د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۷

افغانستان کې د خوراکي توکو وېش؛ خلک: مرستې کمې او اړمنو ته نه رسېږي


ارشیف: په ارزګان کې اړمنو ته د مرستې رسونې له بهیره یو انځور
ارشیف: په ارزګان کې اړمنو ته د مرستې رسونې له بهیره یو انځور

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي یوازې په جنورۍ میاشت کې توانېدلې نهو میلیونو او څلور لکه کسانو ته خپلې مرستې ورسوي.

که څه هم د ملګرو ملتونو بېلابېلې ادارې په افغانستان کې بېوزلو کسانو ته د خپلو بشري او خوراکي توکو د مرستو رسنې خبره کوي، خو خلک په دې برخه کې شکایتونه لري.

د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ځینې کسان چې وایي، له بېوزلۍ او لوږې کړېږي، شکایت لري چې د دوی په نوم راغلې مرستې په منصفانه ډول نه وېشل کېږي.

د هلمند د سنګین ولسوالۍ دغه اوسېدونکي چې وايي معلول دی، بې له دې چې خپل نوم واخلي، د ازادي راډیو په پیغام ثبتوونکي ماشین کې خپل شکایت ثبت کړی.

هغه ویلي: "زموږ د معیوبینو د تېرو شپږو میاشتو معاشونه دې راکړي. د موسسو د کارکوونکو او مشرانو څخه مو هیله ده چې خپله دې سیمو ته ورشي او سروې دې وکړي. په کلیو کې ملکان خپل خپلوان معرفي کوي، د نېستمنو په کیسه کې نه دي."

د زابل د ارغنداب اوسېدونکی نبي الله زابلی ادعا کوي، د دوی په ولسوالۍ کې هغه مرستې چې د بېوزلو کسانو په نامه لېږل کېږي، پر واسطه لرونکو کسانو وېشل کېږي.

هغه وویل: "دلته ارغنداب ولسوالۍ چې کومې موسسې او مرستندوی ټیمونه راځي، د هغو کسانو مرسته او لاسنیوی کوي، چې مستحق نه دي. که څوک د موسسې کارکوونکو ته ډوډۍ ورکوي، همکاري ورسره کوي او راشه درشه ورسره کوي، دا مرسته ورباندې کېږي، اړو کسانو ته مرستې نه رسېږي."

ارشیف: په هرات کې د مرستو ترلاسه کولو لپاره ولاړې اړمنې مېرمنې
ارشیف: په هرات کې د مرستو ترلاسه کولو لپاره ولاړې اړمنې مېرمنې

د افغانستان له بېلابېلو برخو خلکو شکایتونه کړي، چې په افغانستان کې د بېوزلۍ له زیاتېدو سره بشري او خوراکي مرستو ته د دوی اړتیا زیاته شوې، خو د دوی په نامه راغلې مرستې تر دوی نه رسېږي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، دوی افغانانو ته خوراکي توکو د مرستې رسولو کې د پخوا په څېر ژمن دي.

د دې ادارې د افغانستان د څانګې ویاند وحید الله اماني ازادۍ راډیو ته وویل، دوی توانېدلي په تېره جنورۍ میاشت کې په افغانستان کې ملیونونو کسانو ته د خوړو مرستې ورسوي.

اماني وايي: "د خوړو نړیوال پروګرام 'ډبلیو ایف پي' وتوانېد چې د سږکال په جنورۍ میاشت کې ۹ اعشاریه ۴ میلیونه کسانو ته د خوړو مرستې ورسوي. د مرستو رسونې دغه پرېکړه د ملګرو ملتونو ادارو او نړیوالو انجوګانو کړې وه. ډبلیو ایف پي له لسیزو راهیسې په افغانستان کې کار کوي او هڅه یې دا ده چې افغانانو د خوړو مرستې ورسوي."

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، دوی ډېره هڅه کوي چې د خوړو او نورې مرستې یې په شفاف ډول تر اړو کسانو ورسېږي.

د طالبانو ویندویانو ویلي چې د سرې میاشتې ټولنې او خپلو نورو ادارو له لارې اړو کسانو ته د خوړو او نورو ضروري مرستو په رسولو کې فعال دي.

ملګرو ملتونو ویلي، په ۲۰۲۳م کال کې به په افغانستان کې ۲۸ میلیونه او درې لکه وګړي عاجلو بشري مرستو ته اړتیا ولري.

په ۲۰۲۲م کال کې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر شا و خوا ۱۹ ملیونه ښوول شوی و او ویل شوي وو چې ۶ میلیونه نور وګړي د قحطۍ له خطر سره مخامخ دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG