د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

په افغانستان کې ځينې بې ځایه شوې کورنۍ د مرستو نه رسېدو له کبله شکایت کوي


ارشیف: په هرات کې ځینې بې ځایه شوې کورنۍ
ارشیف: په هرات کې ځینې بې ځایه شوې کورنۍ

یو شمېر کورني بې ځایه شوي چې له کلونو راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې د کډوالو په کمپونو او کرایي کورونو کې ژوند کوي، شکایت کوي چې سږ کال نه حکومت او نه هم خیریه بنسټونو د دوی وضعیت ته پاملرنه کړې.

پېغله نازنین د خپل پلار، ناروغې مور، دوه وړو خویندو او ورونو سره په کابل کې د کډوالو یو کمپ کې ژوند کوي.

دې ازادي راډيو ته وویل، سږ کال دوی ډېر سخت ژمي تېر کړی او لا هم له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

نازنین وايي، په داسې حال کې چې دوی خوراکي او غیرخوراکي توکو ته سخته اړتیا لري، خو سږ کال نه دولت او نه هم کوم خیریه بنسټ له دوی مرسته کړې.

نوموړې زیاته کړه: "موږ د بغلان بې ځایه شوي کسان یو. د تېرو جګړو پر مهال کابل ته کډوال شوي یو. تر اوسه موږ ته د دولت له خوا هېڅ ډول مرسته نه ده شوې. زموږ وضعیت ډېر خراب دی. ماشومان ټول ناروغه دي ځکه سږ کال ډېر سخت ژمی و."

ارشیف: بادغیس کې د کډوالو یو کمپ کې یوه نجلۍ خپل کور ته اوبه وړي.
ارشیف: بادغیس کې د کډوالو یو کمپ کې یوه نجلۍ خپل کور ته اوبه وړي.

بهاوالدین د میمنې اوسېدونکی دی چې څو کاله مخکې د وچکالۍ له امله د تخار ولایت درقد ولسوالۍ ته بې ځایه شوی او په یوه وران کور کې ژوند کوي.

هغه ازادي راډیو ته وویل: "د تخار درقد ولسوالۍ ته راغلی یم، ځکه میمنه کې وچکالي او بې کاري وه. موږ سره یو دوه ځلې مرسته وشوه، خو کافي نه وه، ځکه موږ پنځه کسه ډوډۍ خواړه لرو او ډېرې مرستې ته اړتیا لرو."

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت بیا وایي، دا مهال په افغانستان کې درې میلیونه کورني بې ځایه شوي اوسېږي چې په بېلابېلو لکه کابل، کندز، کندهار، هلمند، هرات او ننګرهار کې ژوند کوي.

خو د دغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني ازادي راډيو ته وویل چې له دغه بې ځایه شويو سره په ژمي کې مرستې شوي او دا لړۍ روانه ده.

حقاني وايي: "موږ هر کال د ژمنیو مرستو پروګرام لرو چې پخوا به یې د سون توکي او ژمنۍ جامې ویشلې، خو سږ کال د دې لپاره چې هره کورنۍ په خپله، خپل د اړتیا وړ توکي واخلي نو هرې کورنۍ سره مو نقدي مرستې وکړې. د خوړو د نړیوال سازمان په مرسته مو یواځې کابل کې له ۳۰۰ زره کورنیو سره مرستې وکړې او دا لړۍ لا دوام لري."

خو نوموړي دا ونه ویل چې له هرې بې ځایه شوې کورنۍ سره څومره نقدي مرسته کېږي.

په افغانستان کې بې ځایه شوې کورنۍ په داسې حال کې دوی ته د د مرستو د نه رسېدلو له امله شکایت کوي چې په تېر یو نیم کال کې د بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو مرستندویه ادارو څخه د میلیونونو ډالرو نقدي مرستو ترڅنګ خوراکي او غیرخواکي توکي هم افغانستان ته راغلي څو په اړمنو کسانو وویشل شي.

تازه د خوړو نړیوال سازمان یا ډبلیو اف پي ویلي چې د روان کال په جنوري میاشت کې یې ۹.۴ میلیونه اړمنو کسانو ته مرستې رسولي دي.

په افغانستان کې د کورنیو بې ځایه شویو په ګډون بېوزلې کورنۍ د دغو مرستو له ناعادلانه وېش شکایت لري او ادعا کوي چې مرستې د دوی پر ځای هغوی سره کېږي چې هېڅ مستحق نه دي.

دغه ادعا طالبانو په تېره کې رد کړې ده.

راپور - نرګس مومند حسنزۍ

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG