د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

د خوړو نړيوال پروګرام: که بېړنۍ مرسته را‌نه‌کړل شي، افغانستان کې د مرستو بهير دروو


د خوړو نړيوال پروګرام ويلي، سم‌لاسي د مرستو لپاره ۹۳ ميليون ډالرو ته اړتيا ده. انځور - د خوړو نړيوال پروګرام د مرستو موټرې
د خوړو نړيوال پروګرام ويلي، سم‌لاسي د مرستو لپاره ۹۳ ميليون ډالرو ته اړتيا ده. انځور - د خوړو نړيوال پروګرام د مرستو موټرې

د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکوي که بېړنۍ مالي مرسته ورسره ونه‌شي، په راتلونکو څو ورځو کې د مرستې رسونې او نهه میلیونه بې‌وزله کسانو ته د خوراکي توکو مرسته دروي.

دغې ادارې د چهارشنبې په ماښام پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، سم‌لاسي ۹۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري چې، په اپریل میاشته کې چې دوه ورځې ورته پاتې دي، ۱۳ میلیونه کسان تر پوښښ لاندې راولي.

"په دې میاشته کې شاوخوا نهه میلیونه کسانو هیڅ مرسته نه‌ده ترلاسه کړې

د خوړو نړیوال پروګرام وایي، راتلونکو اتو میاشتو کې ټول‌ټال ۸۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري چې افغانستان کې د اړو کسانو مرسته وکړي.

تر دې وړاندې د ډبلیو‌ایف‌پي د افغانستان څانګې مشرې هسیاو وای لي (Hsiao Wei Lee ) ویلي، ډېر هغه کسان چې افغانستان کې د بې‌وزلۍ له کبله اغېزمن کېږي، ښځې او ماشومان دي.

هغې هم د مرستو د درېدو خبرداری ورکړی دی او ويلي يې دي: "په دې میاشته کې شاوخوا نهه میلیونه کسانو هیڅ مرسته نه‌ده ترلاسه کړې، څلور میلیونه کسانو یوه اندازه مرسته ترلاسه کړې، په اپریل میاشت کې به بیا هم نهه میلیونه خلک هیڅ ډول مرسته ترلاسه نه‌کړي."

خلکو سره د خوړو نړيوال پروګرام مرستې، ارشيف
خلکو سره د خوړو نړيوال پروګرام مرستې، ارشيف

د خوړو نړیوال پروګرام وایي، دا مهال په افغانستان کې نږدې شل میلیونه کسان د خوړو خوندیتوب نه‌لري.

د دغې ادارې په وینا د هغو کسانو شمېر شپږ میلیونه دی چې بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

هم‌مهاله د افغانستان له یو شمېر سیمو بې‌وزله کسان وخت نا وخت ازادي راډیو ته هم شکایتونه کوي.

عين حال کې د بښنې نړیوال سازمان د افغانستان د وضعیت په اړه نوي راپور کې ویلي، اوس‌مهال دغه هېواد کې د بې‌وزلۍ کچه ۹۷ فیصدو ته رسیږي.

د دغه سازمان په خبره، ۲۰۲۰ کال کې د بې‌وزلۍ دا کچه ۴۷ فیصده وه.

د خوړو نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې شاوخوا ۲۹ میلیونه کسان مرستو ته اړتیا لري او په وینا یې دوی توانېدلي ۲۰۲۲ کال کې څه باندې ۲۳ میلیونه کسانو سره مرسته وکړي.

د افغانستان له ګوټ ګوټه بیا داسې شکایتونه هم ډېر کېږي چې د بشري مرستو په وېش کې عدالت نه‌شته او تر ډېره هغه کسان تر پوښښ لاندې راولي چې د طالبانو د حکومت خواخوږي یا ملګري وي.

طالبانو بیا تر دې وړاندې دا ډول شکایتونه رد کړي او ویلې یې دي، دوی تر خپله وسه بشري مرستې څاري او هڅه کوي چې عدالت په کې په پام کې ونیول شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG