د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

د خوړو نړیوال پروګرام: تر ۲۰ میلیون ډېر افغانان د خوړو خوندیتوب نه لري


ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان
ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، افغانان په تېر ۲۰۲۲م کال کې له جدي لوږې او خوراځواکۍ سره مخ شوي او کاري، ښوونیز او کرنیز فرصتونه خورا ډېر کم شوي دي.

ریلیف وېب تېره ورځ د مارچ په ۳۱مه د خوړو نړیوال پروګرام له قوله ویلي، افغانستان تېر کال له اقتصادي کړکېچ، وچکالۍ، زلزلو، سېلابونو او د بشري حقونو برخه کې له محدودیتونو سره مخ شوی دی.

په دوام کې راغلي چې تر ۲۰ میلیونه ډېر افغانان د کړکېچ له بېړنۍ وضعیت او خوړو خوندیتوب نشتون سره مخ شوي دي.

ارشیف: په خوست کې خلک د کار او خوړو نشتوالي څخه شکایت کوي. 02-12-2021
ارشیف: په خوست کې خلک د کار او خوړو نشتوالي څخه شکایت کوي. 02-12-2021

په راپور کې ویل شوي، افغانستان د نړۍ په کچه د خوړو نړیوال پروګرام لپاره تر ټولو لوی د خوراکي پروګرامونو د عملیاتو په سر کې دی.

د خوړو نړیوال پروګرام په ۲۰۲۲م کې وکولای شول څو اړمنو افغانانو لپاره ۱.۱۴ ټنه خوراکي توکي او ۳۲۷ میلیون ډالره نقدي مرستې برابرې کړي.

په راپور کې ویل شوي، په ۲۰۲۲م کال کې د وړم کال په پرتله د مرستو رسونې کچه ۵۰ سلنه زیاته شوې ځکه د اړمنو افغانانو شمېر زیات شوی دی.

ډبلیو ایف پي له شپږ میاشتو څخه نیولې تر پنځه کلنۍ پورې د افغان ماشومانو پر وضعیت اندېښنه ښودلې ځکه د دې سازمان په وینا ماشومان د نورو په نسبت د خوارځواکۍ له جدي خطر سره مخ وو.

په هرات کې یو ماشوم د خوارځواکۍ کبله کبله په روغتون کې بستر شوی دی. 2022-07-13
په هرات کې یو ماشوم د خوارځواکۍ کبله کبله په روغتون کې بستر شوی دی. 2022-07-13

د شلو میاشتو په تېرېدو لا هم د طالبانو حکومت د هېڅ هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی او د تېر کال د ډسمبر په ۲۴مه یې نوي محدودیتونه وضع کړل چې ښځې تر بله امره په نادولتي موسسو کې له کار منع او په کور کېنول شوې.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز له کبله دوی هڅه وکړه څو د مرستې رسونې بهیر د کارکوونکو له کمښت سره مخ نه شي او د دوی پروګرامونه زیان ونه ویني.

د خوړو نړیوال پروګرام له دې مخکې خبرداری ورکړی و چې که بېړنۍ مرستې ور ونه رسېږي نو په څو راتلونکو ورځو کې به ۹ میلیونو افغانانو ته د خوراکي توکي مرسته بنده کړي.

دې ادارې تېره پنجشنبه په یوه ټوېټ کې وویل، په بېړنۍ توګه ۹۳ میلیون ډالرو ته اړتیا ده څو په اپرېل کې ۱۳ میلیون افغانانو سره مرسته وکړي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، راتلونکو شپږو میاشتو کې ۸۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا ده څو اړمنو افغانانو سره مرسته وکړي.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې د اړمنو کسانو شمېر ۲۹ میلیونو ته رسېدلی او د بېلابېلو مرستندویه بنسټونو په همکارۍ یې تېر میلادي کال ۲۳ میلیون اړمنو ته مرستې برابرې کړې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG