغانستان کې تر هغه وخته پورې د سپورت چارې وځنډوي چې ښځو او نجونو ته په ورزش کې د ونډه اخیستلو حق نه وي ورکړل شوی.

نیوز ماکس خپرونه:

  • نیوز ماکس خپرونې NewsMax لیکلي، د امریکا په استازو جرګه کې جمهوري غوښتونکي په پام کې لري چې، راتلونکې میاشت په دې اړه څېړنې پیل کړي چې د بايډن ادارې له افغانستانه د وتلو بهیر څه ډول پر مخ وړی.

د استازو جرګې د څار کمېټې لوړپوړي غړي جیمز کامر له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په برخه کې په رسمي ډول له یو شمېر ادارو اسناد غوښتي دي.

په مقاله کې راغلي چې کامر یو داخلي یادښت لیکلی چې د بایډن اداره یې په "غیرقانوني" خنډ رامنځته کولو تورنه کړې او دا وروسته له هغه چې له رسمي څارونکي يې نوي مواد ترلاسه کړي چې د افغانستان د بیارغونې څارنه کوي.

وروسته یادونه شوې چې راپورونه وايي جمهوري غوښتونکي غواړي، د نورو احتمالي پلانونو تر څنګ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د پلان او ارتباط په اړه له ملي امنیت شورا او بهرنیو چارو وزارته هم واوري.

همدا راز په مقاله کې لولو چې جمهوري غوښتونکي په دې اړه معلومات غواړي چې ولې هوايي ملاتړ مخکې تر دې قطع شو چې ټول امریکايي اتباع له افغانستانه ایستل شوي وای.

ایسټرن ای خپرونه:

  • ایسټرن ای خپرونې په برېتانیا کې د افغانانو د مېشته کېدو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

په دې مقاله کې راغلي، له هغه راهیسې چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړی، یوازې څلور افغانان په برېتانیا کې په بشپړه توګه مېشته کړای شوي دي.

د مقالې د لیکوال په وینا دا شمېر څرګندوي چې د افغان اتباعو د بیا مېشته کولو پروګرام یا (ACRS) په خپل کار کې شاته پاتې دی چې په برېتانیا کې په لومړیو پنځو کلونو کې د پنځو زرو په ګډون يې په ټوله کې د ۲۰۰۰۰ افغانانو د مېشته کولو پلان درلود.

مقالې د انډیپینډینټ ورځپاڼې د راپور له قوله لیکلي چې شاوخوا ۶،۳۱۴کډوالو ته چې له مخکې په برېتانیا کې دي، د ناڅرګندې مودې لپاره په برېتانیا کې د پاتې کېدو اجازه ورکړل شوې ده.

شا او خوا ۶۰۰۰ افغانانو ته ویزې ورکړل شوي چې هدف یې د هغو کسانو ملاتړ دی چې د برېتانیا له نظامیانو او هغوی له کورنیو سره یې کار کړی وو.

په مقاله کې د ملګرو ملتونو راپور ته هم اشاره شوې چې وايي د تېر کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د لوېدیځو ځواکونو په بحراني توګه له وتلو راهیسې په دې هېواد کې په انتقامي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۶۰ افغانان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG